لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی ایم اېف مشره وایي پاکستان دې د شتمنو نه ټېکسونه راټول کړي او بې وزلو خلکو ته دې تحفظ ورکړي


د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم اېف) مشرې کرسټالینا جارجیوا ویلي هغوي پاکستان ته یوازې هم دا وایي چې د امیرانو نه باید ټیکسونه واخلي اؤ غریبانو یا بې وزلو ته تحفظ ورکړي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې د بجلۍ، پټرولو اؤ د ژوند د ورځنېو اړتیاؤ د نورو شیانو بیعې لوړې شوي، ولس یې پرضد سخت احتجاجونه کړي خو حکومت دریځ لري چې له آی اېم ایف سره د شوي تړون په اساس په ستختو فیصلو کولو مجبوره دی.

تېره ورځ نیویارک کې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره له لېدنې وروسته د آی ایم اېف مشرې کرسټالینا جاجیانا د پاکستان جیو نیوز ته ویلي هغوي چې له شتمنو نه د ټیکسونو اخستو اؤ د بې وزلو د تحفظ کومه خبره کوي هم دا د پاکستان ولس هم غواړي.

د پاکستان اؤ آی ایم اېف تر منځ په 30م جون د دریوؤ اربو ډالرو د پور یو تړون په داسې حال کې شوی ؤ چې پاکستان د اقتصادي سقوط پغاړه ولاړ ؤ اؤ د اوږدې مودې نه یې د آی ایم ایف څخه د پور ترلاسه کولو هڅې کولې خو آی ایم ایم ورته د پور ورکولو لپاره سخت شرطونه اېښودي وؤ اؤ څو ځله یې مذاکرات هم ناکام شوي وؤ.

تر دې وړاندې نړیوالې مالیاتي ادارې په کال 2019 کې پاکستان سره د پور تړون کړی ؤ خو دپور د پاتې یو ارب اؤ 10 کروړه ډالرو ورکولو نه یې له دې امله انکار کړی ؤ چې پاکستان آی ایم اېف سره د پور په تړون کې خپلې ژمنې نه وې پوره کړې.

د پاکستان اوسنی نګران حکومت وایي چې له آی ایم اېف سره یې کومې ژمنې کړي دي د هغې سرته رسول یې مجبوري ده اؤ وایي له دې امله اړ دی چې د بجلۍ اؤ پټرولو نرخونه پورته کړي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د آی ایم اېف له مشرې سره خپله لېدنه ګټوره بللې ده اؤ ویلي یې دي چې له هغې سره لېدنه کې یې په معاشي همکارۍ اؤ د اقتصادي ثبات لپاره په کېدونکو هڅو خبرې کړې دي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) ښاغلي کاکړ لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د اقتصادي پرمختیا اؤ ثبات لپاره د ګامونو اخستو خپل هوډ تکرار کړی دی.

همدا شان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په نیویارک کې د بېل اېنډ ملینډا ګیټس د شریک مشر بېل ګیټس سره هم لېدنه کړې ده اؤ پاکستان نه د پولیو د ختمولو، د صنفي برابرۍ اؤ د ماشومانو د خصمانې په چارو یې ورسره خبرې کړې دي.

وزیراعظم کاکړ ویلي د هغه نګران حکومت قامي پولیو ټاسک فورس هیواد نه د پولیو نوغي ویستلو ته هوډمن دی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې ډیر زر به د ملک د هرې سیمې نه د پولیو خاتمه شونې شي.

د نګران وزیراعظم کاکړ لخوا په ایکس رسنۍ د خپور شوي بیان له مخې په دې ملاقات کې بل ګیټس ویلي چې پاکستان نه په بشپړ ډول د پولیو ختمول د هغوي لومړیتوب دی.

کله چې د پاکستان نګران وزیراعظم له ښاغلي بل ګیټس سره د ملاقات په مهال هیواد نه د پولیو د نوغي ویستلو ژمنه تکراروله نو په ورته وخت کې د پاکستان د روغتیا محکمې چارواکو د پښتونخوا پېښور اؤ د بلوچستان پښین سیمو کې په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس د شتون پخلی کړی دی.

د روغتیا د وزارت د چارواکو په حواله پاکستاني رسنیو پخپلو رپورټونو کې ویلي چې د پېښور د چاپېریال نه اخستل شوؤ نمونو کې کوم د پولیو وایرس موندل شوي هغه د افغانستان ننګرهار ولایت کې د موجود وایرس په څېر دي.

همدا شان ویل شوي چې د پښین په چاپېریال کې چې د پولیو کوم وایرس موندل شوي هغه دافغانستان کندهار ولایت کې موجود پولیو وایرس ته ورته دي.

په اګست میاشت کې د پوليو د مخنيوي د پاره د صحت د نړيوالې ادارې د بیړنۍ کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي وو پاکستان کې اوس هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې مشکلات موجود دي او که په افغانستان کې پوليو سېوا کيږي نو هغه د خلکو د زیات تګ راتګ له امله پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام د پاره خطره سېوا کوي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام او صحت چارواکي بيا بيا تکراروي چې د پوليو د مخنيوي دپاره کمپاينونه یې دوامداره دي او هڅه کوي په ټول ملک کې او له افغانستان سره په ګډه پوله د پوليو وايرس په مخنيوي کې کامياب شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG