لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فتوه: جهاد فرض دی خو اعلان به يې د اسلامي رياست مشر کوي


خېبرپښتونخوا کې 16 علماو فتوه جاري کړې چې پکې ويل شوي، د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې جهاد يو مهم او بنيادي عبادت دی خو اعلان به يې د اسلامي رياست مشر کوي، هر تن ته د جهاد د اعلان حق حاصل نه دی.

د یادې فتوې په سر کې ویل شوي چې په اسلام اباد کې يو ځايي تش په نوم عالم [ چې نوم يې نه دی ښودل شوی] او ځينې شرخوښي، ملک دښمنه عناصر پاروو نکي او متنازغه بيانونه ورکوي، د هغې په رڼا کې اووه پوښتنې شوي چې زياتره په پاکستان کې د جهاد په اړوند دي، او ځوابونه ورته ویل شوي دي.

په پاکستان کې په وروستیو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي او له هغې وروسته یې زور اخستی چې تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

د 14 صفحو په فتوه کې د قران او حديثو حوالې ورکړی شوي دي.

په اسلام کې د جهاد د حکم او اعلان په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويل شوي، د اسلامي تعليماتو په رڼا کې جهاد يو مهم او بنيادي عبادت دی او د اسلامي رياست د دفاع دپاره جهاد فرض دی خو اعلان به يې د اسلامي رياست مشر کوي هرڅوک د جهاد د اعلان حق نه لري.

په دويمه پوښتنه کې د پاکستان د امنيت او حفاظت دپاره د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په مقابله کې وژل کېدونکو پولیس او پوځیانو ته د شهيد ويلو پوښتنې په ځواب کې ويل شوي، پاکستان يو اسلامي ریاست دی او په امنيت او ساتنه مامور پوځي او پوليس که د دښمن په مقابله کې ووژل شي هغه شهيد دی.

درېمه پوښتنه شوې چې د اسلامي ریاست دفاع کوونکي پوليس او پوځونو خلاف د جنګ اعلان کول او پرضد يې وسله راپورته کول جايز دي؟ په ځواب کې ویل شوي، چې د اسلامي ریاست دفاع کوونکي پوليس او پوځونو خلاف د جنګ اعلان کول او پرضد يې وسله راپورته کول په اصل کې د اسلامي رياست د اطاعت سرغړونه ده دا شرعا حرام دي او چې څوک داسې کوي د سزا مستحق دي.

په څلورمه پوښتنه کې په اسلامي ریاست کې د فساد او فتنې خورولو سوال ته په ځواب کې ويل شوي، په اسلامي رياست کې دننه فتنه او فساد د رياست ضد څه قسمه محاذ ارايي، د ژبې، علاقې، مذهب، مسلکي اختلافاتو او قوميت په نوم تخريب او فساد خورول د شريعت د مقدسه اصولو په رڼا کې جايز نه دي او څوک چې داسې کوي دا به د پاکستان د دستور قانون څخه بغاوت وي او د سزا مستحق به وي.

پينځمه پوښتنه: ايا جمهوريت کفر دی؟ په ځواب کې ويل شوي، د مغربي جمهوريت بنياد د ولسواکۍ په تصور دی د اسلامي تعليماتو قطعي خلاف دی ځکه چې د اسلام بنياد د الله د حاکميت اعلا په عقیده دی، خو ويل شوي که يو تن د پارليمان فېصلې د قران او سنت په رڼا کې تابع وګرځوي نو دې ته کفر يا ګمراهي نه شي ويل کېدی.

په فتوه کې ږيرې ساتلو ته سنت موکده او خرول حرام ګرځول شوي خو ورسره ویل شوي د دې هرګز دا مطلب نه دی چې څوک ږيره نه ساتي نو د مسلمان ويلو حقدار نه دی، ږيزه خرونکی هم مسلمان دی او د مسلمانانو په څېر رويه به ورسره ساتل وي.

په فتوه کې ټايي او پتلون اغوستلو ته جايز ويل شوي چې په استعمال يې څوک د اسلام د دايرې څخه نه شي ويستل کېدی.

ياده فتوه د درالعلوم سرحد پېښور مولانا قاري احسان الحق، د دارالافتا مدرسه دروېش امدادالعلوم پېښور مفتي سبحان الله جان، د مهتمم جامعه تفهيم القران ډاکټر مولانا عطاالرحمان، د وفاق المدارس صوبايي ناظم اعلا مولانا حسېن احمد، صدر تنظیم المدارس خېبرپښتونخوا مولانا ډاکټر عبدالناصر، د دارالافتا جامعه دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک مفتي مختارالله حقاني، چیف خطيب خېبرپښتونخوا مولانا طيب قرېشي، د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک زمه دار وفاق المدارس العربيه مولانا سلمان الحق، صوبايي ناظم اعلا تنظيم المدارس مولانا رحمت الله قادري، صوبايي ناظم اعلا وفاق المدارس اسلفيه مولانا عمر بن عبدالعزيز، صوبايي ناظم اعلا وفاق المدارس الشيعه علامه عابد حسېن شاکري، جامعه امانيه پېښور مفتي سراج الدين سرکاني، جامعه تعلیم القران پېښور مفتي رضا محمد حقاني، جامعه اسلاميه کوهاټ مفتي خالد عثماني، جامع مسجد اهلحديث فواره چوک پېښور مفتي شېخ اعجاز او علما کونسل خېبرپښتونخوا مولانا عبدالکريم لاسلیک کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG