لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمې ولې د ناامنۍ سره مخ دي؟ د څېړونکو نظر


د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، څيړونکي وايي يو خو دغه سیمې د افغان جګړې د وخت راهسې د وسله والو مرکزونه پاتې شوي او هغه تسلسل وخت په وخت جاري ساتل شوی دی، او بل دغه سیمې د افغانستان سره په پوله پرتو قبایلي ضلعو کې د وله والو فعاليتونو د اثر لاندې پاتې شوي دي.

د امنيتي سرچينو ترمخه تېره شپه د لکي مروت ضلعې په درېو بېلابيلو سيمو کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بريدونه شوي او امنيتي چارواکي تایيدوي چې د بريدونو په مهال نښتو کې اووه ترهګر او درې امنیتي سرتيري وژل شوي او دوه ژوبل شوي هم دي.

د يادو بريدونو او نښتو په اړوند پوځ په رسمي ډول څه نه دي ویلي، امنیتي سرچینې وايي دغه بریدونه تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] کړي خو ټي ټي پي يې په اړوند څه نه دي ويلي، خو په ټولنيزو رسنيو د جهاد پاکستان په نوم يو ناپېژندلي تنظيم جهاد پاکستان د دغو بریدونو زمه واري منلې ده.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړوند د لکي مروت سره تعلق لرونکی د پېښور هايکورټ بار وکیل فهيم مروت وايي، په جنوبي سيموکې ناامنۍ انتهايي سېوا شوې نه يواځې په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي بلکې عام خلک هم ځان غېر محفوظ ګڼي او د ويرې سره مخ شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په سیمه کې خلکو ته د وسله والو ضد د لښکرو ویل کيږي خو دا د بشري حقونو سرغړونه ده او د خلکو تحفظ د رياست زمه واري ده او په لکي مروت کې د وسله والو فعاليتونه سېوا کېدل په خپله پوښتنې راولاړوي چې د دومره عملياتو باوجود لکي مروت ته وسله وال څنګه راورسېده.

لکي مروت او ورسره نزدې پرتو نورو ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. د لکي مروت پولې د کرک، شمالي وزيرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او پنجاب میانوالي ضلعې سره لګېدلې دي.

په لکي مروت کې د ساينس اېنډ ټېکنالوجي پوهنتون کې د پوليټيکل ساينس استاز محسن تعبير وايي، لکي مروت د پنجاب صوبې په پوله پرته ضلع ده په پښتونخوا کې ناامني ده او پنجاب کې نشته نو دا خو په خپله په رياست پوښتنې راولاړوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دا سیمه د افغان جګړې د وخت نه د دغه ډول پراکسيانو دپاره کارول شوې او هغه تسلسل اوس هم روان دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، لکي مروت د پښتونخوا هغه ضلع وه چې تر ټولو زياته پرامنه وه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د کله نه چې په سيمه کې ګېس او تېل راښکاره شوي د هغې وروسته دلته ناامني سېوا شوې ده، او بيا چې دغه ګېس پنجاب ته بوتلل کېدو او د سيمې خلکو یې پرضد احتجاجونه وکړل نو ناامني ډېره سېوا شوه.

منظور پشتين وايي، د هغه په نظر دلته ناامني د يو پلان لاندې راوړل شوې او اوس په سيمه کې اپرېشن يا عملياتو ته لاره هوارول کيږي.

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په 25م اپرېل خبري غونډې ته ویلي وو، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه ويلي وو تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.

هغه ويلي وو، د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځي، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.

مېجر جنرل احمد شریف چودري ويلي وو، د ترهګرۍ پرضد زمونږ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG