لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: نړۍ دې زړې تجربې نه تکراروي،دطالبانو حکومت سره دې خبرو ته کښېني


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو زرداري دنړۍ په هیوادونو ټینګار کړی چې هغوئ باید په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

نیویارک کې په نيويارک کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي افغانستان کې نجونو ته دپرایمري یا وړومبیو زده کړو اجازه شته اؤ هغې ورځې ته په انتظار دی چې دوئ ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي.

تر دې وړاندې دنومبر په میاشت کې اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال خارجه وزیر بلاول بوټو ویلي خبرداری ورکړی ؤ چې د طالبانو په اړه د نړۍ صبر په ختمېدو دی.

خارجه چارو وزير بلاول بوټو زرداري ويلي دوي د هغه ورځې منتظر دي چې په افغانستان کې به نجونو ته د شپږم ټولګي وروسته هم د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي او هيله يې څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت به د نجونو د تعليم سره سره خپل نور لوظونه پوره کوي.

ښاغلي بلاول بوټو زرداري ويلي بايد د افغانستان په اړه تېرې تېروتنې تکرار نه نکړل شي او نړۍ دې د افغانستان سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې چې تېر کال د 15م اګست نه په افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسیدو راپدیخوا نجونو ته يوازې د لومړنيو زده کړو اجازه ده او د يو کال نه د زياتې مودې تېرېدو وروسته هم نجونه د شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېښودل کیږي.

په افغانستان واکمنو طالبانو بيا بيا ويلي دوي په دې اړه پاليسي جوړوي خو لا هم دغه اجازه نه ده ورکړل شوې ـ

د هندوستان دخارجه چارو د وزیر له خوا په پاکستان د ترهه ګرو د مرستې د تورونو په ځواب کښې بلاول بوټو ذرداري وویل چې هغه د مذهب په نوم د ترهه ګرۍ او انتها پسندۍ مخالف کوي که هغه په هر نوم وي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان پخپله د ترهه ګرې ښکار دی او په داسې حالاتو کښې په پاکستان تورونه لګول انصاف نه دی ـ

نوموړي وویل فیټف د پاکستان لخوا د ترهه ګرۍ په اخستل شوې ګامونو ستایلي دي.

د دې خبرو په غبرګون کښې د هندوستان خارجه وزیر جی ایس شنکر د بلاول بوټو له خوا په کشمیر کښې د بشرې حقونو د سرغړونې تورونه رد کړي دي ـ

د روس نه د خامو تېلو د اخستلو په اړه بلاول وويل دوي د روس نه په ارزانه بيعه د خام وتېلو اخستلو هڅه نه کوي.

خو تر دې مخکې د پاکستان د توانايۍ وزير مصدق ملک ويلي وو دوي د روس نه د خامو تېلو د اخستو لپاره هڅې روانې کړې دي .

بلاول بوټو امریکې سره داړیکو په اړوند وویل دپاکستان اؤ امریکې ترمنځ دلوړې کچې تماسونه سیوا شوي اؤ اړیکې هم پراخه شوي‌ دي.

دبلاول بوټو زرداري په وینا "وړاندې به دامریکې اؤ پاکستان اړیکې په افغانستان څرخیدې خو د امریکې خارجه وزیر بلنکن سره له لېدنې وروسته دا معمول بدلوؤ،د دواړو هیوادونو اړیکې چې ۹۹ فیصدي دترهګرۍ دستونزې نه چورلیدلې،اوس د روغتیا،چاپیریال اؤ تجارت په موضوعاتو جوړیږي"

هغه ویلي دا دعوه نه شي کولی چې ګنې شپه په شپه دپاکستان اؤ امریکې اړیکو کې یو ستر بدلون رامنځته شوی خو وایي دا اړیکې پرمخ روانې دي.

هغه ویلي دکله نه چې دپاکستان نوي حکومت ذمه وارۍ سمبال کړي دي نو دامریکې اؤ نورو هیوادونو سره داړیکو غوره کولو هڅې کوي اؤ چرته چې فاصلې دي دهغې دختمولو کوششونه روان دي.

د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري له دې وړاندې د جي 77 هېوادونو د غونډې مشري هم کړې او ويلي يې دي چې پرمختللو هېوادونو ته سماجي او سياسي بحرانونو مخې ته دي.

هغه وويل دا وخت 25 کروړه خلک د لوږې ښکار دي، 82 هېوادونه د قرضو سره مخ دي، داسې پرمختګ ولاړ دی، په لوږه او غربت کې زياتوالی ښکاري د کوم لپاره چې به لار جوړول وي.

بلاول په مالداره هېوادونو غږ وکړو چې د موسمياتي ماليې په مد کې باید د100 اربو ډالر ورکولو لوظ پوره کړي ـ

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG