لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر: په بنو کې پوځي عمليات نه کیږي


د پاکستان د قومي اسمبلۍ مرستيال سپیکر زاهد اکرم دراني ويلي، د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله سره خبرې شوي او د خېبرپښتونخوا په بنو کې هیڅ ډول پوځي اپرېشن يا عمليات نه کیږي.

دراني په خپله فېس بک پاڼه ويډيو بيان خپور کړی چې پکې وايي، داسې خبرونه يې ليدلي چې مرکزي حکومت په بنو ضلع کې عمليات کوي او دا خبر د کورنيو چارو د وزير له قوله چلول شوی دی.

هغه زياته کړه، "بيا ما د وزيراعظم د پرنسپل سيکرټري سره رابطه وکړه چې د رانا ثناالله له قوله دا خبرې چليږي خو هغه راته وويل چې داسې هيڅ پرېکړه نه ده شوې او نه عمليات کيږي".

د دراني په خبره، رانا ثناالله زما سره په خپله هم خبرې کړي او راته يې ويلي چې داسې کومه خبره يې نه ده کړې.

د رانا ثناالله له قوله په ټولنيزو رسنيو داسې خبر خپور شوی چې نن به په بنو کې د عملياتو پرېکړه وشي.

دغه ټويټ د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتين هم کړی او ویلي يې دي په چا کې جرات شته چې د وړاندينيو عملیاتو حساب ورکړی شي؟.

رانا ثناالله په خپله د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ویلي.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

پرون د جمعې په ورځ [30 دسمبر] د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نېشنل سيکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ غونډه شوې او پکې ويل شوي ټول قوم د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد په يوه بيانيه متحد دی او د ملک امنيت چېلنج کوونکو ته به په کلکه ځواب ورکولی شي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه په غونډه کې چې مرکزي وزیران، پوځي مشران او استخباراکي چارواکي موجود وو، په ملک کې د امنيت او قتصاد په اړوند احوال وړاندې کړی شوی دی.

ويل شوي د بهرنیو چارو وزیر مملکت غونډې ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د رابطو په اړوند احوال ويلی دی.

په خبر کې ويل شوي د ملي امنیت غونډه به په دويمه جنورۍ روانه وي او د سپارښتنو په رڼا کې به نورې پرېکړې کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG