لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په ټیکساس ایالت کې بیا د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي


واشنګټن ــــ د امریکې په ټیکساس ایالت کې په یوه اوونۍ کې دننه دویم ډله برید شوی چې د چارواکو په وینا لږ تر لږه اته تنه پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، پولیسو بریدګر هم وژلی دی. چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د پېښې سبب څه دی.

دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ په ځایي وخت مازدیګر د ټیکساس د مرکز ډلس ښار په شمال کې د ایلن په نوم ښارګوټي په یو لوی مال کې هغه وخت شوې ده چې پکې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

د ایلن ښار د پولیسو مشر بریان هاروې تر پېښې وروسته خبري غونډې ته وویل، بریدګر یو تن وو او کله چې هغه له مال بهر پر خلکو تر ناتاره ډزې وکړې نو یو پولیس افسر هغه په نخښه کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د بریدګر ویډیو هم خپره شوې ده چې هغه له یو سیلور رنګ کار موټره را کښته کېږي او ناڅاپه پر خلکو ډزې پیلوي. د هغه د وژنې ویډیو هم خپره شوې چې تور یونیفارم او د پولیسو غوندې واسکټ یې اغوستی دی او ټوپک یې څنګ ته ورته پروت دی.

د ایلن ښار د اور وژنې د ادارې مشر جون بویډ هم دې خبري غونډې ته وویل، چې ادارې یې لږ تر لږه نهه کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړي دي، چې وایي په هغوی کې دوو ساه ورکړه.

د مېډیکل سټي هیلت کېر په نوم اداره- چې په دې سیمه کې شپاړس روغتونونه لري- په یو بیان کې وایي، ټراما سنټر ته یې اته زخمیان وروړل شوي دي، چې عمرونه یې له پینځو تر 61 کلنۍ پورې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی په څه حالت کې وو.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په لسګونو خلک په ویره ویره په داسې حال کې له ماله بهر را وځي چې لاسونه یې پورته نیولي دي.

د ټیکساس ګورنر ګریګ ابوټ دا پېښه "د نه بیانېدو وړ غمیزه" بللې ده او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې دفتر یې له سیمه ایزو چارواکو سره هر ډول مرستې ته تیار دی.

دا په ټیکساس کې په یوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده، د اپرېل پر 29مه هم د دې ایالت په کلیولېنډ سیمه کې یو تن پر خپلو ګاونډیو ډزې کړې وې چې د یو اته کلن ماشوم په ګډون یې پینځه تنه وژلي وو. پولیسو د هغې پېښې بریدګر تر څو ورځو پلټنې وروسته نیولی دی.

په امریکا کې په وروستیو کې ډله ییزې وژنې ډېرې شوې دي. د ګن وایلنس ارکایو په نوم یوه ډله وایي په روان 2023م کال کې تر اوسه د امریکې په بېلابېلو ایالتونو کې شاوخوا شل پېښې شوې دي چې وایي 198 کسان پکې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG