لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پاکستان کې د سزا وروسته ۵ امریکایان ورجینیا کې د ترهګرۍ تورونو سره مخ دي

واشنګټن - د پاکستان په بندیخانه کې د لس کاله قېد سزا تېرولو وروستو، د امریکې ورجینیا ریاست سره تعلق لرونکي پېنځه هلکان په امریکا کې یو ځل بیا د ترهګرۍ تورونو په سر مقدمو سره مخ دي.‌

دغه پېنځه ‌ځوانان ۱۵ کاله وړاندې په پاکستان کې هغه وخت ونیول شول کله چې دوی افغانستان کې د جهاد کولو په غرض د امریکې ورجینیا ریاست نه پاکستان ته لاړل او‌ د خپل تګ نه وړاندې یې یو ویډیو خپره کړه.‌ د ویډیو خپرېدو وروسته د دوي کورنیو د امریکې استخباراتي‌اداره اېف بي آي خبره کړه.

په امریکا کې حکومتي وکېلانو د پېنځه واړه تورن تنانو په ضد عدالت کې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې.‌

د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ‌ د شمالي ورجینیا ضلعي عدالت کې د مقدمې اورونې په وخت ښځینه ججې داسې اشارې څرګندې کړې چې په دې بنیادونو باندې د تورن تنانو نه یو تن خلاف تورونو ختمولو پلان لري چې د پاکستان په بندیخانه کې د زور زیاتي او ځان له پاتې کېدو له وجې هغه په ذهني توګه معذوره شوی دی.‌

ښځینه ججې، لییوني برېنکېما د پنځه واړه کسانو خلاف تورونو راوړو په سر هم په دې بنیاد پوښتنې وکړې چې هغوي په پاکستان کې د وړاندې نه سزا ګانې تېرې کړي.‌‌

نوموړې د دسمبر په میاشت کې ددغه مقدمې اورونې په وخت وېلي وو، ” که چرته په دې کسانو باندې پاکستان کې مقدمې شوي او په پاکستاني بندیخانه کې یې د قېد یو لویه برخه تېره کړې او اوس د امریکې حکومت په دې ملک کې د دوي‌ په ضد،‌ هم هغه تورونه راوړي نو په دې غور پکار دی چې آیا دا خبره عقل ته پرېوځي او که نه“.

تورن کسان،‌ وقارخان، احمد میني، رمي زمزم،‌ امن یمر او عمرفاروق هغه وخت د امریکې استخباراتي ادارې اېف بي‌ آي د څارنې لاندې راغلل کله چې د تورن کسانو کورنیو د دوي د بې درکۍ په اړه اېف بي آي خبر کړه.‌

په کال ۲۰۰۹ کې پېنځه واړه کسان د امریکې نه پاکستان ته تلي وو او د تګ وړاندې یې د ۱۱ منټو یو ویډیو خپره کړې وه چې پکې یې د یرغل سره مخ مسلمانانو خاورې د دفاع لپاره د جهاد کولو مرسته کړې وه.‌ د کورنیو غړو پاکستان ته د دوي د تګ مخه نیولو کوشش وکړو کله چې هغوي ته د دوي د پلان معلومات ترلاسه شو او د امریکايي مسلمانانو د بشري حقونو ډلې، کونسل آن امرېکن اسلامک ریلېشنز، وکېلې، نینا جېنسبرګ او اېف بي آي سره یې معلومات شریک کړل.‌

خو دغه پېنځه واړه کسان د وړاندې نه پاکستان ته رسېدلي وو او د داسې کسانو په لټون کې وو چې افغانستان ته رسېدو کې ورسره مرسته وکړي. د ایف بي آي وروستي ښکاره کړو معلوماتو ترمخه زیاتره خلکو ددوي سره د مرستو کولو نه انکار کړی وو که څه هم یو تن دوي ته په دې شرط د مرستو مشوره ورکړې وه که چرته په پاکستان کې د دغه تنانو یو کورنۍ د دوي ضمانت ورکړي.‌

د اېف بي ‌آي‌ د معلوماتو ترمخه امریکې نه د تګ نهه ورځې وروسته پاکستاني چارواکو پېنځه واړه کسان د پنجاب سرګودها ښار کې د ۲۰۰۹ کال دسمبر په ۹مه نېټه نیولي وو. دغه تنانو د اېف بي آي اېجنټانو ته منلې چې د هغوي مقصد د امریکايي ځواکونو خلاف جنګ کول وو که چرته هغوي افغانستان ته ورسېدل.

پېنځه واړه کسانو باندې په پاکستاني عدالتونو کې د ترهګرۍ تورونه ولګول شو.‌ دوي وايي‌ د حراست په وخت په دوي باندې زور زیاتی شوی خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي. د ترهګرۍ تورونو ثابتېدو وروسته پېنځه واړه کسانو ته د لس کاله قېد سزاګانې ورکړی شوې.‌

پاکستان د قېد سزاګانو تېرولو وروسته امریکايي ‌حکومت د دوي بېرته امریکې ته راوستو هڅه کړې چې دلته یو ځل بیا د ترهګرۍ د تورونو سره مخ شي. تراوسه پورې په دغه پېنځه کې درې تورن تنان،‌ زمزم، یمر او میني امریکې ته راوستی شوي.‌ څلور تن تراوسه پورې د پاکستان په قېد کې دی او پېنځم تن پاکستان کې د جېل نه بهر دی.

پاکستان کې د ګرفتارۍ په وخت یمر د ۱۸ کلونو وو،‌ چې په پېنځه کسانو کې یې ترټولو کم عمروو. یمر دا وخت د سخت ذهني ناروغیو سره مخ دی. د یمر وکیلې، جېنسبرګ عدالت ته وېلي چې د پاکستاني ځواکونو په حراست کې د خراب سلوک او یواځې پاتې کیدو له کبله یمر په ذهني توګه معذوره شوی. نوموړې عدالت ته ووېل چې یمر ټوله ورځ‌ په کرسۍ کې ناست وي او د خبرو ځواب نه ورکوي، هغه صرف هغه وخت خوراک کوي چې کله ورته خوراک ورکړی شي او تشناب ته هغه وخت ځي چې څوک یې بوځي. نوموړې زیاته کړه د څو میاشتو علاج وروستو هم د هغه حالت ښه شوی نه دی.

جېنسرګ د اورونې په وخت ووېل هغه طمع لري چې امریکايي حکومت به د یمر په ضد لېګېدلي تورونه لرې کړي. ښځینه ججې ښکاره اشاره څرګنده کړه چې هغه به د یمر خلاف، هم هغه وخت تورونه ختم کړي،‌ څه وخت چې هم د هغه وکیله،‌ جېنسبرګ د تورونو ردولو لپاره عدالت کې درخواست جمع کړي.

جېنسبرګ ووېل هغه یقین نه کوي چې پېنځه واړه تورن کسان امریکا کې په دوباره د قېد تېرولو جوګه دي.

See all News Updates of the Day

بر جنوبي وزيرستان: په چاودنه کې د وژل شوو کسانو په سر احتجاج د خبرو وروسته ختم کړل شوی

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان سيمه کې په چاودنه کې د یوې کورنۍ د څلورو کسانو د وژنې په سر پیل شوي احتجاج ‏کونکي او ځايي حکومتي چارواکي وايي د دوی تر مینځ خبرې کامیابې شوي د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوي او مړي یې خاورو ته سپارلي. ‏

احتجاج کوونکو د بر جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته سره د مړو وروسته له هغې احتجاج پیل کړی وو چې په تنګي بودینزۍ سیمه ‏کې په یو کور کې چاودنه شوې، د یوې کورنۍ څلور کسان پکې وژل شوي او یو ماشومه ژوبل شوې وه.‏

په وژل شوو او ژوبل کسانو کې مور، پلار او د هغوي درې ماشومان شامل دي. ‏ ځایي خلک وايي دا ډرون برید وو چې له هوا څخه کور په هدف کړی شوی خو حکومت یې تاييد یا تردید نه دی کړی.‏

د سیمې نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي اصف مسيد د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د پېښې د پلټنو ‏غوښتنه کړې او دعوه یې کړې، دا یو هدفي برید دی چې له هوا څخه پکې دا کور په هدف کړل شوی دی. ‏

هغه ویلي دا کتل پکار دي چې دا ډرون برید د یو کروز میزایل وو او بل دا دغلته په ځایي کچه داغل شوی که د پولې پورې غاړې افغانستان یا بل کوم ‏هیواد نه داغل شوی دی.‏

د احتجاج یو ګډون وال او په سیمه کې د پي ټي ایم فعال عالمزیب مسید وايي د دوی څلور غوښتنې وې یو دا چې دې پېښه کې وژل شوو کسانو سره دې ‏انصاف وشي. دویمه د ډرون بریدونو مخنيوی او د عملیاتو پرمهال دې عام ولس نه ځورول کیږي. ‏

درېمه، د علاقې نیول شوی یو عام تن چې د پوځ په ولکه کې بندیوان دی هغه دې خوشی کړي او څلورمه دې پېښه کې ککړو کسانو پرضد دې کاروايي ‏وشي.‏

عالمزېب وویل د علاقې د ملکانانو یوې ډلې چې پکې پوځي او انتظامي افسران شامل وو د حکومت په استازیتوب ننواتې کړې او د دوی ټولو غوښتنو ‏منلو ډاډ یې ورکړی، د هغې وروسته پرلت ختم کړل شوی او مړي خاورو ته سپارل شوي دي. ‏

د انتظامیې د مشر فرمان د دفتر چارواکو وویل د دوی ټولې غوښتنې منل شوي، وژل شوي کسان شهدا پیکج کې شامل کړل شوي او په فوري توګه ورله ‏امدادي مرستې جاري کړل شوي دي. ‏

په ټولنیزو رسنیو او سیاسي ګوندونو لخوا دې پېښې ته سخت غبرګون ویل شوی او دا پېښه یې د ډرون برید په نوم یاده کړې ده.‏

د سیمې نه قامي پارلیمان پخواني غړي علي وزیر په اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي، د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ کې تيره شپه د ډرون بريد شوى ‏دى چې پکې دښځو او ماشومانو په ګډون دکور ټول کسان وژل شوي دي.‏

د ځايي خلکو په وينا ياده اغېزمنه کورنۍ يوه ورځ وړاندې کلي ته د اوړي تېرولو لپاره ورغلې وه.‏

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي زبېر وزیر چې تعلق یې په صوبه کې د واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره هغه هم د پېښې غندنه کړې ده. ‏

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په اېکس (پخواني ټویټر) دې پېښه کې وژل شوو کسانو عکسونه سره د نومونو او عمرونو خپاره کړي دي.‏

هغه ویلي په ډرون حمله کې د یو ځايي تن بنات خان د هغه مېرمن رابعه ، ‏17‎‏ کلن زوی شاه زیب خان ، ‏13‎‏ کلنه لور عظمااو څلور کلنه بله لور راج وژل شوي ‏دي. پښتین د برید تور د پاکستان په پوځ پورې کړی دی. ‏

وي او اې په دې اړه د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ای اېس پي ار پېښور څانګې مشر څخه د وټس اېپ د لارې پوښتنه کړې خو تر دې مهال یې څه ځواب نه ‏دی کړی.‏

په سیمه کې د پولیسو افسر ډي ایس پي هدایت الله وویل د پېښې مقدمه د ترهګرۍ ضد پولیسو سره د ترهګرۍ د مادو لاندې د نامالومه کسانو پرضد ‏درج کړل شوې ده.‏

هغه وویل د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي چې د دغه برید نوعیت څه وو؟ ډرون حمله وه که بل څه له لامل یې وو.‏

په ټولنیزو رسنیو د کور عکسونه لیدل کیږي چې پکې کور په بشپړه توګه تباه شوی دی.‏

د پاکستان مرکزي حکومت د انټرنېټ جرمونو د مخنيوي قانون پيکا کې د نور بدلون پرېکړه کړې

د پاکستان مرکزي حکومت په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي د کال 2016 په قانون کې د نور بدلون پرېکړه کړې، او وايي د بدلونونو مقصد د ټولنيزو رسنیو ‏د کارونکو تحفظ او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه نيول دي خو د ډېجټل رايټس ماهرين او خبريالان وايي په یاد قانون کې د بدلون مقصد په حکومت ‏او پوځ د تنقيد لاره نيول دي. ‏

حکومت وايي د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون 2016 کې د ترميم مقصد د ټولنيزو رسنیو د ميلينونو پاکستانيانو د ډيجيټل حقونو حفاظت کول، ‏د انټرنېټ ذمه وارانه استمال یقیني کول او ان لاېن مواد منظمه کول دي چې داسې د کرکې خورونکو ويناو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنيوي وکړی ‏شي.‏

خو ناقدين وايي په قانون کې بدلون لکه د پيکا اېکټ په څېر د اختلافي غږونو او د رای د اظهار په ضد کارېدی شي.‏

د ډيجيټل حقونو کارپوه هارون بلوچ وايي،"په قانون کې د بدلون مقصد د حکومت لخوا په ټولنيزو رسنيو زيات نه زيات کنټرول ترلاسه کول او په ټولنيز ‏رسنیو د باندې عوام په هلوځلو نظر ساتل او د هغوي څارنه کول دي".‏

په تيرو وختونو کې هم د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون يا پيکا اېکټ د پاکستان د پوځ د ناقيدينو او د حکومتي مخاليفينو خلاف ‏کارول شوې او د قانون په کارولو سره د مخالفينو خلاف د مذهب د سپکاوي قانون لاندې مقدمې هم درج کړل شوې وې.‏

د روانې مياشتې په سر کې حکومت د الېکټرانيکي جرمونو د پلټنو لپاره د نېشنل سايبر کرايمز انوسټيګېشن نومې د يوې جدا ادارې د جوړولو اعلان هم ‏کړې چې د خبريالانو او ټولنيزو رسنيو فعالين يې د رياست خلاف په ان لاېن بڼه د تنقيد مخې نيولو يوه هڅه بلي.‏

‏ خبريال راجه بشير عثماني وايي، "مطبوعات او ټولنيزې رسنۍ نړۍ ته هغه څه ښي څه چې په هيواد او د دې په ادارو کې کيږي، زما په خيال که جعلي خبر ‏وي نو مونږ هم د هغې ډاډګېرنه نه کوو خو که ميډيا حقايق ښيي او وايي نو هغه په دې ډول نه شي کېدی".‏

د نهې په ورځ خبري غونډې ته خپله وينا کې د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ وویل قانوني مسوده چې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت د ايين د 19 ‏مادې په رڼا کې جوړه کړې ده د مظورۍ لپاره وفاقي کابينې ته استول شوې ده".‏

د قانون وزیر وويل وزیر اعظم شهباز شریف غواړي په قانون کې د بدلون لپاره سياسي اتفاق راوستل ضروري دي او په دې اړه وزیر اعظم يوه کميټي هم ‏جوړه کړې چې د پيپلز ګوند، متحده قومي مومنټ اف پاکستان او د نورو اتحاد ډلو غړي شامل دي.‏

خبريالان وايي که په پيکا قانون کې بدلون وشي نو ويره ده چې لومړی ښکار به يې صحافيان وي.‏

د پارليماني چارو خبريال وقار عباسي وايي، "د پيکا قانون لاندې که څه هم د صحافيانو اوازونه غلې کول کيږي خو ددې ټولو بدو حالاتو ‏باجود خبريال خپله مسلکي دنده پر وړاندې بيايي او په راتلونکي کې به هم د ورپېښو ننګونو پرته غږ پورته کوي".‏

د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون په کال 2016 کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په واکمنۍ کې منظور شوی وو.‏

‏د پيکا قانون اصل مقصد د بېلابيلو ساېبر جرمونو چې په کې سايبر ترهګري او په ان لاېن بڼه د خلکو د ويرولو شامل دي مخه نيوی ښودل شوی وو خو د ‏څيړونکو په قول دا قانون بيا د صحافيانو، بلاګرز او د رياستي تګلارې د ناقدينو خلاف وکارول شو.‏

‏ د سږ کال فبرورۍ په میاشت کې په عامو انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو وروسته په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو مقبول پلېټ فارم اېکس هم تړل شوې ‏دې.‏

د ګلوبل ډېجېټل انسايټ د کال 2023 د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې 72 ميلینه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وايي تر ټولو کم شمېر 4 ميلیونه ‏په کې د اېکس کاروي.‏

څېړونکي وايي د پاکستان په سياسي ډلو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف دا مهال د ټولنيزو رسنيو تر ټولو زیاته ‏استمالونکې ډله ده او په ځانګړي توګه له هغې وروسته چې په روايتي ميډيا د انتخاباتو څخه وړاندې په جېل کې بند د عمران خان او د هغه د ګوند په اړه ‏خبرونه سنسر کول پيل کړي دي. عمران خان په اېکس نزدې 20 ميليونه فالورز لري.‏

د چمن پرلت 208مه ورځ: د غوښتنو منلو لپاره د ځایي مشرانو، عالمانو او سیاستوالو جرګه پیل شوې

په چمن کې د ﺭوان احتجاج د پرلتوالو په غوښتنه د سيمې د قبایلي مشرانو، علماوو او سياسي ګوندو د غړو يوه جرګه پيل شوې او د جرګې په اولنۍ وﺭځ مشورې او تجويزونه اخیستل شوي، چې مقصد یې د پرلتوالو د غوښتنو د منلو لپاره یوه تګلاره جوړول دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ چمن دﺭواﺯه باندې د پخوا په څېر په شناخت کاﺭډ او تذکره تګ ﺭاتګ غوښتنه کوونکو له تېرو 208 وﺭځو څخه په پرلت ناستو پرلتوالو احتجاجي سلسله اوس هم ﺭوانه ده.

د چاﺭشنبې- شورو په وﺭځ ددغو پرلتوالو په غوښتنه د سيمې قبایلي، سياسي او سوداګر تنظيمونو د مشرانو او دیني عالمانو تر منځ يوه ستره جرګه پيل شوې.

ددغې جرګې مشري کوونکی د سيمې نامتو ديني عالم مولانا حافظ محمد يوسف وایي، دغه جرګه به له خپلو پريکړو سره سم پرلتوالو ته يوه داسې تګلاﺭه وﺭکوي چې له حکومت سره روانه د سيمې د خلکو دغه ستونځه حل شي.

مولانا یوسف وایي دغه جرګه د چمن د لس لکه ابادۍ ترجماني کوي او پرلتوالو ته به يوه ﺭایه وﺭکوي چې هغه به د فيصلې دﺭجه ولري، وایي که حکومت دغه فیصله ونه منله بيا د حکومت ساﺯۍ کولو حق هم نه لري:

"دغه قوم مخکې هم پرامن وو د وطن حفاظت يې کړی وو اوس به د امن په څادﺭ کې لاندې پرلت ته داسې ښه مشوﺭه وﺭکوي په هغه باندې به د پرلت د خلکو موﺭال هم ﺭا پوﺭته شي او حکومت به دغه فيصلې منلو ته مجبوﺭه کيزي".

د بلوچستان حکومت وياند شاهد ﺭند د چمن جرګې او پرلت په موجوده صوﺭتحال باندې خبري ﺭسنیو ته په خپل تاﺯه بيان کې ويلي، چمن ته د تللې سرکاري کمېټۍ تجويزونه د صوبې وﺯيراعلی ته وﺭسېدل.

شاهد رند وایي وزیراعلی به دا تجویزونه په وفاق کې له اعلی حکومتي چاﺭواکو سره شريکوي او له هغه پس به په ﺭاﺭوانه اونۍ کې وﺯيراعلی چمن ته ځي چې دغه ستونځه هواﺭه کړي.

خو د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي جرګه د دوی په غوښتنه ﺭابلل شوې ده او دوی امید لري چې داسې پرېکړې وکړي چې هغه د سيمې خلکو ته د منلو وړ وي. صادق اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"همسایه ملکونه سرحدو ته له څېرمه ابادۍ سره په خپل منځ کې څنګه تګ ﺭاتګ کوي موږ هم هغه غواړو، جرګه باید د وطن فيصلې وکړي، جرګه باید د سرکاﺭ طرفداره نه شي، ﺯموږ د مسئلې حل دا جرګه ده".

جرګې ته په ويناوو کې ځایي مشرانو وويل د چمن د خلکو غوښتنه "پرحق" ده او حکومت دې یې ومني، دوی وویل دا وخت چمن ښاﺭ "د اوﺭ پر څوکه" ولاړ دی او د ژوند ټولې چاﺭې په ټپه ولاړې دي.

د پرلت يوه مشرغوث الله اڅکزي وويل، جرګه دې په حکومت د دوی د غوښتنو منلو لپاﺭه نوﺭې سختې فيصلې وکړي.

دغه جرګه به د می پر 16 او 17مه هم روانه وي خو د چمن پرلتوالو د تېرې يوې اونۍ څخه بند کړي د چمن بېنکونه، نادﺭا او پاسپوﺭټ دفتر، چمن چېمبر دفتر، بي اﺭ ايس پي دفتر او د کوټې چمن لویه لاﺭه نن د چاﺭشنبې- شورو په وﺭځ هم بند پاته وو.

د حکومت له لوﺭي په چمن کې موبایل او انټرنيټ شبکې نن پر پینځمه وﺭځ هم بندې ساتل شوې وې.

د چمن سوداګر وایي د لاﺭې بندېدو له امله ايکسپوﺭټ امپوﺭټ او افغان ټرانزټ چاﺭې ټولې په ټپه دﺭېدو له امله دوی د لویو مالي او اقتصادي ﺯيانونو سره دا وخت مخامخ دي.

دوبۍ اَنلاکډ رپورټ: دوبۍ کې ‏‎17000‎‏ پاکستانيان ‏‎23000‎‏ جايدادونه لري

د نړۍ د څو هيوادونو د خبريالانو په ګډو پلټنو کې معلومه شوې، د پاکستان او هندوستان په ګډون د ګڼو هيوادونو ډېری کسان په دوبۍ کې جايدادونه يا ‏ځمکې لري. پاکستانيان چې په دوبۍ کې جايدادونه لري پکې سیاستوال، د قومي اسمبلۍ غړي او پوځي جرنېلان هم شامل دي.‏

په دوبۍ کې د جايدادونو په حواله چې معلومات راټول کړل شوي هغه د ‏2020‎‏ نه تر ‏2022‎م کال مودې پورې دي.‏

ويل شوي دغه معلومات د امریکې په پلازمېنه واشنګټن کې جوړې غېرسرکاري ادارې (د پرمختللي دفاعي مطالعاتو مرکز/ سنټر فار اېډوانس ډيفنس ‏سنټر) ترلاسه کړي وو. ‏

وروسته دغه معلومات د ناروې صحافتي ادارې (ای ‏24‎‏) او د پلټنيزو صحافيانو نړيوال تنظيم (د منظمه جرمونو او بډو روشوتونو د رپورټنګ پروژې/ او ‏سي سي ار پي) سره شريک کړل شوي وو.‏

ويل شوي یادو ادارو د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ خواوشا ‏50‎‏ هيوادونو د ‏74‎‏ مطبوعاتي ادارو د خبریالانو په مرسته د دغو معلوماتو پلټنې کړي او ‏په دوبۍ کې د جايدادونو جوړونکو نومونه یې راښکاره کړي دي.‏

د (دبۍ ان لاکډ ‏DUBAI UNLOCKED‏) په نوم خپرو شوو معلوماتو کې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې د مختلفو کسانو د جايدادونو ويل شوي، ‏خو په دغو معلوماتو کې د ټېکس فراډ يا مالي جرم يادګېرنه نه ده شوې. او نه د دغو معلوماتو د امدن د سرچينو، په هغې د ټېکس ورکولو يا امدن ترلاسه ‏کولو ويل شوي دي.‏

دوبۍ کې جايداد لرونکي پاکستانيان

د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې ویل شوي د ‏2022‎م کال د پيل پورې خواوشا ‏17000‎‏ پاکستانيانو په دوبۍ کې ‏23000‎‏ جايدادونه لرل چې مجموعي قيمت ‏یې خواوشا لس اربه ډالره وو.‏

ويل شوي، په تېر دوو کلونو کې په دوبۍ کې د جايدادونو يا ځمکو بيعې سېوا شوي او د پاکستانيانود جايدادونو قيمت له دغې وروسته د دولس نيمو ‏اربو ډالرو نه سېوا شوی دی.‏

هغه پاکستانيان چې په دوبۍ اَنلاکډ کې یې نومونه دي، د پاکستان صدر اصف علي زرداري، د هغه د زوی او پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو ‏زرداري، د اصف علي زرداري د لوڼو اصفه بټو زرداري او بختاور بټو زرداري، پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن د مشر نواز شریف د زوی حسېن نواز، ‏پخواني پوځي مشر قمر جاوېد باجوه د زوی سعد باجوه او پاکستان د کورنيو چارو وزير او پاکستان کرکټ بورډ د چيرمېن محسن نقوي د ښځې نومونه ‏شامل دي.‏

ويل شوي، د سيند صوبې وزيراطلاعات شرجيل انعام مېمن، د سېنېټر فېصل واوډا، د بلوچستان صوبې پخواني وزیراعلا ثناالله زهري، د بلوچستان ‏نيشنل پارټۍ (مېنګل) د مشر اختر مېنګل، قومي اسمبلۍ د غړو او پوځي جرنېلانو سره ګڼ نور کسان هم په دوبۍ کې جايدادونه لري.‏

په دوبۍ کې جايداد لرونکو پاکستانيانو کې د پاکستان د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف، د پخواني وزيراعظم شوکت عزيز، د تحریک انصاف د قامي ‏اسمبلۍ د غړي شېر افضل مروت ترڅنګ د سفارتکارو، سياستوالو او امنیتي چارواکو نومونه هم شامل دي.‏

محسن نقوي، شېر افضل مروت او شرجيل مېمن په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، جايدادونه یې ښکاره، ټېکسونه یې پرې ورکړي او د الېکشن کمېشن ‏سره یې معلومات شريک کړي دي.‏

له دې وړاندې د کال ‏2016‎م د اپرېل په میاشت کې د پاناما ليکس کې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د کورنۍ د غړو په ګډون د نړۍ د ګڼو طاقتورو ‏شخصياتو نومونه مخې ته راغلي وو چې خپلو هیوادونو کې یې د ټیکسونو څخه بچ کیدو دپاره خپلې پیسې د هیواد نه بهر لیږلي دي.‏

د ‏2017‎م د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان سترې محکمې نوازشریف د پاناما قضیه کې د ټول عمر دپاره په نااهله ګرځول د وزيراعظم د منصب څخه ‏څخه یې لرې کړی وو.‏

د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې ويل شوي، کوم کسان چې په دوبۍ کې جايدادونه لري په دوی کې جرايم پېشه او هغه کسان هم شامل دي چې سخت ‏تورونه پرې لګول شوي او د نړیوالو بنديزونو سره مخ دي.‏

جج بابر ستار ویلي د امنیتي اسټیبلشمنټ لوړ پوړي چارواکي ورته پېغام ورکړی چې له اډیو لیکس قضیې باید په شا شي

د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي بابر ستار عدلیه کې د مداخلت په سر چیف جسټس عامر فاروق ته یو بل خط لیکلی اؤ‌ تور یې لګولی چې د امنیتي اسټیبلشمنټ یو لوړ پوړي چارواکي ورته پېغام ورکړی چې د حراست یا نګرانۍ د څرنګوالي له ارزیابي کولو پشا شي.

خو حکومتي وزیرانو بیا د نوموړي جج تور په سختۍ سره رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هغه ته چا د پشا کېدو خبره نه ده کړې بلکې ویل شوي دي ورته چې دا د ملي امنیت اړونده مربوط خبره ده اؤ باید د تړلو دروازو تر شا پرې بریفنګ یا احوال واخلي.

جسټس بابر ستار پخپل لیک کې ویلي چې هغه دغسې د ګواښونو ډکو حربې هیڅ په پام کې نه دي نیولي اؤ دا یې نه ده ګڼلې چې د داسې پېغامونو سره د انصاف عمل ته د زیات نقصان رسېدو خطره ده.

هغه ویلي مخابراتي ادارې پي ټي ای اړوند قضیو کې په بدنیتۍ د ولاړ مهم مقصد د عدالتي کارروایۍ مثاثره کولو لپاره یوه ګواښوونکې حربه ښکاري.

تر دې وړاندې اسلام اباد هایکورټ په اډیو لیکس قضیه کې خفیه اؤ تحقیقاتي ادرو، آي ایس آي،آي بي ،ایف آي ای ،اړونده وزارتونو ،پي ټي‌ ای اؤ پیمرا ته نوټسونه ورکړي وؤ.

د جج بابر ستار په خط خپل غبرګون کې حکومتي وزیرانو عدلیه کې د مداخلې تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي دا معامله باید دومره لرې یو نه وړل شي ځکه چې دا د قامي سلامتۍ خبره ده.

د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې وویل چا هم نوموړي جج ته له قضیې څخه د پشا کېدو پېغام نه دی ورکړی بلکې خواست ورته شوی ؤ چې دا د قامي سلامتۍ معامله ده نو ځکه باید هغه پرې د بندو دروازو تر شا بریفنګ یا احوال واخلي.

د قانون وزیر ښاغلي اعظم تارړ په دغه موقعه ویلي چې د نوموړي جج د خط نه دا تاثر ورکړل شوی چې ګنې استخباراتي شبکې اؤ دفاعي ادارې د ججانو کار کې لاسوهنه کوي یا یې کول غواړي.

هغه ویلي دي چې تر دې وړاندې هم شپږو ججانو عدلیه کې د مداخلت په اړوند یو خط لیکلی ؤ اؤ په هغه خط هم حکومت د چیف جسټس اؤ فل کورټ د لارښوونو رڼا کې عدالتي لار ښوونو ته غاړه اېښې وه تر څو هر څه په ډاګه شي.

هغه ویلي ازاده عدلیته ملک په وړاندې بوځي خو مونږ د ترهګرۍ، امن و امان،اقتصادي اؤ امنیتي چیلنجونو په ګډون د هر رقم چیلنجونو اؤ چاپیریال سره مخ یو.

د قانون وزیر ویلي ، په داسې وضعیت کې باید ټولې ادارې یو بل ته یو څه ځای پرېږدي اؤ هره اداره دې د خپل اختیار په دایره کې دننه کار وکړي.

تر دې وړاندې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو سپريم کورټ ته خط لیکلی ؤ چې استخباراتي ادارې په عدالتي چارو د اثرانداز کېدو سره ‏لاسوهنه کوي او په دغه معامله دې جوډیشل کنونشن راوبلل شي.‏

دغه خظ د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کياني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت لیکلی ؤ.

په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی ؤ او د مقدمې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړلو پرېکړه کړې ‏وه. ‏

په دویم په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه لاسوهنې په اړه د شپږو ججانو په خط اورېدنه کې د پاکستان د سپريم کورټ جج جسټس اطهرمن الله ويلي وؤ ، ‏استخباراتي ادارې د وزيراعظم ماتحت دي، که استخباراتي ادارې څه کار هم کوي نو زمه وار یې وزيراعظم او کابينه وي.‏

اورېدنه کې چيف جسټس ويلي وؤ، د عدليې ازادي غواړي خو د هغې دا مطلب نه دی چې سپريم کورټ په هايکورټ عدالتونو کې ‏لاسوهنه وکړي.‏

چیف جسټس ويلي وؤ ، چې د ججانو په ټاکنه د استخباراتي ادارو څخه رپورټونه غوښتل کيږي نو دا هم يو ډول هغوی ته د لاسوهنې موقع په لاس ورکول دي.‏

نوموړي زیاته کړې وه، چې کله د مقدمو د څارنې دپاره ججان لګول کيږي او ګډو پلټنيزو کميټيانو کې استخباراتي ادارې شاملولی شي نو هغوی ته د لاسې ‏وهنې موقع ورکول دي.‏

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG