لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن د حکومت او سیاسي ګوندونو په غږ د قران د تقدس ورځ لمانځل کیږي


په پاکستان کې نن دحکومت اؤ بیلابیلو سیاسي ګوندونو په غږ دقران دتقدس ورځ نمانځل کیږي اؤ ټاکل شوې ده په دې ورځ به دملک دبیلابیلو ښارونو نه سویډن کې دقران کریم دسوځول کیدو دپېښې پرضد پرامنه جلوسونه ویستل کیږي.

په پېښور،لاهور، کراچۍ،کویټه اؤ نورو لویو ښارونو کې دسوداګرو تنظیمونو نن دجمعې دنمانځه نه وروسته د احتجاج په ډول دخپلو کاروبارونو تړلو اعلان کړی دی.

دپاکستان حکومت په اوړمه ورځ اعلان کړی‌ ؤ چې سویډن کې دقران پاک دسوځول کیدو دپېښې پرضد به په اووم جولایي ګرد هیواد کې دقران د تقدس ورځ نمانځل کیږي.

په عین حال کې دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان هم دخپل ګوند په پلویانو غږ کړی چې دجمعې په ورځ دماسپښین د نمونځ نه وروسته باید ګرد هیواد کې دسویډن دپېښې پرضد پرامنه جلوسونه وباسي.

پرون د زیارت په ورځ دپاکستان د قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ په ګډه غونډه کې په سویډن کې دقران پاک دسوځول کیدو پرضد متفقه قرارداد هم منظور کړل شوی ؤ.

دپارلیمان ګډې غونډې ته په وېنا کې وزیراعظم شهباز شریف ويلي، په سويډن کې د قرآن د سپکاوي د ناوړه پېښې په کلکه غندنه کوي اؤ هغه دقامي اسمبلۍ په اسپيکر یې د يوې کمېټۍ جوړولو غږ کړی ترڅو په نړیواله کچه سپارښتنې وليږي.

شهباز شریف ویلي ،د سويډن پېښه په اصل کې د مسلمانانو او عيسايانو جنګولو سازش دی، د اسلاموفيا او اسلام پرضد کار دی، هغه زیاته کړې د سويډن حکومت به د دغې پېښې ځواب کوي چې ولې د داسې پېښو اجازت ورکوي.

په 28م جون د لوی اختر په ورځ د سويډن په پلازمېنه سټاک هوم کې د مرکزي جومات نه بهر یو 37 کلن عراقي سویډش سلوان موميکا نومي تن د احتجاج په توګه قرآن سوځولی او د دغه کار دپاره یې د پوليس نه اجازت غوښتی ؤ.

د يادې پېښې پرضدد ترکي په شمول په ګڼو ملکونو کې احتجاجونه شوي دي. د رپورټونو ترمخه د سويډن حکومت دغه پېښه غندلې ده.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په وروستيو کې د سويډن پولیس د قران په ضد مظاهرو دپاره د اجازت غوښتنو یو شمېر خواستونه رد کړي خو عدالتونو د پولیس فېصلې رد کړي، ویلي يې دي چې د پولیس فېصلې د رای د ازادۍ خلاف ورزي ده.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ 57 اسلامي ملکونو غوښتنه کړې وه چې د قران د بې حرمتۍ خلاف دې اجتماعي ګامونه واخیستل شي او د مذهب په بنیاد نفرت خپرولو خلاف دې نړیوال قانون استعمال کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG