لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: اېف ايي اې ته د شوکت ترين د نيولو اجازت ورکړی شوی


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] ته اجازت ورکړی شوی چې د عمران خان د حکومت د خزانې مرکزي وزير شوکت ترين ګرفتار کړي.

رانا ثناالله پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [12فرورۍ] په کراچۍ کې مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان سختې نيوکې کړي چې هغه په خپل حکومت کې يواځې ملک دښمنه پاليسي چلولې او د سياسي انتقام سياست یې کړی دی.

هغه تور لګولی چې د عمران خان په ملک کې په سياسي توګه د بې ثباتۍ جوړولو له امله د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ کړی او چې د حکومت څخه لرې کړی شوی بيا یې هڅې پېل کړي چې پاکستان ديواليه شي.

د رانا ثناالله په خبره عمران خان د خزانې پخوانی وزير شوکت ترين هم یو داسې حرکت کړی وو چې له امله یې پاکستان ته تاوان اوښتی شو، ځکه د هغه خلاف پلټنې پېل کړی شوي دي، اېف ايي اې د هغه د نيولو غوښتنه کړې او حکومت ورته اجازت ورکړی دی.

رانا ثناالله ویلي شوکت ترين ته د خپل عمل سزا پکار ده چې بل څوک بيا داسې کار ونه کړي.

د عمران خان د حکومت د خزانې وزير شوکت ترين
د عمران خان د حکومت د خزانې وزير شوکت ترين

هغه زياته کړې چې د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور/ قرض د پروګرام خبرې نزدې سرته رسېدلې او کاميابې شوي دي خو عمران خان بیا پرون بيا ناوړه وېنا کړې چې د غندنې وړ ده، خو ونه یې نه ويل چې عمران خان څه ویلي دي.

د کورنیو چارو وزير تور لګولی چې عمران خان سیاسي ترهګري پېل کړې خو سیاسي او نوره ترهګري به نه پرېږدي.

د شوکت ترين يا تحریک انصاف ګوند لخوا د رانا ثناالله بيان ته په سمدستي توګه کوم غبرګون نه دی ویل شوی.

شوکت ترين چې د عمران خان په حکومت کې د خزانې مرکزي وزير وو، تېر کال د اګست په میاشت کې یې يوه مبينه اډيو مخې ته راغلې چې پکې یې د خېبرپښتونخوا او پنجاب د خزانې وزيرانو ته ويلي وو چې د پي ډي اېم ايتلافي حکومت او نړيوالې مالياتي ادارې ته اووايي چې د سېلابونو له امله په ملک کې کومه تباهي شوې د هغې په وجه دوی په صوبايي بجټ کې د سرپلس وعده نه شي پوره کولی.

د ستمبر په میاشت کې د ترين پرضد پلټنې پېل کړی شوې وې، چې هغه د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د خبرو په لار کې خنډ اچول غوښته.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار په [لسمه فرورۍ] د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام د خبرو په اړوند ويلي، چې د ايي اېم اېف سره د دوی د خبرو وروستی پړاو ترسره شوی او ټول معاملات ترسره شوي، په ټولو اړخونو خبرې شوي او بيا وروستي د هغوی ځينې مسلې وې په هغې بيا د شپې پورې خبرې پوره شوي او ادارې ورته د جمعې په سهار د اقتصادي او مالي پاليسيانو يادداښت ليک ورکړی دی حکومت پرې غور کوي.

هغه ویلي وو په دې کې کوم شک نشته د ايي اېم اېف سره کېدونکې ټولې وعدې به پوره کولی شي او د پور پروګرام به عملي کولی شي.

هغه زياته کړه د ايي اېم اېف د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته نزدې يو اعشاريه دوه اربه ډالره ترلاسه شي.

او نړيوالې مالياتي ادارې هم ويلي وو، چې د پاکستان سره د ملکي او بهرنيو مالياتو د تولې سمولو په لړ کې په پاليسي اقداماتو پرمختګ شوی دی.

خو نړيوالې ادارې نه وو ويلي چې د پاکستان سره مذاکرات کامياب شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG