لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلنسکي د نوي کال په شپه په اوکراین باندې د روس د میزائیلو حمله وغندله


واشنګټن - د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نوي کال په شپه یو ویډیویي پیغام کې، په اوکراین باندې د روس د میزائیلو وروستۍ حمله غندلې ده.

د خالي/شنبې په ورځ د روس ځواکونو د اوکراین په بېلابېلو برخو کې حملې وکړې. زېلنسکي د دې برید په غبرګون کې وویل: "ترهګر ریاست ته به په هېڅ قسم معافي ونشي. او هغه کسان چې د دغسې حملو هدایت جاري کوي، او هغه څوک چې یې ترسره کوي، هغوی به ونه بخښل شي."

د اوکراین صدر پخپل ملک باندې د روس د پوځي یرغل د اولې ورځې په یادولو سره وویل، "مونږ ته وویل شول چې بغیر د تسلیمېدو/سرېنډر نه بل هېڅ لاره نلرو. مونږ وایو چې د کامیابۍ نه بغیر بله لاره نلرو."

د نوي کال د پیل نه چې قریب نیم ساعت تېر شوی و، بیا هم روسانو د اوکراین په سرښار کیيف باندې د میزایلو حملې وکړې.

د کيېف مېئر ویتالي کلېچکو ویلي چې د هغه ښار په دوه علاقو باندې میزائیلونه لګېدلي دي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

په سیمه کې شاهدانو روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې په اوکراین کې یو ځل بیا د حملو سائرنونه وغږول شول.

د خالي/شنبې په ورځ چې روسانو په اوکراین د میزائیلو څه حملې وکړې، په کې یو تن مړ او لږ تر لږه دېرش (۳۰) تنه نور زخمیان شول. په کيېف او نورو علاقو کې اته زورورې چاودنې واورېدل شوې.

د پوټین د نوي کال تقریر

د خالي/شنبې ورځې په سهار د روس صدر ولاډیمیر پوټین په یو ویډیویي پیغام کې چې د روس سرکاري ټي وي خپور کړ، وویل چې ملک یې په اوکراین کې په دې خاطر جنګ کوي چې خپله "مورنۍ خاوره" محفوظه وساتي او خلکو ته یې "حقیقي آزادي" یقیني کړي.

پوټین په مغربي ملکونو تور ولګولو چې ګني روس ته یې دروغ ویلي او ماسکو یې دې ته پارولی چې په اوکراین باندې حمله وکړي. پوټین دې حملې ته "ځانګړي پوځي عملیات" وایي.

پوټین وویل: "مغرب د امن په اړه دروغ وویل. هغو د یرغل دپاره آمادګي نیوله... او اوس هغوی د بد نیت څخه غواړي چې اوکراین او د اوکراین خلک، د روس د کمزوره کولو او تقسیم کولو دپاره استعمال کړي."

پوټین وویل چې دوی به دې کار ته اجازت ورنکړي.

په امریکا کې د جنګ د مطالعاتو د انسټیټوټ په نوم یوه تحقیقاتي اداره وایي، پوټين کوښښ کوي چې د اوکراین جګړې ته څه جواز پیدا کړي، مګر دې کار کې پخپل صلاحیت یقيني نه ښکاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG