لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر صلاح الدین مسید ورور ملک حبیب له تښتول کېدو وروسته وژل شوی


د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر صلاح الدین وررو اؤ د مسیدو د شوبي خیل قبېلې مشر ملک حبیب نامعلومو وسله والو له تښتول کیدو وروسته وژلی دی اؤ پولیس وایي په پېښه کې د هغه ساتونکی د ایف سي ځواک یو عسکر هم وژل شوی دی.

ملک حبیب نن د جمعې په ورځ د پښتونخوا ټانک سیمې نه نامعلومو وسله والو تښتولی ؤ اؤ دسیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې دهغه د تښتولو په مهال د تښتوونکو لخوا ډزو کې دهغه ډرایور هم ژوبل شوی ؤ چې وروسته یې بیا هسپتال کې ساه ورکړې ده.

پولیسو دا هم ویلي چې د ملک حبیب د تښتولو په مهال د پولیسو اؤ تښتوونکو ترمنځ ډزې هم شوي چې په دغو ډزو کې یو دپولیسو یو هم عسکر سرسري ژوبل شوی دی.

تر دغې پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وي او ای ډيوه ته پخلی کړی دی چې ملک حبیب مسید دټانک په منزای سیمه کې وسله والو وژلی دی.

په سمدستي توګه د پولیسو دپخواني مشر صلاح الدین مسید د ورور د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې پښتونخوا کې په پولیسو اؤ قامي مشرانو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان قبوله کړې ده.

‎د ټانک ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد ددفتر چارواکو وویل نوموړی نن سهار د ګومل سړک د پاڅه پتھر سیمه کې کور سره نیزدې نامالومه کسانو نښتولی ؤ.

د دوی په وینا په موټر سایکل نامالوم کسان راغلي په هغه یې ډزې کړې چې په نتیجه کې یې د ملک حبیب ساتونکی او د ایف سي ځواک عسکر ژوبل شوی او بیا یې ملک حبیب په موټر سایکل تښتولی .

د دفتر چارواکي وايي پولیس سمدستي دې پېښې ته ورغلي، تښتونکو د پولیسو په ګاډي ډزې کړې خو تښتوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

پولیس وايی د دوی د لټون د پاره عملیات روان وو او منزی سیمه کې د ملک حبیب مړی په داسې حال موندل شوی چې ډزې پرې شوې دي .

ځايی خلک وايي د وژل شوي ملک حبیب مسید تړاو د بر جنوبي وزیرستان ځانګړې سیمې سره و خو د ناامنۍ د لاسه په ټانک ضلعه کې سره د کورنۍ د تیرو څو لسیزو راهسې میشت و اؤ چا سره یې شخصي دښمني نه لرله خو په دې ورستیو کې یې یو تره په هدفي برید کې وژل شوی و.

وژل شوی ملک حبیب د جنوبي وزیرستان د مسیدو د قامې جرګې غړی و او زیاتره به یې د علاقې قامي حرګو کې برخه اخسته.

ځايی خلک او چارواکي وايي په تیره یوه میاشت کې د مسیدو د قامي حرګې دا دریم غړی دی چې تر تښتولو وروسته وژل کیږي .

د مشرانو په وینا پرله پسې د مشرانو وژنې د جرګې غړي سخت اندیښمن کړي دي.

په جنوبي وزیرستان کې پاکستان پوځ کال 2009م کې عملیات کړي وؤ او دا سیمه د ترهګرو نه پاکه ګرځول شوې خو د علاقې خلک وايي حالات اوس هم پکې د تسلۍ وړ نه دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG