لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کرکټ بورډ:د پي ایس اېل راتلونکې سیالۍ به د پېښور سټیدیم کې کیږي


د پاکستان کرکټ بورډ د منیجمنټ کمیټۍ مشر نجم سیټي اعلان کړی دی چې راتلونکي کال کې به د پي ایس اېل کرکټ لوبو سیالۍ په پېښور کې کیږي.

د پېښور ارباب نياز سټيديم کې د کال 2006م نه راپدېخوا د کرکټ نړيوالې سيالۍ نه دي شوي. ځايي خلک او لوبغاړي وايي دوی غواړي چې د نړۍ وتلي لوبغاړي د پېښور د کرکټ په ميدان کې يو ځل بيا وويني.

ملتان کې د پاکستان سپر لیګ سیالیو د پرانستې دستورې ته خپله وینا کې د کرکټ بورډ مشر ویلي د دوبۍ نه چې د سپر لیګ سیالیو کوم سفر پیل کړی شوی و، هغه تر ملتانه راورسیدو او راتلونکي کال کې به د پي ایس اېل سیالۍ د پېښور په کرکټ سټیدیم کې کیږي.

هغه ویلي پي ایس اېل د کرکټ ملي لوبډلې ته ستر ستر لوبغاړي ورکړي دي او په راتلونکي کې به هم ورته ستر لوبغاړي ورکوي.

په پېښور کې د سپورټي‌ چارو خبریال عمران علي د کرکټ بورډ د مشر نجم سیټي لخوا پېښور کې د پي ایس اېل د راتلونکو سیالیو اعلان یو غوره زیری بولي او وایي قابو 17کاله پېښور د کرکټ د نړیوالو سیالیو نه محروم پاتې شوی دی.

هغه وایي دې کې شک نشته چې په تېره او نزدې موده کې د خیبر پښتونخوا د امن وضعه ډیره ښه نه ده پاتې شوې خو وایي په دې موده کې بیا په پنجاب او سیند کې د ترهګرۍ ګڼ شمیر بریدونه شوي دي.

"که د پنجاب او سیند صوبو امنیتي وضعې په دغو صوبو کې په سپورټي چارو بدې اغېزې نه دي کړي نو بیا یوازې پېښور ولې د نړیوالو لوبو نه محروم ساتل شوی دی؟دلته هم حکومت د کراچۍ،لاهور او ملتان په څېر د کرکټ قامي او نړیولې سیالۍ راجوړولی شي"

ښاغلی عمران علي وایي دا ډیره دخوشحالۍ خبره ده چې په مودو وروسته پېښور ته د کرکټ دسیالیو زیری ورکړل شوی دی خو وایي دا په حالاتو منحصره ده چې راتلونکي کال کې به د کرکټ بورډ انتظامیه همدا وي که بدله به وي، او ایا که بدله وي نو بیا به نوې انتظامیه هم پېښور کې د کرکټ سیالیو ته زړه ښه کړی شي؟

د نوموړي په وینا که چرته صوبه کې د امنیت وضعه نوره هم خرابیږي نو زیات امکان شته چې تر راتلونکو څو کلونو دلته د کرکټ نړیوالې او قامي سیالۍ ونه شي.

د پېښور ارباب نياز سټيديم کې په کال 1984 کې وړومبۍ يوه ورځنۍ د کرکټ سيالي د هند او پاکستان ترمنځ شوې وه او وروستۍ سيالي هم کال2006م کې هم د دې دواړو هيوادونو د لوبډلو ترمينځ شوې وه چې د هغې وروسته په دې ميدان کې نړيوالې سيالۍ نه دي شوي.

په کال2018م کې د هغه وخت وزيراعظم عمران خان د پېښور په ارباب نیاز کرکټ سټيډيم کې د يو اعشاريه اووه بيليونه روپو په لګښت د بيا رغونې د کارونو پرانسته کړې وه.

د پېښور په دې نړيوال ميدان د نړۍ دبيلا بيلو لوبډلو ترمنځ اوولس سيالۍ شوي چې پکې هند په يو ورځني ميچ کې د تر ټولو زياتو منډو جوړولو ريکارډ لري.

په دې ميدان تر ټولو غوره بالر د پاکستان پخوانی لوبغاړی شعېب اختر پاتې شوى چې د بنګله ديش کرکټ ټيم په ضد يو ورځنۍ سيالۍ کې يې شپږ لوبغاړي اوټ کړي وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG