لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 بټګرام: "ډولۍ" کې بند پاتې شوي ماشومان ژغورل شوي خو د پوځ پر عملیاتو نیوکې شوي


پېښور- د پاکستان د خېبر پښتونخوا په الایي بټګرام سیمه کې په یو چئیر لیفټ یا ډولۍ کې ځوړند پاتې شوي اووه ماشومان اؤ یو سړی د نهې په ماسخوتن روغ جوړ ژغورل شوي دي .

پاکستاني میډیا په بریالي توګه د دې عملیاتو په سرته رسیدو د پاکستان د پوځ د توان اؤ صلاحیت ستاینې کړې دي خو ګڼو کسانو بیا د پاکستاني میډیا د دعوؤ برعکس ویلي چې دا کسان پوځ نه بلکې ځایي خلکو ژغورلي دي .

د پاکستان نګران وزیراعظم چیر لیفټ کې د نښتو ماشومانو په ژغورل کیدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې پوځ، مرستندویه فعالینو، ضلعي انتظامیې اؤ سیمه ییزو خلکو په ګډه ښه فعالیت کړی دی.

د نهې په ورځ د پښتونخوا د بټګرام ضلعې په الایي سیمه کې د یو غر نه بل غر ته د تلونکي چیرلیفټ چې (په ځایي ژبه کې ورته ډولۍ ویل شي) په څلورو کې درې مزي شلیدلي وؤ اؤ دغه ډولۍ د دوؤ غرونو تر منځ په هوا کې ځوړنده پاتې شوې وه.

په دې ډولۍ کې اووه ماشومان اؤ یو سړی ناست وؤ چې د ژغورلو لپاره یې ټوله ورځ پوځ د هیلي کاپټرو د لارې عملیات کړي وؤ.

پوځ د ټولې ورځې په عملیاتو کې یوازې د دوؤ ماشومانو په ژغورلو بریالی شوی و اؤ د شپې په تیارې لګیدلو یې بیا خپل هوایي عملیات پائ ته رسولي وؤ .

د چارواکو وینا وه چې پوځي هیلي کاپټرو ته په ډولۍ کې د ناستو کسانو ژغورل ځکه ګران وو چې هرکله هیلي کاپټر ډولۍ ته نزدې کیدو نو د هوا د زیاتوالي په وجه د ډولۍ د نسکوریدو اؤ یا هم د ډولۍ د یوازیني روغ پاتې شوي مزي د شلیدلو امکان هم و.

د سیمې د خلکو وینا ده چې د ټولې ورځې د پوځي عملیاتو تر ناکامیدو وروسته چارواکو د شپې په تیاره کې د سیمې خلکو ته اجازه ورکړې وه چې هغوي باید پخپله په ډولۍ کې بند پاتې شوي دغه کسان وژغوري.

د سیمې خلک وایي کله چې هغوي ته اجازه ورکړل شوه نو په دوؤ ساعتو کې دننه یې پخپل سر په ډولۍ کې ګیر پاتې شوي دغه کسان روغ جوړ وژغورل.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې ځایي خلکو ویلي چې که د ورځې هغوي ته اجازه ورکړل شوې وه نو په څو ساعتو کې دننه به په ډولۍ کې بند پاتې شوي کسان راکوز کړي وؤ خو وایي پوځ ټوله ورځ هسې په هوا کې هیلي کاپترې چورلولې اؤ پاکستاني میډيا یې ستاینې کولې.

کله چې لا دغه چیرلیفټ په هوا کې ځوړند ؤ اؤ پوځ د ګیرو ماشومانو په ژغورنه کې نه بریالی کیدو نو هغه مهال وتلي خبریال حامد میر په ایکس( پخواني ټویټر) د پوښتنې په انداز لیکلي وؤ

"ایا دا ویل به سم وي چې د خېبر پښتونخوا په یوه غرییزه سیمه کې نښتي چیرلیفټ د ریاست د انتظامي کمزوریو د مخ نه ټولې دنیا ته نقاب پورته کړی دی، د پاکستان د بې باوره حالاتو په چیرلیفټ کې دراصل ټول قام نښتی دی چې هغه اوس د ژغورنې یو ستر اپریشن ته اړتیا لري؟"

د شفاقت چوهدري په نوم فعال پخپله ایکس( پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي ټوله ورځ یو هیلي کاپټر نه د راځوړند ځوان د ویډیو چلول کیدو نه وروسته چې په پائ کې مقامي طریقه خپلول کیده نو بیا ټوله ورځ ماشومان په هوا کې ولې ځوړند وساتلی شول؟

هغه لیکلي په داسې ټولو ځایونو کې چې چیر لیفټ یا ډولۍ استعمالیږي د هغه ځای سیمه ییز خلک پخپل سر په ساعتو کې دننه د ژغورنې کار سرته رسولی شي خو کله چې د کار پځای دې ته د عملیاتو نوم ورکړل شو نو دا (ډولۍ) ټوله ورځ ځوړنده پاتې شوه.

هغه وایي "یقیناً له دې وروسته به مډالونه اؤ دستورې وي، د سیمه ییزو خلکو نه به بیانونه اخستل کیږي اؤ تر یو کال به نشر کولی شي چې هغې کې به مرکزي مکالمه د پاک پوځ زنده باد وي"

په سوشل میډیا بیا ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي دشپې په تیاره کې د ځاي خلکو تر څنګ پوځیان هم د ماشومانو د ژغورلو په هڅو کې بوخت دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG