لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکا لخوا د افغانانو هغه استول شوی لست رد کړی چې ښايي امریکا ته به ولاړ شي


واشنګټن – امریکايي چارواکو ویلي، دوی له پاکستاني چارواکو سره له نېږدې په دې کار کوي چې لږ تر لږه د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو خوندیتوب باوري کړي چې ښايي شي د امریکا د ځآنګړې ویزې له لیارې امریکا ته وغوښتل شي.

خو یو جګ پوړي پاکستاني چارواکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، اسلام اباد له دې امله دا لست رد کړی چې ډېره ګډوډي او غلطي پکې وه.

یو پاکستاني چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي، "د ۲۵۰۰۰ افغانانو نوملړ د کډوالو د ویستلو د نېټې له پای ته رسېدو څخه یواځې څو ورځې مخکې له پاکستان سره شریک کړای شوی.‌ مونږ ارزولی خو ګډوډ او نامکمل و."

دغه چارواکي‌ زیاته کړې، امریکايي لوري د پاکستان له نیوکو وروسته دغه لست بېرته اخیستی او ژمنه یې کړې چې د غلطیو له لېرې کولو وروسته به یې بېرته واستوي.

واشنګټن په رسمي توګه سمدستي د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.‌

خو یو امریکایي چارواکي د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، دوی امریکا ته له پاکستان څخه د قانوني افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ویستلو په برخه کې کار کوي چې په سم او خوندي ډول وویستل شي‌ او دا د امریکا د حکومت لپاره لومړیتوب لري.

دغه امریکايي چارواکي‌ د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، "له خطر سره د مخ کسانو د ژغورلو لپاره، مونږ د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو نوملړ د پاکستان له حکومت سره شریک کړی چې امریکا ته د تګ لپاره یې کارونه روان دي."

هغه زیاته کړه، "مونږ دغو کسانو ته لیکونه استوو چې هغوی یې بیا د سیمې چارواکو ته وښيي چې دوی امریکا ته د تګ په پروګرام کې دي."

پاکستان د هغو بهرنیانو راټولول او ویستل پيل کړي چې د دوی په وینا قانوني اسناد نه لري.

په دې ډله کې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال دي چې ورته د وتلو لپاره یواځې یوه میاشت وخت ورکړل شوی و او دغه نېټه د شورو یا چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېدله.

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې نېږدې دوه نیم لکه افغانان د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې خپل هېواد ته ستانه شوي چې له نیول کېدو او په جبري توګه له ویستل کېدو څخه خوندي وي.

ملګروملتونو او پاکستان چارواکو ویلي، په هغو کسانو کې چې له جبري ویستل کېدو سره مخ دي شپږ لکه هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته له افغانستان څخه وتلي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG