د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه د خېبرپښتونخوا په ملکي مروت سيمه کې د ترهګرو په درېو بريدونو کې درې پوځيان او اووه ترهګر وژل شوي دي.
ايي اېس پي ار نن د مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې وويل، تېره شپه په موټر سايکل راغلي ځانمرګي د پوځ په چيک پوسته چاودنه کړې او بیا د ترهګرو او پوځ ترمنځ نښته شوې ده. پوځ دعوه کړې په دغه نښته کې څلور ترهګر وژل شوي دي.
پوځي بيان کې ویل شوي د لکي مروت په دوه نورو علاقو امير کلام او تاجبي خېل کې هم د ترهګرو سره نښتې شوي د ترهګر کمانډر موسی خان په ګډون پکې درې نور ترهګر وژل شوي او وسله ترې ترلاسه شوې ده.
پوځ ویلي، د ترهګرو سره په نښتو کې د نوښار ضلعې سره تعلق لرونکی 40 کلن نايب صوبېدار تاج مير، د اېبټ اباد ضلعې 38 کلن حوالدار ذاکر احمد او د ډېره اسماعيل خان سره تعلق لرونکی 29 کلن سپاهي عابد حسېن هم وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي دغه بریدونه تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] کړي خو ټي ټي پي يې په اړوند څه نه دي ويلي، خو په ټولنيزو رسنيو د جهاد پاکستان په نوم يو ناپېژندلي تنظيم د دغو بریدونو زمه واري منلې ده.
د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه دوه چارواکو ورته ویلي، وسله والو تېره شپه په پوځي کېمپ بريد کړی راکټې یې ويشتي او ډزې یې کړي د څو ساعتونو پورې دغه نښته روانه وه.
د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید تېره شپه وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د کالج په ودانۍ باندې چېرته چې پوځ دېره شوی دی، راکټ داغل شوی او بیا پوځ جوابي حمله ترسره کړې ده. د هغه وینا ده چې تر اوسه د کوم ځاني یا مالي نقصان په اړه څه رپوټ په لاس کې نشته.
په لکي مروت کې مېشته یو تن وي او ای ډیوه ته ویلي وو په کالج کې د تېرو څو میاشتو راهسې پوځيان مېشته دي.
په لکي مروت کې په تېرو څو ورځو کې د تشدد ګڼ شمېر پېښې شوي دي او پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په کې د ځینو حملو ذمه واري هم منلې ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا پولیس وویل په لکي مروت کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر هم وژلي دي.
د دې نه مخکې د پوځ یو پخوانی افسر هم په لکي مروت کې پولیس ویلي چې په هدفي حمله کې وژل شوی دی.
د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.
د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو.
څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري.
د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو،
"ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".
د پاکستان پوځ درې ورځې وړاندې ویلي، د وسله والو پرضد عمليات دوام لري او د وروستي ترهګر د ختمولو دپاره به عمليات جاري وي.