لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسين حقاني: امريکا ته په افغانستان کې خپلې تېروتنې ته بيا کتنه پکار ده


واشنګټن ــــ په امريکا کې د پاکستان پخواني استازي او ليکوال حسين حقاني ويلي امريکا دې د افغانستان نه د خپل پوځ د ويستلو په تېروتنې بيا فکر وکړي ځکه دغه جنګ ځپلی هېواد د يو شمېر ستونزو سره مخ شوی دی چې پکې اقتصادي نسکورتيا، د ښځو او جينکو د بشري حقونو پايمالي او د لږکيو قامونو د حقونو نه سر غړونه روانه ده.

حقاني دا وينا د نهې- سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې هډسن انسټيټويټ په راجوړې شوې ناسته کې کړې چې کوربنه يې په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وه. حسين حقاني وويل:

“دا دي دوه کاله پوره کيږي چې امريکا پوځي ځواکونه د افغانستان نه وويستل. طالبانو يو د ظلم ډکه زورواکي د افغانستان په 39 ميلين خلکو ورتپلې ده او بنيادي بشري حقونه يې ترې تروړلي دي. هر د عقل او په تاريخ پوهه تن دا راتلونکی ادراک کولی شو چې اقتصاد به په ټپه کښېني او په افغانستان کې به ژوند د ويرې يو خوب وي”.

هغه دعوه وکړه چې په زرګونو مخالفين طالبانو لا خو وژلي، لا بې درکه دي او لا په زندانونو کې بند دي او دا چې ښځې نه کار کولی شي او نه په ازاده ګرځېدلی شي.

حقاني وايي طالبان د خپلې خوښې سره سم جينکۍ زده کوونکې د يو خاص حد نه په بره تعليم کولو ته نه پرېږدي. هغه وويل د افغانستان نه د امريکا او اتحادي ځواکونو پرېکړه د ټرمپ او جو بايډن د حکومتونو په خوښه يوه ګډه پرېکړه وه. هغه وايي:

“د افغانستان په اړه تر دې حده ټاکل شوې وه چې ولسمشر بايډن وويل زه د خپل زوي پېژندګلو ځکه نه شم کولی چې هغه يو امريکايي پوځي دی او په افغانستان کې ګمارل شوی وو.

بايډن دا هم ويلي وو چې خپل ځواک د افغان ښځو د حقونو د پاره نه شي لېږلی ځکه د امريکا سټرېټيجیک مقصد تر لاسه شوی دی. هغه ويلي القايده یې ځپلې ده او نور په افغانستان کې د پاتې کېدو حاجت نه لر:

“هم دغه د ولسمشر ټرمپ ادراک وو چې ويل به يې بس دی مونږ د ډېرې مودې نه دغلته يو. که د دوی څه ستونزې وي په خپل منځ کې دې يې هوارې کړي او مونږ کېدلی شي هڅه وکړو چې په نظر کې يې وساتو”.


حسين حقاني وايي د افغانستان نه وتلو د امريکا حيثيت زيانمن کړی خو ډېر داسې وايي حيثيت دومره مهم نه دی او وايي دی پخپله ولې داسې ګڼي ځکه دا ده ته ډېر اهميت لري.

هغه وويل د وړو سيمو نه وتل مخالف قوتونه تشويقوي چې داسې ځايونو ته نفوذ وکړي او د امريکا وتل په اوکرين د روس د يرغل لامل نه شو کېدلی که چېرې امريکا افغانستان نه وی پرېښودلی. هغه وايي دا به د ده يو خيال وي خو ځکه هم چين افغانستان ته نزدې شوی دی.

په ناسته کې په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وويل امريکا ته پکار دي په خپلو کړو تېروتنو بيا سوچ وکړي چې ولې له افغانستانه وتلې او دا به منل وي چې امريکايي شتون يې د دومره اوږد وخت د پاره څنګه په افغانستان کې ساتلې او خپل اهداف يې تر لاسه کړي نه دي؟:

“د وال سټريټ جرنل د څېړنې تر مخه د امريکا تېروتنې په افغانستان کې داسې دي چې فکر يې کولو د ځان په رنګ يو افغانستان تصور کړي او يو داسې پوځي ځواک ورته ورکړي چې د امريکا د ځواک په څېر وي، خو د افغانستان اقتصاد دا نه شو زغملی”.

اغلې راز وويل اخر امريکا داسې افغان پوځي ځواک جوړ کړو چې امريکايي ټېکنالوجي ته يې اړتيا لرله او هغه هم د امريکا ټېکه دارانو چلوله نو چې کله ټېکه داران وويستل شول هغه پوځ چې تربيه شوی وو او توان يې هوايي ځواک وو يو دم بې لاسو بې پښو شو.

  • 16x9 Image

    پير زبېر شاه

    پیر زبېر شاه په واشنګټن ډي سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډیا خبریال او څېړونکي په توګه کار کوي، نوموړی د افغانستان او پاکستان خصوصاً د پښتونخوا د قبایلي سیمو په اړه ځانګړي پروګرامونه، تبصرې او تجزیې کوي، له دې سره سره د وي او اې ډیوه پر ډیجیټل پاڼو هم کار کوي. پیر زبېر شاه تر دې وړاندې په پاکستان کې له مختلفو نړیوالو ورځپاڼو لکه «نیویارک ټایمز»، «نیوز ډې نیویارک» او نورو سره هم کار کړی او له 2011م تر 2012م کال پورې د هاورډ پوهنتون د «نیمېن» فېلوشپ زده کوونکی وو او په 13-2012م کې د نیویارک د بهرنیو اړیکو په څېړنیزه اداره سي ایف آر کې پریس فېلو وو. پیر زبېرشاه د خبریالۍ تر ټولو غټ پولیټزر ایوارډ هم ګټلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG