لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که شمالي وزیرستان کې د 6 ټریلین ډالر د معدنیاتو ذخیرې شته، نو د سیمې د پښتنو په کې څه دي ؟


د پاکستان د یو وتلي خبریال حامد میر له لوري د شوې دې دعوې نه وروسته چې شمالي وزیرستان کې د 6 ټریلین ډالرو معدني دخیرې شتون لري، د پاکستان په پوځ په سوشل میډیا کلکې نیوکې روانې دي چې پخپله د وزیرستان نه د معدنیاتو قیمتي ذخیرې بهر وباسي اؤ د وزیرستان پښتانه یې د ترهګرو مخې ته پرېښي دي.

په سوشل میډيا دا پوښتنې هم راولاړې شوې دي چې څنګه په وزیرستان کې عام، بې وزله خلک په هدفي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې وژل کیږي اؤ‌ پوځ چې دغلته نه هره ورځ دقیمتي تابنې ډک ټرکونه وباسي اؤ چین ته یې لیږي په هغوی نه برید کیږي اؤ نه ورته دترهګرو له لوري څه خطرې وي.

تېره اوونۍ پاکستانی خبریال حامد میر شمالي وزیرستان ته ورغلی ؤ اؤ د هلته نه یې د محمد خیلو د تانبې د یو کان په غاړه پروګرام ریکارډ کړی ؤ چې د دغه پروګرام په حواله په سوشل میډيا تاوده بحثونه روان دي.

شمالي وزیرستان ته په عامه توګه د پوځ له اجازې پرته دڅه رقم کوریج لپاره د بهرنیو صحافیانو ورتګ یو مشکل بلکې ناممکن عمل ګڼل کیږي اؤ بیا هغه کانونو ته خو صحافیان بیخي نه ورپرېښودل کیږي چې د پوځ د څارنې لاندې ترې معدني ذخیرې ویستل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو د حامد میر د پروګرام خپور شوي یو کلیپ کې حامد میر دعوه کوي چې "د نن تر ټولو ستر خبر دا دی چې پاکستان د شپږ ټریلین ډالرو نه زیاتې د معدنیاتو ذخیرې لري اؤ دا هغه ذخیرې دي چې تاسو ته زما تر شا د شمالي وزیرستان په محمدخیل سیمه کې په نظر راځي‌".

په دغه ویډیو کلیپ کې د حامد میر ترشا یو غټ کان ښکاري چې د هغې په منځ کې ګڼ شمیر بار ووړنکي ټرکونه په حرکت لیدل کیږی.

د ایف ډبلیو او نومې موسسې یو انجنیر ذیشان په دغه پروګرام کې حامد میر ته وایي چې دوی تر اوسه درې ،درې نیمو کالو کې قابو 22 زره ټنه تانبه د دې ځای نه چین ته صادر کړې ده اؤ‌ د دې نه یې د 30 میلینونو څخه نیولې تر 35میلینو ډالرو پورې امدن ترلاسه کړی دی.

انجنیر ذیشان وایي چې دا په پاکستان کې د تانبې تر ټولو ستره ذخیره ده.

ددغه ویډيو کلیپ د خپریدو نه وروسته په سوشل میډيا د وزیرستان دقدرتي وسیلو اؤ دغلته دترهګرۍ د روان بهیر په اړوند تاوده بحثونه پیل شوي دي.

سیاسي فعال خان زمان کاکړ په ایکس (ټویټر)د حامد میر ویډيو ته دپاسه لیکلي" حامد میر صیب اوریدلي مې دي چې ته د رښتیاؤ ویلو عادت لرې ، ایا دا به ووایې چې دا ډبلیو ایف او دچا ؟

هغه وایي "دمحمد خیل پروژه د سي پیک اؤ ریکوډک په څیر دپاکستان د نوؤ امیدونو مرکز ده خو ستونزه داده چې ددې پاکستان جغرافیه یوازې په پنجاب مشتمله ده ، دضمني سیمو لپاره ترهګري،پوځ کشي اؤ قبضه ګردي ده"

خالد عثمان داوړ لیکي، "حامد میر صیب که ته د تانبې دساحې نه یوازې پینځه کلو میټره ور اخوا کلي ته تللی وې نو په هر کور کې به دې یتیمان ماشومان،کونډې ښځې اؤ‌د لادرکه زامنو ځوانانو لپاره ژړیدونکې میاندې اؤ خویندې لیدلې وې"

خالد عثمان داوړ وایي په دوي دا ورځ ځکه راغلې ده چې په دې معدنیاتو کې یې خپل حق غوښتو اؤ‌ د ریاستي ترهګرۍ پرضد یې غږ پورته کړی ؤ.

حامد میر پخپل دې پروګرام کې دا تاثر هم ورکړی دی چې ګنې اوس شمالي وزیرستان کې خوشحالي ده ، امن ټينګ شوی دی اؤ خلک په دې پروژه کې په کار بوخت دي خو دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې دکلتوري برخې مشر ښاغلي خادم حسین په ایکس دحامد میر ویډیو کلیپ‌ ته دپاسه لیکلي

"میرصیب ته دکوم شمالي وزیرستان خبره کوې؟دپښتونخوا شمالي وزیرستان کې خو د روان کال اوږدو کې 140 نه زیاتې دترهګرۍ پېښې مخې ته راغلې دي چې دې کې 8 ځانمرګي بریدونه ،37 دماینونو چاودنې اؤ درې دلاسي بمونو چاودنې،5 د راکټ بریدونه اؤ 85 د ډزو پېښې شامل دي، روزانه هدفي وژنې هم کیږي"

دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال ادریس پښتین وایي ، دمقامي انجنیر په خبره 35 لکه ټنه تانبې پیدا کوونکې سیمې محمدخیل 250 مزدوران په دې کان کې کار کوي، ددې نه علاوه زمونږ په قسمت کې هدفي وژنې، جبري لادرکۍ اؤ ځانمرګي بریدونه دي
اسحاق خان پي ټي‌ ایي وایي د 35 ملینه ډالرو تانبه دشمالي وزیرستان نه چین ته ځي خو یو ټرک هم دترهګرۍ سره نه مخ کیږي ، پوښتنه خو راپورته کیږي؟
هغه وایي پښتونخو اؤ قبایلي ضلعو په ځانګړي ډول وزیرستان کې دبدامنۍ،بمي چاودنو اؤ هدفي وژنو حققیت دادی چې هرکله بدامني رامنځته کیږي نو دا قیمتي شیان لوټ کیږي.
اسحاق خان تور لګولی چې په قدرتي وسیلو FWO اؤ پوځ قبضه کوي .
نوموړي پخپل ټویټ کې زیاته کړې چې که چرې پوښتنه شي چې د 35 میلنه ډالرو تانبه دشمالي وزیرستان نه ویستل شوې اؤ چین ته لیږل شوي نو دا 35 ملینه ډالر چرته دي؟ په دې وړومبی حق دشمالي وزیرستان دخلکو دی نو سمدستي به درباندې دغدارۍ ټاپه ووهل شي
په ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو بیا دا دعوه دروغ ګرځولې ده چې ګنې شمالي وزیرستان کې دشپږ ټریلین ډالرو دمعدنیاتو ذخیرې وجود لري اؤ حامد میر یې تورن کړی چې ګنې دغلط بیانۍ نه یې کار اخستی دی
خو خبریال حامد میر پخپل یو بل ټویټ کې سپیناوی کړی چې دشپږ ټریلین ډالرو دمعدني‌ ذخیرو د موجودیت کومه دعوه یې کړې دهغې تفصیلات دپاکستان دکال2021 د جیالوجیکل سروی په رپورټ کې شته.
حامد میر ددغه رپورټ عکس هم خپور کړی اؤ لیکلي یې دي دا اندازه دهغه معدنیاتو ته چې په ټولو صوبو کې موندل شوي دي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان د 38 ضلعو په چاپېریال کې د پولیو وایرس موندل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG