لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ښځو د حقونو پر سر د طالبانو پر مشرانو د ویزو اضافي بندیزونه ولګول، طالبانو یې پرېکړه وغندله


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت پر ځینو چارواکو له دې کبله تازه د ویزو بندیزونه لګولي چې په افغانستان کې یې د ښځو خلاف سختې پالیسۍ عملي کړې دي. طالبانو دا پرېکړه غندلې او وایي دا د دواړو هېوادونو د اړیکو په پرمختګ کې خنډ جوړوي.

وزارت ویلي واشنګټن به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همږغۍ له نیژدې کار ته دوام ورکړي چې طالبانو ته څرګنده کړي د دوی کارونه به ډېر تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لاره به بنده کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ په لومړۍ نېټه په خپاره کړي بیان کې ویلي، د ویزو دغه تازه بندیزونه به د طالبانو د هغو مشرانو د کورنیو پر غړو هم وي چې پر ښځو په بندیزونو او د هغوی د حقونو په سرغړونو کې لاس ولري.

په بیان کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې د ویزو تازه بندیزونه یې د طالبانو د هغو پرېکړو په نتیجه کې لګولي چې ښځې یې له پوهنتونونو او په غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې دي. ښاغلي بلینکن په بیان کې ویلي:

"زه نن دا ګام اخلم چې د طالبانو پر ځینو اوسنیو او پخوانیو غړو، پر غیرسرکاري امنیتي ډلو او نورو هغو کسانو باندې د ویزو اضافي بندیزونه ولګوم چې ګومان کېږي په افغانستان کې پخپلو سختو پالیسیو پر ښځو او نجونو جبر کوي یا پکې لاس لري".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له خوا د دوی پر ځینو مشرانو د ویزو تازه بندیزونه غندلي دي او دا یې "د دواړو لوریو" تر منځ په اړیکو کې د پرمختګ خنډ بللي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي، حکومت یې د خپلو خلکو هغو ټولو حقونو ته ژمن دی چې له "اسلام، افغانیت او د وخت له اړتیاوو سره سمې" دي. بلخي لیکلي:

"د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پرېکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي ‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د ډیپلوماټیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوه اړخیزو اړیکو ښودلې ده چې فشارونه د مسایلو په اواري کې مرسته نه شي کولای".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې په پوهنتونونو او انجوګانو کې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو تازه بندیزونو او تر هغه مخکې د نجونو ثانوي تعلیم ځنډول او په ټولنه او اقتصادي چارو کې د ښځو او نجونو فعالیت محدودول دا یو ځل ښکاره کوي چې طالبان د افغان ولس خیرښېګړې ته اهمیت نه ورکوي.

په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو بندیزونو تر یو میلین زیاتې د سکول د عمر جینکۍ او ښځې له تعلیمه محرومه کړې دي او ډېرې ښځې یې له پوهنتونونو او کارونو شړلې دي.

وایي څومره چې د دې هېواد اقتصادي او بشري بحران- چې له مخکې لا خراب دی- نور زیاتېږي له تعلیمي ادارو او د کار له ځایونو به د ښځو د بهر کولو شمېر نور هم پسې زیاتېږي.

اینټني لینکن په یو جلا ټویټ کې لیکلي، حکومت یې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او غوښتنه کوي چې هغوی تعلیم او کار ته د مخکې غوندې لاسرسي ولري:

"موږ دا ګام د طالبانو د هغو مشرانو تر منځ احتساب ته د ودې ورکولو لپاره واخیست چې له پوهنتونونو او غیرسرکاري ادارو څخه د ښځو د منع کولو د فرمانونو تر شا دي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي حکومت یې له ټولو مالي او بېنکي بندیزونو سره سره هڅه کوي خپلو خلکو ته د ارام ژوند حالات برابر کړي. وایي دا بندیزونه د افغان ولس بشري حقونو ته زیان رسوي، همدارنګه د تعلیم او روغتیا په ګډون ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي:

"امریکا بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان تر هغه وخته د نړیوالې ټولنې له خوا د درناوي تمه نه شي کولای چې تر څو دوی د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنیادي ازادۍ ته درناوی ونه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG