لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ: مونږ افغانستان پلورلي یو. غفور لېوال: د خاورې بېلېدو تړون کې د ملت رایې شامله نه ده


په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او وتلي لیکوال ښاغلی عبدالغفور لېوال دپاکستان دنګران وزیراعظم انوار الحق هغه خبرې بې بنسټه اؤ په تاریخي توګه ناسمې بللې دي چې ویلي یې وؤ "زمونږ پلرونه او نیکونه افغانستان د څو پیسو لپاره پلورلي وؤ".

ښاغلي کاکړ ته پخپل یو پرانستي لیک کې غفور لېوال لیکلي" افغان ولس تاسو خرڅ کړي نه یاست، بلکې که د خاورې بېلېدو هوکړې پر مجبورو، ناروغو او ګواښ لاندې امیرانو تپل شوي وي، په دې کې نه د ملت اراده شامله ده، نه یې هغو مستبدو امیرانو استازولي کوله".

وړمه ورځ د لاهور په لمز پوهنتون کې د طالبعلمانو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په وخت انوار الحق کاکړ د ګندمک تړون باندې کلکې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ "کله چې د انګلستان سلطنت پراختیا موندله د ایران اؤ روس لوري ته اؤ یوه ستره لوبه کېدله د ګندمک په سیمه کې ټول ښارونه په څو روپیو خرڅ کړی شوي وؤ".

په خټه پښتون نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ په دغه موقعه طالبعلمانو ته ویلي وؤ "زه د خرڅې شوې برخې څخه یم اؤ تاسو هم د خرڅې شوې برخې یئ، پیسې د کابل اؤ‌ کندهار څه خلکو اخستې وې".

د نګران وزیراعظم وینا وه ،دې کې شک نه شته چې پېښور اؤ کوټه د افغانستان برخه وه، خو د هغه په خبره ، دپښتنو تر ټولو زیاته ابادي کابل، کندهار یا پېښور اؤ کوټه کې نه ده بلکې تر ټولو زیات پښتانه په کراچۍ کې اباد دي.

وزیراعظم کاکړ ویلي تر کراچۍ وروسته په لاهور کې د پښتنو ابادي ډیره زیاته ده، "لاړ شئ لاهور کې دا خیمو واله وګورئ، لاړ شئ د لاهور شا وخوا ابادیانې وګورئ، د لاهور ګیر چاپیره ډېر زیات پښتانه اباد دي. تاسو د مردان یئ، زه د کوټې یم، سل کاله وړاندې زمونږ پلرونه اؤ نیکونه چا خرڅ کړي وؤ؟ زمونږ ستر افغاني پلار، نیکه".

خو افغان لیکوال غفور لېوال بیا پخپل پرانیستي لیک کې وزیراعظم کاکړ ته په ځواب کې ویلي "دا څه مانا، چې په کراچۍ کې تر پېښور او کویټې او یا کابل پښتانه ډېر دي؟ هسې خو موږ په میلیونونو پښتانه په هندوستان کې هم لرو. دلته کیسه یوازې د پښتنو نه ده. کیسه د افغان او افغانستان ده ".

غفور لېوال وایي، تاریخي افغانستان د افغان ملتپالنې پر بنسټ جوړیږي، نه پر دې بدلېدونکیو سرشمېرنو، چې پښتانه نن چېرته څومره دي؟"

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په لمز پوهنتون کې طالبعلمانو ته خپله ونیا کې ویلي وؤ "مونږ خرڅ کړی شوي یو، ایا ستاسو مشرانو تاسو ته دا نه دي ویلي؟ ایا ستاسو مشرتابه تاسو ته نه دي ویلي چې ستاسو پلرونو او نیکونو تاسو خرڅ کړي وئ؟

پخپل پرانستي لیک کې انوار الحق کاکړ ته په مخاطبه غفور لېوال لیکلي، " افغان ولس تاسو خرڅ کړي نه یاست، بلکې که د خاورې بېلېدو هوکړې پر مجبورو، ناروغو او ګواښ لاندې امیرانو تپل شوي وي، په دې کې نه د ملت اراده شامله ده، نه یې هغو مستبدو امیرانو استازولي کوله او نه هم هغه مستبد امیران په تاریخ کې له دې ملامتۍ خلاص شوي دي".

غفور لېوال وایي د خاورې بېلتون او پيوستون د ولسونو صلاحیت دی، نه د واکمنو "دا جبر هغه ښکېلاکي ځواک پر افغان امیرانو په زوره تپلی، چې ته یې اوس هم (ولایت) بولې او جوړ کړی قانون یې اوس هم تاته تر هرڅه مقدس دی".

د ګندمک معاهدې په اړه خپل سپیناوي کې ښاغلي غفور لېوال لیکلي" امیرشېرعلي خان د خپل هېواد د ژغورلو لپاره په منډو رامنډو کې د ۱۸۷۹ زیږدي د فبرورۍ پر ۲۱ مه زاره‌ چاودی شو. زوی یې محمد یعقوب خان اووه کاله د بالاحصار په زندان کې ربړول شوی و، یو ناروغ، وېرېدلی، له رواني ناروغۍ کړېدلی بې ارادې بنیادم چې انګریزانو ته په لاس ورغی، ګندمک هوکړه یې پرې لاسلیک کړه، په دې کې د افغان ولس کومه اراده ګورئ، چې تاسو به یې خرڅ کړي یاست؟"

د ډیورنډ تړون:

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوندلیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

پاکستان دا کرښه افغانستان سره خپل مستقل سرحد ګڼي خو د افغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

ښاغلي غفور لېوال پخپل پرانستي لیک کې د ډیورنډ د تړون په اړه لیکلي، "امیرعبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کې واکمن شو، په کابل کې یې د ناستې ځای نه و، پاچايي یې له یوه کرايې کوره پیل کړه. ده د افغانستان نوې اداره جوړه کړه، وطن یې یو لاس کړ، خو د استبداد و شکنجو په زور. دغه مستبد واکمن د انګریز ضد پاڅون ملي مشران یا ووژل یا یې له وطنه وشړل".

هغه وایي "ډيورند په داسې یوه پاچا وتپل شو، چې د خپل ولس له سرونو څخه یې لسګونه کاله منارونه جوړ کړي دي. لسګونه زره افغانان یې وژلي او یا یې په تورو څاه ګانو او زندانونو کې ربړولي دي. هغه پر خلکو داسې ورځې راوستې، چې خرڅېدل پرې شرف لري".

غغور لېوال د وزیراعظم کاکړ نه پخپل لیک کې پوښتنه کړې ده چې تاسو څنګه یو لوی ملت د داسې یوه امیر په کړنه ګرموئ، چې پر هغو یې ژوند دوزخ ګرځولی و؟ تاسو د تاریخ د هماغې دورې ټول جبرونه، ځواک، حالت او شرایط پېژندلي دي؟

د ښاغلي لېوال په خبره، ولس له هماغه پیله هغه امیران غندلي او په تاریخ کې یې په تورو نومونو ثبت کړي، چې د وطن د تجزیې تور یې له نومونو سره تړل شوی دی. ولس په هېڅ یوه تور بېلوونکي تړون کې ګرم نه دی. هیچا یې رایه نه وه غوښتې، هیچا یې نظر پوښتلی نه و.

د برلین دیوال مقایسه د ډیورنډ سره:

غفور لېوال وایي ،"د نړۍ لویو زبرځواکونو جرمني هم وېشلې وه. ډیورند خو لا فرضي کرښه ده، چې پر هوکړه‌لیک یې د افغانستان د امیر نه مهر شته نه لاسلیک، د جرمني په زړه (برلین) کې یې د ډبرو دیوال پورته کړی و او پر سر یې برېښنايي لوڅ مزي تېر شوي و دغه دیوال یې وسپنیزه پرده ګڼله. خو جرمن ملت دا ویش نه و منلی، چې وخت یې راغی او ملت اراده وکړه، هغه د شرم تاریخي دیوال یې دوړه کړ"

لېوال زیاتوي، په ۱۹۸۹م کال کې چې جرمنیانو دغه دیوال نړولو، هیچا داسې ونه ویل، چې موږ هېټلر خرڅ کړي و یا فردریش ویلهلم پیک (د ختیزې جرمني لومړنی واکمن، چې د روسانو له سره لښکر سره برلین ته راغی او واکمن شو) پلورلي وو. "دا چې هېټلر، پیک، امریکا، شوروي او انګریز هرڅه کړي وو، بېله خبره وه، خو جرمن ملت غوښتل سره یو شي! بیا نو تاریخ ستاسو تر مخ دی".

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه سره په دې وروستیو کې پخپلو خبرو کې ویلي وؤ چې د انګريزانو د هند څخه د تلو وروسته پاکستان دریځ لري چې د ډېورنډ کرښې معاهده د پاکستان په برخه کې رسېدلې ده.

"نړيوال قانون دا وايي چې يو رياست ختم شي يا ترې نور رياستونه جوړ شي نو په رياست کې چې کوم وراثتي رياستونه جوړ شي نو که نړيوالې معاهدې شوې وي نو هغه دوی ته په وراثت کې پاتې شي، نو زما په خيال د پاکستان دا پوزيشن واضحه دی".

د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر منظور اپريدي هم ډيوه سره خبرو کې ویلي، په ډېورنډ د پاکستان ازادۍ وروسته مسلې روانې دي او د دواړو هېوادونو تعلقات هم پرې اغېزمن شوي دي خو ددې شخړې هواری پکار دی.

نوموړی ویلي"پاکستان او افغانستان په خپل مېنځ کې هم ددې حل راويستلی شي، او که د نړيوالو سرپرستي دې خبرو ته ترلاسه شي نو دا به نوره هم ښه شي"

په ډیورنډ د طالبانو د حکومت دریځ:

سږ کال چې د ډیورنډ دکرښې په اړه دپاکستان اؤ طالبانو دحکومت ترمنځ په ډیورنډ کرښه جنجالونه پیدا شول نو په 7مه فرورۍ د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني د ډيوه خبریال عبدالرزاق ته ویلي وؤ طالبان دا مهال د افغانستان د اقتصاد ترڅنګ نورو لویو مسلو ته متوجه دي او پاکستان سره به د ډیورڼد کرښې په اړه په خپل "فرصت" خبرې کوي.

د ښاغلي سمنګاني وینا وه "دا خو يوه ډېړه زړه مسله ده او مونږه غواړو چې دغه شان موضوعاتو باندې په خپل فرصت سره او په خپل وخت سره خبرې وکړو.

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاد ناصر شفيق هم په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي چې د ډېورنډ د کرښې تړون د دباو لاندې ترسره شوی او په نړيواله کچه اسناد هم نه لري ځکه د افغانستان واکمنو او ملت وخت په وخت د دې ترديد کړی دی.

هغه وایي"مونږ په دې باور يو چې ډېورنډ يوه فرضي کرښه ده او دا ځکه چې امير عبدالرحمان خان په افغانستان کې د داسې واکمنۍ حالت کې و چې هغه په ټول افغانستان بشپړه واکمني نه درلودله، او انګلستان له مخکې نه هم دې ته اړ کړی و چې دې مجبوره شي او يو داسې سند لاس ليک کړي چې د هغې له مخې ګوا کې ددغه برخه د زمکې یې خرڅه کړې ده نو دا يو نړيوال سرحد نه دی او نه په نړيوالو اسنادو کې د دې اسناد شتون لري".

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې فارن پالیسي پخپل یو وروستي رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغان طالبانو ملاتړ پاتې شوی دی، خو دا وخت یې د کابل واکدارانو سره د دواړو هیوادونو تر مینځه په پوله د ازغن تار په لګولو لانجه پیدا شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، پروسږکال په ۱۹م دسمبر طالبانو ننګرهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په پوله لګول کیدونکی ازغن تار خپله ولکه کې واخستو اوخبرداری یې ورکړو چې نور تار دې باید ونه غځول شي. بیا په ۳۰م دسمبر ورته پیښه نمروز ولایت کې هم تکرار شوه.

د تېر کال د دسمبر 20 مې نېټې وروسته په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډوي چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG