لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خښتو د بټۍ مزدور زمان خان څنګه د پاکستان د کرکټ یو وتلی لوبغاړی جوړ شو ؟


Zaman khan
Zaman khan

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلی بالر یا توپ اچوونکی زمان خان وایي کله چې هغه کرکټ نه ؤ پېل کړی نو د خښتو په یوه بټۍ کې یې له خپل ورور سره یو ځای مزدوري کوله.

د جنوبي وزیرستان ۲۲ کلن زمان خان چې دا مهال د پاکستان د واک لاندې د کشمیر په میر پور سیمه کې له خپلې کورنۍ سره میشت دی، وایي دوي دومره غریبان وؤ چې پلار یې د مزدورۍ په تکل کې له خپل کلي جنوبي وزیرستان نه میر پور ته کډه شو اؤ هلته یې خواري مزدوري کوله.

د زمان خان یوه تازه مرکه چې پاکستان کرکټ بورډ د خپلو ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو نه خپره کړې ده، هغه وایي پلار یې د لرګیو کار کولو اؤ‌ ده به د خپل ورور سره یو ځای د خښتو بټۍ کې مزدوري کوله.

د کرکټ پېل:

هغه وایي دوي چې چرته اوسېدل هلته د لوبو یو میدان ؤ چې هلکانو به پکې په ټیپ بال کرکټ کولو اؤ ده به ورته کتل.

د زمان خان په وینا یوه ورځ دده په زړه کې هم کرکټ لوبې غځونې وکړې اؤ په میدان کې په کرکټ د بوختو هلکانو منځ ته ورغولو اؤ له هغوي یې خواهش وکړو چې باید دی هم له ځان سره ولوبوي.

یو اوور کې 12 کاږه بالونه:

زمان خان وایي، کله چې دغو هلکانو هغه په کرکټ کې واخستو اؤ بال یې ورکړو نو په وړومبي ځل یې په یو اوور کې 12 کاږه یا وایډ بالونه ویشتلي وؤ خو وایي په دویمه ورځ چې یې هم هغه اوور په زور سره وکړو یو بال ترې هم کوږ لا نه ړو اؤ د هماغه ځای نه یې زړه ته پریوتله چې دی کرکټ کولی شي اؤ فاسټ یا تېز بالر جوړیدلی شي.

زمان خان وایي د کرکټ سره یې له حده وتلې مینه لرله "دومره مینه مې ورسره لرله چې ناروغه به شوم نو مدرسې ته به نه تلم خو کرکټ به مې کولو"

د شپاړس کلنو ازموینو ته یې څنګه لاره وموندله؟

د زمان خان په وینا کله چې یې یو ورور ولیدل چې دی ښه کرکټ کوي نو یوه ورځ یې ورته وویل "زمانه په میر پور کې د شپاړس کلنو کرکټرانو ازموینې دي، ته هم ازموینه ورکړه ، په تیپ بال کې تېز یې نو کیدای شي چې ته غوره شې"

هغه وایي دغو ازموینو ته لاړو اؤ چې ازموینه یې ورکړه نو همغسې وشول اؤ دی پکې غوره شو.

زمان خان وایي د کرکټ په لوبه کې ده ته د خپلې کورنۍ ملاتړ نه ؤ ترلاسه اؤ ده به خپلې کورنۍ نه پرله پسې غوښتنه کوله چې باید د شپاړس کلنو په ازموینه کې یې ملاتړ وکړي،وایي د کورنۍ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې هغوي ته ډیر ژړلي وؤ.

د نوموړي په خبره کله چې دشپاړس کلنو لوبغاړو په ازموینه کې غوره شو نو بیا د لوبې لپاره اسټریلیا ته لاړو اؤ هلته یې په سیالۍ کې تر ټولو زیاتې وکټې واخستې.

"کله چې ما په وړومبي ځل په پي ایس ایل کې لوبه وکړه نو دغوره باصلاحیته لوبغاړي ویاړ مې وګټلو اؤ اؤ له هلته نه راسره سوچ پیدا شو چې زه د پاکستان ملي لوبډله کې لوبېدلی شم، ماته به نور هم زیار ویستل وي اؤ زه به په ډومیسټک کې نوره هم غوره لوبه کوم"

زمان خان زیاتوي "وخت د سره زما دا مقصد ؤ چې په لویه کچه ولوبېږم اؤ د پاکستان نوم روښانه کړم ،پخپله سیمه کې یوه اکیډمي جوړه کړم ترڅو راتلونکو ځوانانوته هم د لوبېدلو موقعه په لاس ورشي"

نوموړی وایي کرکټ ورته ډیر څه ورکړل اؤ که کرکټ نه ؤ نو کیدای شي چې هغه د خپلې کورنۍ لپاره هیڅ نه وؤ کړي .

د نوموړي په وینا حتی له کرکټ سره د هغه روزي یو په دوه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG