لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرعلي کې د وسله والو برید کې دوه عسکر ژوبل شوي،ډیره اسماعیل خان کې یو پخواني عسکر وژل شوی


د شمالي وزيرستان د ميرعلي په حسو خېلو سيمه کې د وسله والو په ډزو کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې لږ لږه دوه عسکر ژوبل شوي دي اؤ په ډېره اسماعیل خان سیمه کې بیا یو پخوانی پولیس چې دبینک ساتونکی ؤ د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي تېره ورځ دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې وسله والو په امنیتي ځواکونو ناتاره ډزې کړې دي.

سرچینې وایي دا پېښه د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل د خسوخیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي برید کې دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

ددې برید پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې امنیتي ځواکونه ته په مرګ کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یوه بله پېښه کې د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې یو پخوانی پولیس عسکر وژل شوی دی.

پولیس سرچینې وایي د نظر حسین په نوم دغه پخواني پولیس عسکر د یو بینک د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله چې تېره ورځ ډیوټۍ لپاره کلاچۍ سیمې ته دتګ پرمهال پرې د هتهاله تاڼې په حدودو کې نامعلومو وسله والو ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.

د هغه د وژنې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې اؤ پولیس وایي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو اؤ په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG