لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: په راتلونکې کې د وسله والو سره د مذاکراتو امکان نشته


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان د نوم اخستو پرته ویلي، "چې تېر کوم مذاکرات شوي هغه تجربه ناکامه پاتې شوې او کومې ښې نتیجې یې مخې ته نه دي راغلي ځکه په راتلونکې کې د دغه ډول مذاکراتو امکان نشته".

د رانا ثنا الله نه په کراچۍ کې په مطبوعاتي غونډه کې پوښتنه شوې چې، "د لاقانونه ګرځول شوو ډلو لخوا بيا ترهګري سېوا شوې ده تېر چې د دوی سره کوم مذاکرات شوي وو بيا د مذاکراتو کومه لړۍ پېل کيږي؟".

نوموړي په ځواب کې ويلي، "په راتلونکې کې مذاکرات هیڅ امکان نه لري".

هغه زياته کړې "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې چې کومه خبره شوې حکومت او د پوځ مشرتابه ویلي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ترهګرۍ نوې څپه راغلې ده او د هغې دپاره ټولې امنيتي ادارې، حکومت او صوبايي حکومتونه چمتو دي او ترهګري به قابو کړی شي".

د پاکستان د تېر حکومت په وخت کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړی شوي کوم چې اوسني حکومت هم منلي او روان وو، بې د کومې نتيجې ختم شوي وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د شوي ځانمرګی بريد چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي او د 200 زيات ژوبل شوي وو، له دغې وروسته د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه.

وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".

رانا ثناالله ویلي وو، د پېښور د برید زمه واري د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې منلې وه.

د پېښور د پېښې وروسته وزيراعظم شهباز شریف او په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع یې ټول ګونديز کانفرنس بللی، دغه نېټه بيا نهمې فرورۍ ته ځنډول شوې او د نهمې فرورۍ د ټول ګونديز کانفرنس نېټه هم بيا ځنډول شوې او بله نېټه نه وه اعلان کړی شوې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG