لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني پر خپل حکومت نیوکې کړې: داسې اخلاق به نه کوو چې خلک الحاد، جهل او کفر ته مجبور کړو


واشنګټن ــــ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په لومړي ځل پر خپل حکومت نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې ځینې کسان یې نظام او ولس چېلنجوي، وایي دا حالت د زغملو نه دي.

د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني چې لا هم د امریکې په تور فهرست کې دی او پر سر یې 10 میلینې ډالر اعلان کړي دي، یو ځل بیا له ویلي، "اوس موږ غواړو چې د دنیا سره یو مشروع تعامل وکړو، په مشروع طریقه یوه لاره ورسره جوړه کړو".

سراج الدین حقاني د شنبې- خالي په ورځ د افغانستان په خوست ولایت کې د دیني زده کوونکو او د قرآن د حافظانو د فراغت یوې غونډې ته په خبرو کې د چا نوم وا نه خیست، خو په اشارو سره یې وویل چې په حکومت کې دننه واکمن کسان یې د نظام د بدنامۍ سبب کېږي. حقاني وویل:

"نن ځانونه دومره حقداره بولو، چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې بس یو ابتکار، یوه رایه او یو اساس جوړ شوی دی".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه د غونډې عکسونه خپاره کړي چې پکې لیدل کېږي سراج الدین حقاني وینا کوي خو وېډیو یې نه ده خپره کړې. وزارت له عکسونو سره د حقاني له خولې یواځې دغه خبره را نقل کړې ده:

"د يو واکمن په حيث دا زمونږ مسئوليت دی چې ولس ځان ته رانږدې کړو، ډاډ ورکړو او د نواقصو د اصلاح لپاره یې مدبرانه او اصلاحي ګامونه واخلو".

د سراج الدین حقاني دغه وېډیو طلوع نیوز او پر ټولنیزو رسنیو نورو خلکو خپره کړې ده، چې پکې هغه په اشارو سره پر خپل حکومت د ځینو طالب مشرانو اجاره داري ګڼي او وایي دا حالات د برداشت نه دي، باید خپل "نیتونه او عملونه اصلاح" کړي.

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شول، د تېر حکومت او پوځ کارکوونکو ته یې "د عامې بخښنې" اعلان وکړ، خو ملګري ملتونه او د بشري حقونو ځینې نورې ادارې تور پورې کوي چې طالبانو د تېر حکومت په لسګونو کسان وژلي دي.

د ښځو په هکله د طالبانو پر سختو پالیسیو هم په نړیواله کچه سختې نیوکې کېږي او وخت په وخت د طالبانو د عسکرو او وسلوالو له خوا هم د عامو خلکو د ځورونې رپوټونه مخې ته راځي. سراج الدین حقاني وویل، د حکومت خلک یې باید له خلکو سره نرمي وکړي:

"د ولس په زخمو باندې ملهم لګول، پټۍ لګول، ولس ته هوسایي جوړول مو غرض دی، دا نه ده چې زه به دکتاتور جوړېږم او داسې حکمراني به کوم چې خدای مه کړه دا ولس زما له لاسه ازار وي، په ما پسې بددعا کوي چې خدای تر دې خو تېر نظام ښه وو، داسې اخلاق به نه کوو چې خلک په لوی لاس الحاد، جهل او کفر ته مجبوروي".

د خوست پرونۍ غونډې ته د سراج الدین حقاني ټوله وینا پر ټولنیزو رسنیو نه ده خپره شوې، خو ځینې کلیپونه یې مختلفو کسانو خپاره کړي دي. مشهور خبریال او څېړونکي طاهر خان د سراج الدین حقاني له خولې پر ټویټر لیکلي:

"ځیني اشخاص د خپل مسؤلیت څخه په استفادې نظام او ولس ننګوي چې دا کار د تأسف وړ دی. مونږ اجازه نه ورکوو ولسونه دې په مختلفو بهانو د خپلو حقونو محروم شي او ودې ځوریږي".

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو مشر په اشارو سره له خپلمنځي اختلافاتو پرده پورته کوي. تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم د لوګر د دیني مدرسې په یوه غونډه کې له طالبانو او عامو خلکو غوښتي وو چې د "واکمنو هره خبره" په پټو سترګو ونه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG