لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان ګرفتار کړی شو


د اسلام اباد پولیسو او پاکستان تحریک انصاف ګوند تاييد کړې چې پخوانی وزيراعظم عمران خان د اسلام اباد هايکورټ څخه ګرفتار کړی شو.

د اسلام اباد پولیسو په ټويټر ويلي، عمران خان د القادر ټرسټ په قضيه کې ګرفتار کړی شو، حالات د معمول مطابق دي، 144 دفعه په ځای ده او که څوک یې سرغړونه کوي پرضد به یې کارروايي کولی شي.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه تېر کال د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د عمران خان او د هغه د مېرمن پرضد تور لګولی وو چې د بحريه ټاون د مالک ملک رياض سره یې د بحریه ټاون په بدل کې د القادر ټرسټ ځمکه ترلاسه کړې وه.

پاکستاني ټي وي چېنلو او ټولنيزو رسنيو باندې خپرو شوو ويډیوز کې ليدل کيږي چې عمران خان په بکتربند ګاډی کې کښېنول شوی او بوتلل شوی دی.

د عمران خان په اړوند نور تفصيل تراوسه مخې ته نه دی راغلی چې هغه چرته بوتلل شوی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان ګرفتاري تاييد کړې ده.

د تحريک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري په ټويټر ويلي، چې خلک دې د کورونو نه راووځي، په اسلام اباد هايکورټ حمله شوې د عمران خان نيول د عدليې د بندولو مترادف دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا تورونه لګول شوي چې په عمران خان د نيولو په وخت تشدد شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، چې د نوټسونو باوجود عمران خان نه پېش کېدو، قومي خزانې ته د نقصان اړولو په تور کې نيول شوی او هيڅ تشدد پرې نه دی شوی.

ځايي ميډیا وايي، د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان په ګرفتارولو نوټس اخستی، اډيشنل اټارني جنرل او د اسلام اباد پوليسو مشر يې عدالت ته طلب کړي دي.

د راپورونو ترمخه عمران خان نن د نهې په ورځ په اووه مقدمو کې د نيولو نه وړاندې ضمانت ترلاسه کولو دپاره د اسلام اباد جوډيشل کمپلېکس ته تللی وو.

عمران خان اسلام اباد ته د تلو وړاندې په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو بيان خپور کړی او د پوځ د بيان غبرګون یې ویلي وو چې هغه د استخباراتي ادارې د يو افسر نوم اخستی او تور یې لګولی چې دغه افسر دوه ځله د هغه د وژلو پلان جوړ کړی وو.

عمران خان ويلي وو چې عزت د هر تن وي، هغه په تفصيلي ويډيو کې ويلي وو که د نيولو کوم وارنټ یې وي هغه دې وړاندې شي او دې ونيول شي.

پرون په يو بيان کې د پاکستان پوځ د مشر عمران خان لخوا پرله پسې په پوځي مشرانو د نیوکو غندنه کړې ده او خبرداری یې ورکړی وو چې په بې ځایه بیانونو اؤ تورونو پوځ د کارروایۍ کولو حق خوندي لري.

د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي وو د عمران خان لخوا پرته له کوم ثبوت بې ځایه تورونه لګول اؤ په یو حاضر سروس پوځي افسر د ثبوت پرته تورونه لګول یو بې کچه غیرذمه دارانه عمل دی.

د پوځ د بيان نه دوه ورځې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل یو بیان کې عمران خان ته خبرداری ورکړی وو چې د پوځ د بدنامولو د هڅو نه دې لاس واخلي او ویلي یې وو چې دهغه لخوا په پوځ تورونه لګول د منلو وړ عمل نه دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG