لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مريم نواز: تحریک انصاف ځان په عدالتي اسټبلشمنټ راټينګ کړی


د پاکستان مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز ويلي، د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وړاندې د اسټبلشمنټ ځينې کردارونه وو چې اوس نشته خو اوس یې عدالتي اسټبلشمنټ موندلی او ځان یې پرې راټينګ کړی دی.

مريم نواز د خپل ګوند د وکيلانو سره په خبرو کې په عمران خان سختې نيوکې کړي او ويلي یې دي مخکني پوځي مشر جنرل باجوه عمران خان ته د ملک دپاره خطرناک ويلي وو.

خو عمران خان په وروستیو کې په پخواني پوځي مشر جنرل باجوه تورونه لګولي او د مطبوعاتي راپورونو ترمخه جنرل باجوه عمران خان ته دروغجن ويلي دي.

مريم نواز د عمران خان د نوم اخستو پرته ویلي، چې دا وخت په ملک کې د يو سړي سهولت کاري روانه ده او دغه تن د ملک د تباهۍ دويم نوم دی.

هغې د پاکستان په ستره محکمه او ججانو هم نيوکې کړي د خپل پلار او پخواني وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ يادګېرنه یې کړې چې د يوې ختمې اقامې په سر د تل دپاره نااهله کړی شوی او دعوه یې کړې چې عمران خان ايين مات کړی خو څه ورته نه دي ويل وشي.

مريم نواز د جنرل باجوه په حواله ويلي چې هغه په يوه مرکه کې دا خبره کړې چې په پاکستان کې د ښځو په وینا او فشار فېصلې اورول شوي دي. هغې د پانامه قضيې د فېصلې په اړوند ویلي چې هغه وخت د جسټس اصف سعيد کهوسه او جسټس ثاقب نثار ښځې او بچي په عدالت کې موجود وو او د وړاندې نه په دغه فېصله خبر وو.

د مسلم ليګ ن مشرې ويلي دوی د انتخاباتو نه تېښته نه کوي خو اول دې د انصاف تله برابر کړی شي.

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزیراعظمۍ نه لرې کړی شوی په ملک کې د انتخاباتو غوښتنه کوي، هغه په مسلم ليګ ن ګوند او مريم نواز سختې نيوکې کوي.

د اتوار په ماسخوتن په لاهور کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې نوموړي ويلي وو پوهه دی چې اسټبلشمنټ فېصله کړې ده چې دی واک ته نه پرېږدي خو که اسټبلشمنټ ملک د تباهۍ څخه بچ کولو کوم پلان لري نو دی وروسته کيږي.

عمران خان په پرونۍ وينا کې لس نکاتي پلان هم وړاندې کړی که بيا په واک کې راغلو دغه پلان به یې وي.

د پاکستان سیاست کې اسټبلشمنټ د دغه هېواد طاقتور پوځ او استخباراتي شبکې ته ويل کيږي.

پاکستان کې تل په اسټبلشمنټ د حکومت جوړولو او غورځولو او ورسره په سياست کې د لاسوهنو تورونه لګي خو په وروستیو کې د پاکستان پوځ څو ځله بيا بيا تکرار کړې چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي او پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG