لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټورمي ډېنیلز وایي ټرمپ دې ته د پټو پیسو ورکولو په مقدمه کې باید زندان ته لاړ نه شي


واشنګټن ـــــ د امریکې د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ضد د جوړې شوې فوجداري مقدمې مرکزي کردار د لوڅو فلمونو هنرمنده سټورمي ډېنیلیز وایي که ټرمپ دې ته د پټو پیسو ورکولو په تور سزا شو فکر نه کوي چې هغه دې زندان ته لاړ شي.

44 کلنې ډېنیلز د پنجشنبې- زیارت په ورځ د فاکس ټیلیویژن په «فاکس نېشن» پروګرام کې له خبریال پېرز مورګن سره په مرکه کې وویل:

"زه فکر نه کوم چې زما خلاف د هغه جرمونه جېل ته د تلو وړ دي، زه داسې ګڼم نور کارونه چې ده کړي دي که پکې مجرم وپېژندل شي بالکل [زندان ته پکې تلای شي] ".

مېرمن ډېنیلز وایي که د دې مقدمې اورېدنې ته ور وبلل شي نو دا به ګواهي ورکولو ته حاضر شي "داسې څه نه شته چې زه یې پټ کړم، زه یواځینۍ کس یم چې تل ریښتیا وایم".

د سه شنبې- نهې په ورځ د نیویارک د منهېټن عدالت پر ډانلډ ټرمپ باندې د کاروباري راکړې ورکړې په ریکارډ کې د "د دروغ ویلو" له کبله 34 تورونه ولګول خو هغه له دغو تورونو انکار وکړ.

په فردِ جرم کې ویل شوي چې ټرمپ د 2016م کال تر صدارتي انتخاباتو مخکې سټورمي ډېنیلز او مخکینۍ پلې بوای ماډلې کېرن میک ډوګل ته د دې لپاره پټې پیسې ورکړې وې چې له ده سره جنسي اړیکې پټې وساتي.

مېرمن ډېنیلز وایي دا خپله هم له ریپبلکن ګوند سره تړاو لري خو د 2016م کال په صدارتي ټاکنو کې- چې ټرمپ د ولسمشرۍ امیدوار وو- دې بېخي ووټ نه وو اچولی.

د 76 کلن ټرمپ خلاف په دې تور هم مجرمانه پلټنې کېږي چې په واشنګټن کې یې د 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې د خپلې بایلنې د نتایجو د بدلولو هڅه کړې وه او پټ اسناد یې غلط کارولي وو.

په جورجیا ایالت کې هم د خپلې ماتې د نتایجو د بدلولو د هڅې په تور د هغه خلاف فوجداري تحقیقات کېږي.

د منهېټن سرکاري وکیلان پر ټرمپ تور لګوي چې د 2016م کال د ولسمشرۍ ټاکنو په مهال یې د خپل کامیابه کمپېن په مهال هغه خپل هغه کارونه پټ ساتلي وو چې د ټاکنو د قانون خلاف دي.

ډانلډ ټرمپ دا نه مني چې له سټورمي ډېنیلز سره دې یې جنسي اړیکې لرلې وي خو هغې ته د پیسو ورکول کېدو اعتراف یې کړی دی.

د ټرمپ خلاف د مقدمې راتلونکې اورېدنه به د دسمبر پر څلورمه نېټه وي، قانوني ماهرین وایي کېدای شي دا مقدمه یو کال هم دوام ونه کړي او پر هغه لګېدلی فردِ جرم یا سزا کېدل هم په قانوني توګه صدارتي ټاکنو ته د هغه د درېدو مخه نه شي نیولای.

ډانلډ ټرمپ د نهې- سه شنبې په ورځ په فلورېډا ایالت کې د وینا په وخت د ځان خلاف مقدمه په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه او د امریکې سپکاوی یې وباله، هغه وویل هېڅکله یې تصور هم نه وو کړی چې په امریکا کې دې کله داسې یوه پېښه وشي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG