لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: که د سايفر ليک شوي جزیات سم وي نو دا ډېر غټ جرم دی


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي که د سايفر جزيات چرته خپاره شوي او دا سم وي نو دا ډېر غټ جرم دی.

نوموړي دغه د پاکستان يوې خبري ادارې [وي نيوز] سره په مرکه کې کړې ده. هغه ويلي، د سايفر يا بهرنۍ مراسلې په حواله د ده په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ دوه غونډې شوې وې.

شهباز شریف ویلي، په غونډو کې پخواني سفير او سیکرټري خارجه اسد مجيد په ډاګه کړې وه چې د امریکايي استازي ډونلډ لُو سره د سازش په اړه هیڅ ډول خبره نه وه شوې.

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان وروسته په يو بيان کې ويلي وو "پرضد یې سازش د امريکې څخه نه د پاکستان نه شورو شوی وو".

د امریکې خبري ویب پاڼې دي انټر سیپټ دعوه کړې ده چې د هغه سایفر نقل یې ترلاسه کړی دی چې ذکر یې د پاکستان سیاست کې د تیر یو نیم کال راهسې روان دی.

د امریکې د بهرنیو چارو محکمې د دې مبینه سایفر د سم یا ناسم د تصدیق او تردید نه انکار کړی او ويلي یې دي "مونږ په شخصي ډپلوماټیکي تبادلو تبصره نه کوو".

دي انټرسیپټ ويلي د سایفر دا کاغذ د پاکستاني پوځ یوې نامعلومې سرچینې ورکړی او یادې خبري ادارې د دې متن پخپله ویب پاڼه هم خپور کړی دی.

د پاکستان پوځ په سمدستي توګه په دې اړوند خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

خو شهباز شریف ویلي، د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډو کې د هغه وخت پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او نورو ځواکونو مشرانو په ډاګه کړې وه چې د سايفر په تړاو د پاکستان ضد کوم سازش نه وو شوی.

شهباز شریف ويلي که حکومت یې د امریکا د سازش لاندې جوړ شوی وی د دوی دپاره د شرم خبره وه، هغه زياته کړې عمران خان په خپله د دريځ څخه په شا شوی وو اول یې د امریکا نوم اخستی او بيا ترې اوړېدلی وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سيکرټري اطلاعات روف حسن ويلي د سايفر په اړه چې کوم رپورټ خپور شوی د عمران خان د دريځ تاييد کوي.

هغه ويلي، سايفر يو حقيقت وو. نوموړي زياته کړې د کور کمېټۍ په غونډه کې یې غوښتنه کړې چې د سايفر د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG