لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: پاکستان د سېلاب په څېر په غبن کې ډوب دی


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستان د سېلاب په څېر په غبن کې ډوب دی، دوی پوره هڅه کوي چې د ملک اقتصاد په خپلو پښو ودروي او غبن قابو کړي.

د پاکستان جيو ټي وي په وېب پاڼه د خپور شوي خبر ترمخه جواجه اصف جيو نيوز سره په خبرو کې ویلي، ايتلافي حکومت چې د کله نه جوړ شوی داسې کوم کار یې نه دی کړی چې د ايين خلاف وي، دوی ته تباه معيشيت په لاس ورغلی او د هغې په ښه کېدو کې به وخت ولګي.

نوموړي د ملک ويلي د عمران خان په تېر حکومت کې پاکستان لوټ کړی شوی او اوس د حساب کتاب نه بچ کېدل غواړي.

د پاکستان موجوده ايتلافي حکومت چې د بې باورۍ د تحریک د لارې عمران خان د وزيراعظمۍ نه لرې کړی، تل په عمران خان تور لګوي چې هغه د ملک اقتصاد تباه کړی وو.

عمران خان او ګوند یې په ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو باندې د غلا او بډو رشوتونو او خپلو غلاګانو پټولو تورونه لګوي او د وړاندې نه به یې دا تور لګوو چې هغه ته ملک په داسې حال کې په لاس ورغلی وو چې په اقتصادي توګه په سختو مشکلاتو کې ښکېل وو.

پاکستان کې سياسي ګوندونه تل، که په حکومت کې وي او که په اختلاف کې په يو بل د غلاګانو او بډو رشوتونو تورونه لګوي.

د کرپشن یاغبن په ضدکار کوونکې نړیوالې ادارې ټرانسپیرنسي انټرنپشنل سږ کال په خپل يو رپورټ کې ویلي وو پاکستان د نړۍ په هغو هيوادونو کې شامل دى چې پکې د تيرو 4 کالو راهسې د غبن ختمولو لپاره څه زړه پورې ګامونه نه دي اخستل شوي.

په ياد رپورټ کې ويل شوي وو پاکستان د کال2021م په څېر په کال 2022م کې هم د کريشن انډيکس يا نوملړ کې د نړۍ180 هيوادونو کې په 140م نمبر وو.

تير کال داپريل مياشت کې واک کې له راتلو وروسته د واکمن ایتلاف پي ډي ايم حکومت داحتساب قانون کې یو شمېر بدلونونه کړي وو.

د ټرانسپيرنسي اڼټرنيشنل د رپورټ ترمخه پاکستان د نړۍ په هغو هيوادونو کې دى چرته چې د تيرو 5 کالو راهسې د کرپشن په ضد مبارزه کې کمى راغلى دى.

تېر کال د ټرانسپېرنسي انټرنیشنل پاکستان نومې ادارې په يوه سروی يا نظر پوښتنه کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې تر ټولو زيات غبن په پوليس، ټيکدارۍ نظام، عدالتونو او تعليمي نظام کې کيږي.

څيړونکي وايي د رياستي نظام د کمزورۍ له وجې بډو رشتونو ته لاره هواريږي.

روانه مياشت د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ په کچه د بشري حقونو په اړوند کلني خپور کړي رپورټ کې د تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په حکومتي کچه د سنجیده کرپشن خبره کړې وه.

په ياد رپورټ کې ويل شوي تېر کال د حکومت د کارونو احتساب موجود نه وو، او د غلطو کارونو، په شمول د امنیتي ادارو د کرپشن او خلاف ورزیو بازخواست نه کېده.

د رپورټ ترمخه د احتساب قامې ادارې نېب د حکومت په سیاسي مخالفینو مقدمې جوړولې، مګر د حکومت په بدلېدو به بېرته هغه مقدمې هم لغوه کېدلې.

پاکستان کې تل د نېب په اداره نیوکې کيږي چې دغه اداره د مخالفينو پرضد کارول کيږي خو يادې ادارې وخت په وخت دغه ډول تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG