لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د بشري حقونو کمیشن: آمنه محمد دې بخښنه وغواړي. یو این: غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه نه ده


واشنګټن ــــ د افغانستان د بشري‌ حقونو خپلواکه کمېشن وایي د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې هغه خبرې د اندېښنې وړ دي چې وایي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره به کانفرنس جوړ کړي او له هغې یې غوښتي چې له افغانانو خصوصاً له ښځو دې بخښنه وغواړي.

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیال ویاند فرحان حق وایي د افغانستان په اړه راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو رابلل شوې غونډه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې تمرکز نه کوي او باید په دې اړه څه غلط فهمي موجوده نه وي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن اوس له هیواده بهر فعالیت کوي او د پنجشنبې- زیارت په ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو د ښځو په ګډون د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او نړیوالو بشري اصولو یې پراخې سرغړونې کړې دي نو په داسې حال کې د هغوی د رسمیت پېژندنې خبره د اندېښنې وړ ده.

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنې محمد په تېرو ورځو کې د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په تازه وینا کې ویلي وو، ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي:

"یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبان په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ یې [پر دوی] لرو".

اې آی ایچ آر سي ویلي، د آمنه محمد څرګندونې بې پروا، د سپکاوي وړ او د افغانستان خلکو ته زیان رسوونکې بللې دي او له هغې یې غوښي چې له افغانانو، د وژل شویو کسانو له کورنیو خصوصاً له ښځو، د بشري حقونو له فعالانو او هغو بې ګناه کسانو بخښنه وغواړي چې د طالبانو اوس په بند کې ساتلي دي:

"طالبان ملي قانوني حیثیت نه لري، له جمهوري اقدارو او د بشري حقونو له اصولو سره په تضاد کې هم دوی د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندل نامناسب کار دی".

کمیشن د مېرمن آمنه محمد خبرې د افغانانو د مرضۍ سپکاوی بللی چې وایي په تېرو څه کم دوو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلو بنیادي بشري حقونو لپاره د احتجاج کوونکو ښځو مبارزې او د طالبانو له خوا د وژل شویو بې ګناه کسانو بچیو او کورنیو ته پکې پام نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د مرستیالې دغو څرګندونو ته په تېرو درو ورځو کې د امریکې په ګډون د نړیوالې ټولنې او افغانانو له خوا کلک غبرګونونه ښودل شوي دي خو هغې تر اوسه بیرته د خپلو خبرو سپیناوی او د خلکو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی.

تر دغو غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک د اپرېل پر 19مه په خبري غونډه کې د طالبان د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل:

"په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نه شته."

سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېریش په مشرۍ غونډه به د مې په لومړۍ او دویمه د قطر په پایتخت دوحه کې کېږي او د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو مقصدونو په بنیاد د افغانستان د حالاتو د دایمي حل لپاره خبرې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG