لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي‌ پي د بریدونو توان زیات شوی، اوس پاکستان کې لوی هدفونه په نخښه کوي،د څېړونکو وینا


څيړونکي وايي په دې وروستيو کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان د بريدونو توان زيات شوی دی او دهغوئ وسله وال لوی هدفونه په نخښه کوي۔

څيړونکي وايي روان وضيعت ښايي چې په راتلونکې کې د بدامنۍ پېښې نورې هم زياتې شي۔

تحريک طالبان پاکستان په کال 2022م کې د 367 او د روان کال وړومبیو 13 ورځو کې د16 بريدونو زمه وارۍ منلې دي.

تحریک طالبان پاکستان په دې وروستيو کې لویې بريدونه کړي دي چې پکې په بنو کې په 18م دسمبر د سي ډي ټي دفتر کې امنيتي اهکار يرغمال کول، په لکي مروت او بنو کې په پوليسو بريدونه او تېره شپه په پېښور کې د پوليسو په تاڼه بريد شامل دی۔

څيړونکی او خبريال حق نواز خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د نومبر مياشت کې د حکومت او ټي ټي پي ترمېنځه د ډز بندۍ ختمېدو وروسته بريدونه سېوا شوي دي۔

نوموړي وويل د مذاکراتو په وخت ټي ټي پي خپل د بريدونو توان زيات کړی و چې اثرات يې اوس د لويو هدفونو په نخښه کولو په شکل کې مخې ته راځي۔

"دټي ټي پي بريدونه چټک شوي دي، په راتلونکې کې ښکاري چې د دوي حملې نورې هم زياتې شي، دوي اوس د پخوا په څېر لويې هدوفونه په نخښه کوي"

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د جنورۍ په وړومبۍ هفته کې ويلي وو ټي ټې پي د اسې وسله کاروي چې د شپې په تیاره کې دهدف لیدنې صلاحيت لري۔

نوموړي وويلي وو دغه وسله کېدای شي چې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو نه پاتې شوې وي۔

خو دا چې په ډېورنډ کرښه د ازغن تار لګېدو نه وروسته څنګه ممکن ده چې وسله وال پرې راواړول شي؟ په جواب کې يې څيړونکی او خبريال اسماعيل خان وایي"زما خيال دی چې د پولې باره کې د ازغن تار په اړه مونږ څه ډير خوشبينه يو، څوک هم چې زمونږ د جعرافيي نه خبر وي هغوي ته معلومه ده چې دا پوله سل په سله تړل ګرانه ده، دې باندې ټوپک راوړل او کسان راوړيدل څه مشکل کار نه دی"

د ترهګرۍ دتازه پېښو په اړه دپاکستان د کورنیو چارو وزير رانه ثناالله ويلي په خېبر پښتونخوا کې دامنيت په خرابه وضعه انديښمن دی، ترهګر په تاڼو بريدونه کوي او د پوليس ځوانان او افسران په هدف کيږي،

نوموړي ويلي ښکاري چې صوبايي حکومت په بنو کې د سي ټي ډي په دفتر د بريد نه هم کوم سبق نه دی ترلاسه کړی خو صوبايي حکومت د کورنیو چارو د وزیر دې څرګندونو ته څه نه دي ويلی۔

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وؤ، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي "

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG