لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د تعلیم د چارو فعال مطیع الله ویسا "په غیرانساني" توگه نیولی دی


مطیع الله ویسا، د ډېرو کلونو راهیسي د تعلیم د اشاعت په برخه کې کار کوي او سکولونو ته یې ډېرې مرستې رسولي دي
مطیع الله ویسا، د ډېرو کلونو راهیسي د تعلیم د اشاعت په برخه کې کار کوي او سکولونو ته یې ډېرې مرستې رسولي دي

واشنګټن - په افغانستان کې د قلم لار تنظیم مخکښ مطیع الله ویسا چې د تعلیم او بشري حقونو یو پېژندل شوی فعال دی، د طالبانو لخوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

د مطیع الله ویسا ورور، عطا الله ویسا چې پخپله هم د قلم لار تنظیم یو فعال دی، د وي او اې ډيوه د خبریال بارکوال میاخېل سره په مرکه کې وویل چې طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ، مطیع الله ویسا په "غیرانساني" توګه په زوره نیولی او دوی نه پوهېږي چې اوس هغه د کومې ادارې سره په بند کې دی.

عطاالله ویسا وویل چې د مازدیګر پنځه بجې، کله چې ورور یې مطیع الله ویسا د مسجد نه راووت او غوښتل یې کور ته ولاړ شي، طالبانو هغه ایسار کړ. د ښاغلي مطیع الله ویسا مشر ورور په هغه ځای کې موجود و او ویلي یې دي چې مطیع الله ویسا د طالبانو نه وپوښتل چې ولې نیول کیږي، او دوی څوک دي، خو طالبانو هغه ته هتکړۍ په لاس کړې او په زوره یې ګاډي ته پورته کړ.

عطا الله ویسا زیاته کړه چې د طالبانو دا رویه، د یو حکومت رویه نه وه. د هغه وینا ده چې مطیع الله ویسا ته به ځوروونکي ټلیفونونه راتلل او په ځینو ولایتونو کې هم د قلم لار تنظیم مشرانو سره د طالبانو امنیت (استخبارات) ادارو ځینو کسانو ټلیفوني رابطې کولې او ورته به یې ویل چې "که مطیع الله ویسا دلته راشي نو مونږ ته ووایاست."

عطا الله ویسا وویل: "د نړېوالو او مشرانو غواړو چې په دې کې زمونږ سره مرسته وکړي او ورور مو ژر کور ته ستون شي."

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو خاص نامه نګار، ریچرډ بنېټ د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په رپوټونو اندېښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي: "د هغه (مطیع الله ویسا) حفاظت ډېر زیات اهم دی، او باید چې د هغه د ټولو قانوني حقونو تحفظ وشي."

طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په سوشل مېډیا کې هم د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه ګڼ شمېر فعالانو فکرمندي ښودلې او د طالبانو یې غوښتي دي چې هغه دې په فوري توګه خوشې کړي.

د تعلیم د چارو فعال او د ملالې یوسفزۍ پلار، ضیآ الدین یوسفزي هم د طالبانو غوښتي دي چې مطیع الله ویسا له بنده خوشې کړي.

ضیآ الدین یوسفزي په ټویټر لیکلي: "ډېره حیرانوونکې ده چې د جېنکو د تعلیم یو ستر اتل مطیع الله ویسا د طالبانو د رژیم له اړخه نیولی شوی دی. د هغه (مطیع الله ویسا) صرف ګناه دا ده چې لسهاوو کاله یې د جېنکو د تعلیم د حق دپاره پرامنه کمپېن کړی دی. طالبان دې هغه خوشې کړي."

مطیع الله ویسا پخپل تر ټولو تازه ټویټ کې چې د نیول کېدو نه یوه ورځ مخکې، د مارچ په ۲۶مه یې خپور کړی دی، لیکلي چې: "د ملک د هر ګوټ څخه نارینه، ښځې، زاړه او واړه د خپلو لوڼو دپاره د تعلیم اسلامي حقونه مطالبه کوي. د قلم لار (تنظیم) زنانه رضاکارانې د جېنکو د تعلیم او تعلیم ته د هغو د حق غوښتنه کوي."

د مطیع الله ورور، عطا الله ویسا د وي او اې ډیوه سره په مرکه کې ویلي چې د دوی د قلم لار تنظیم مبارزه، "یوه انساني، بشري او اسلامي مبارزه ده او مونږ غواړو چې په ټولنه کې هر انسان ته خپل اساسي او بشري حق ورسیږي."

مطیع الله ویسا د ډېرو کلونو راهېسي د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د ماشومانو، په خصوص د جېنکو د تعلیم دپاره کمپېنونه کړي او په دې برخه کې یو پېژندل شوی فعال دی. د هغه د آزادېدو په خاطر، په ټوېټر کې یو هېشټګ (#ReleaseMatiullahWesa) هم جوړ کړی شوی دی.

د مطیع الله ویسا په دې وېډیو کې د هغه د جد و جهد او نظریاتو سره څه ناڅه آشنا کېدلی شئ:

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG