لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روانه میاشت پاکستان کې د بېنکونو دننه د یو ډالر نرخ 15 او په خلاص مارکیټ کې 33 روپۍ غورځېدلی دی


په پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ دوامداره ده اؤ تېره ورځ په دې کې د یوې روپۍ اؤ دوؤ پیسو له کمې وروسته په بینکونو کې د یو ډالر نرخ 293 روپو اؤ 88 پیسو ته غورځېدلی دی.

پاکستان کې د پیسو بدلوونکو د سازمان مشر ملک بوستان وایي که حکومت د ډالرو د ذخیره کوونکو اؤ قاچاقبرانو پرضد عملیات دوامداره وساتل نو د ډالر نرخ د 250 روپو نه هم په ښکته تللی شي.

په پاکستان کې د حکومت اؤ قانون پځای کوونکو ادارو لخوا د ډالرو د ذخیره کوونکو، غیرقانوني کاروبار اؤ قاچاقبرانو پرضد د عملیاتو پېل کېدو راپدېخوا د تېرو 20 ورځو په مهال د بینکونو دننه د یو ډالر نرخ 15 روپۍ اؤ په خلاص مارکیټ کې 33 روپۍ په ښکته تللی دی.

د روانې میاشتې په پېل کې د پاکستان په بینکونو یو ډالر په 308 اؤ په خلاص مارکیټ کې په 330 روپۍ تبادله کېدو خو پرون د چهارشنبې په ورځ په بینکونو کې یو ډالر په 293 روپۍ اؤ 88 پیسو اؤ په خلاص مارکیټ کې په 297 روپۍ خرڅ شوی دی.

په پاکستان کې د پیسو د تبادلې د سازمان مشر ملک بوستان هیله ښودلې ده چې د حکومت له لوري د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ غیرقانوني کاروباریانو پرضد د عملیاتو نه وروسته به د هیواد په ترسیلات زر کې د 10 نه نیولې تر20 فیصدو زیاتوالی راشي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې پخپل رپورټ کې د ملک بوستان له خولې ویلي چې له عملیاتو وړاندې به د پیسو د تبادلې کمپنیانو ته هره ورځ پینځه ملینه ډالر ورکړی کېدل خو وایي اوس هغوي ته 15 میلینه ډالر ورکړل کیږي چې دا په ورکړل کیدونکو ډالرو کې 200 فیصدي اضافه ښیي.

هغه وایي د پیسو د تبادلې کمپنیو ته د زیاتو ډالرو ترلاسه کېدو له امله د انټربینک اؤ خلاص مارکیټ په نرخونو کې واضحه کمی رامنځته شوی دی اؤ د ډالر نرخ په ښکته تللی دی.

هغه هېله ښودلې ده چې که چرې روان عملیات دوامداره وساتل شي نو په راتلونکو ورځو کې به یو ډالر د 250 روپو نه هم په ښکته لاړ شي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG