لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي آی اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو په خاطر یې په اوکراین وسلې نه دي خرڅې کړي


پاکستان هغه رپورټونه په سختۍ سره رد کړي چې وایي آی ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو په خاطر یې په اوکراین وسلې خرڅې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د ګل/دوشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم ایف) سره د سټینډ بائ ارجمنټ تړون لپاره ګرانې خو د معاشي اصلاحاتو د نفاذ لپاره بریالۍ خبرې کړې وې اؤ دې مذاکراتو ته کوم بل رنګ ورکول مناسب کار نه دی.

د ډان ورڅپاڼې له مخې امریکایي ویب پاڼې" انټرسیپټ" پخپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې اسلام اباد په مبینه توګه آی اېم ایف نه د پور ترلاسه کولو په خاطر په امریکا په پټ ډول د وسلو په خرڅولو بوخت ؤ.

رپورټ کې ویل شوي چې" د دې وسلو د خرڅولو مقصد د اوکراین پوځ ته سپلایي کول (د وسلو رسول) وؤ اؤ د دې لپاره پاکستان د روس اؤ اوکراین ترمنځ شخړه کې فریق جوړیدو ته اړ کړل شوی ؤ"

د انټرسیپټ په دې رپورټ کې ویل شوي چې دپاکستان لخوا په پټ ډول د وسلو خرڅولو پخلی د پاکستان اؤ امریکایي حکومت د سرکاري دستاویزاتو څخه هم شوی دی.

په یاد رپورټ خپل غبرګون د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي پاکستان د کامیابو مذاکراتو په نتیجه کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پور تړون کړی ؤ اؤ دې ته بل رنګ ورکول هیڅ اساس نه لري.

ویاندې سپیناوی کړی دی چې د اوکراین اؤ روس په شخړه کې پاکستان په بشپړ ډول بې پلوه دی اؤ په دې بنیاد اوکراین ته وسلې یا بارود نه ورکوي.

ممتاز زهره بلوڅ ویلي دي چې د پاکستان دفاعي برامدات مدام د ټولو ضابطو له مخې وي.

د پاکستان اؤ آی ایم اېف تر منځ په 30م جون د دریوؤ اربو ډالرو د پور یو تړون په داسې حال کې شوی ؤ چې پاکستان داقتصادي سقوط پغاړه ولاړ ؤ اؤ د اوږدې مودې نه یې د آی ایم ایف څخه د پور ترلاسه کولو هڅې کولې خو آی ایم ایم ورته د پور ورکولو لپاره سخت شرطونه اېښودي وؤ اؤ څو کرته یې مذاکرات هم ناکام شوي وؤ.

تر دې وړاندې نړیوالې مالیاتي ادارې په کال 2019 کې پاکستان سره د پور تړون کړی ؤ خو دپور دپاتې یو ارب اؤ 10 کروړه ډالرو ورکولو نه یې له دې امله انکار کړی ؤ چې پاکستان آی ایم اېف سره د پور په تړون کې خپلې ژمنې نه وې پوره کړې.

سږکال د جولایي په میاشت کې پاکستان ته دخپل سفر په مهال د اوکراین دبهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا ویلي وؤ چې هغوي د خپل ځان نه د یو ډیر طاقتور دښمن سره په جګړه بوخت دي خو د پاکستان نه هیڅ رقم وسلې نه اخلي.

دپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري هم په دغه موقعه ویلي وؤ چې د روس اؤ اوکراین ترمنځ له جګړې پیل کېدو نه راپدېخوا پاکستان اوکراین ته د وسلو ورکولو هیڅ تړون نه دی کړی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG