لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو کمزوری اؤ دپاکستان پاسپورټ څلورم مقام موندلی


دپاسپورټونو په نړیواله درجه بندۍ کې د109 هیوادونو په نوملړ کې دپاکستان پاسپورټ تر ټولو لاندې څلورو هیوادونو کې ځاي موندلی دی.

په دې درجه بندۍ کې دجاپان پاسپورټ دنړۍ تر ټولو مضبوط اؤ دافغانستان پاسپورټ تر ټولو کمزوری ښودل شوی دی.

دجاپان په پاسپورت د نړۍ 200 نه زیاتو هیوادونو کې 193نوي هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کیدای شي یا یې وګړو ته دهوایي ډګر دننه د ویزو اخستو اسانتیا ترلاسه ده خو دافغانستان لرونکو ته بیا یوازې دنړۍ 27هیوادونو ته پرته له ویزې یا په انټري ویزه دسفر اساني ترلاسه ده.

دپاکستان پاسپورټ لرونکي دنړۍ 32 هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولی شي یا هم هلته په هوایي ډګرونو د ننوتلو ویزه ترلاسه کولی شي.

دپاکستان نه وروسته دشام، عراق اؤ افغانستان پاسپورټونه دي اؤ دیمن اؤ صومالیه پاسپورټونه په پاکستان بره دي.

لندن کې موقعیت لرونکي دنړیوال شهریت اؤ استوګنې دمشاورتي ډلې "هنلی اینډ پارټنرز" له لوري خپور کړل شوي دې نوملړ کې دپاکستان ګاونډي هیواد هند په 85 درجه ځای کړل شوی دی اؤ وګړي یې دنړۍ 59 هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولی یا په هوایي ډګرونو ویزه ترلاسه کولی شي.

"هنلی اینډ پارټنرز" هر درې میاشتې وروسته خپل رپورټ خپروي چې پکې دا په ګوته کړل کیږي چې دکوم هیواد پاسپورټ څومره پیاوړی یا طاقتور دی.

دپاسپورت دپیاوړتیا پیمانه دا وي چې ددغه پاسپورټ لرونکي څومره هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولی یا په هوایي اډو ویزه ترلاسه کولی شي.

زړه راښکونکې خبره داده چې دپاسپورټ دپیاوړتیا انحصار دکوم هیواد په پیاوړي معیشت ،عسکري طاقت یا سفارتي اثر رسوخ نه وي ، لکه دبېلکي په توګه دنړۍ دتر ټولو ستر معاشي قوت اؤ سپر طاقت لرونکې امریکې پاسپورټ په دې درجه بندۍ کې په اووم نمبر دی.

خو دجاپان پاسپورټ بیا په ټوله نړۍ کې زیات طاقتور دی ځکه چې په دغه پاسپورټ دنړۍ 193 هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کیدای شي ، یا به یې وګړي په هوایي اډو ویزه ترلاسه کوي.

په جاپان پسې دویم اؤ دریم نمبر دبراعظم ایشیا دهیوادونو سنګاپور اؤ جنوبي کوریا دی چې وګړي یې دنړۍ192 هیوادونو ته پرته له ویزې دسفر یا په هوایي اډو د ویزې ترلاسه کولو اسانتیا لري.

دبراعظم یورپ د زیاترو هیوادونو شمیر دطاقتورو پاسپورټونو لرونکو قامونو په توګه کیږي ، دجرمني اؤ اسپین په پاسپورتونو دنړۍ 190 هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کیدای شي اؤ داروپا نور هیوادونه هم قابو په دغه چوکاټ کې ځائیږي.

اسټریلیا، کینیډا اؤ یونان په دې درجه بندۍ کې په اتم نمبر دي اؤ ددې هیوادونو په پاسپورټونو 185 هیوادونو ته له ویزې پرته یا په انټري ویزه سفر کیدای شي.

(دسي این این په معلوماتو راجوړ دا رپورټ د وي او ای اردو په مننه خپور کړل شو)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG