لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پښتنو سياستوالو او فعالانو د افغان کډوالو ويستلو حکومتي پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې


پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د افغان کډوالو شړلو حکومتي پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعالانو امنه مسعود جنجوعه، قانون پوهه جبران ناصر، ايمان مزاري او نورو سپريم کورټ ته خواست کړی دی.

خو د ځايي رسنيو ترمخه، سپريم کورټ تراوسه پورې ياد خواست د اورېدنې دپاره نه دی منظور کړی.

د پاکستان حکومت په دریم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

ياده نېټه پرون سر ته رسېدلې او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د 150 کسان نیول شوي دي.

په نيول شوو کسانو کې ګڼو تور لګولی پاکستاني شناختي کارډونه، پي او ار او افغان سيټيزن کارډونه لري د هغې باوجود نيول شوي دي.

يو چارواکي د نوم نه ښکار کولو په شرط وي او اې ډیوه ته ویلي، په نيول شوو کې يواځې 14 غېرقانونه غېر ملکيان دي.

پرون د کراچۍ د غربي ضلعې مرستيال کمشنر جنېد اقبال له مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو، د نيول شوو کسانو د ساتنې په مرکزونو کې د نادرا، اېف آی اې او پوليس ترڅنګ نورې ادارې د قانوني اسنادو لرونکو تصديق کوي که د چا سره کوم قانوني سند نه وي بيرته به خپلو ملکونو ته لېږلی شي.

هغه ويلي، يواځې افغانان نه نيول کيږي په کراچۍ کې به ټول غېر قانونه برميان، بنګاليان او نور نيول کيږي. خو پرون په کراچۍ کې زياتره افغانان، پښتانه نيول شوي دي.

د افغان کډوالو د ويستلو حکومتي پرېکړې ته پښتون ملت پاله او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ویلی او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه پرېکړه غندلې وه.

خو پاکستاني چارواکو بيا بيا تکرار کړې، د غېر قانونه غېر ملکيانو فېصله يواځې د افغانانو دپاره نه ده.

د محسن داوړ ملي جمهوري غورځنګ په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي،

"د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، فرحت الله بابر، سېنېټر مشتاق، امنه مسعود جنجوعه، جبران ناصر، سيد معاذ شاه، پاسټر غزاله پروين، ايمان مزاري، احمد شبر، عمران شفيق، ليوک وکټر، سيال شفيق له راحیل قاضي سره، په سپريم کورټ کې د اېپکس کمېټۍ او نګران حکومت د افغان کډوالو ويستلو د فېصلې ضد خواست کړی دی".

محسن داوړ په فېس بک ويلي،

"موږ د اساسي قانون د 184 (3) مادې لاندې په ستره محکمه کې یوه عریضه وړاندې کړه،چې د افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او نورو د اخراج په اړه د ايپکس کمیټۍ او سرپرست حکومت لارښوونې ننګوي".

له دې يوه اوونۍ وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې له پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو غېر ملکيانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب جوړېدی شي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو، "پاکستان کې له دوو میلينو څخه زيات اسناد نه لرونکي افغانان اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي".

هغې ویلي وو، "مونږ باور لرو چې ډېر افغانان د بيرته ستنولو په صورت کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو له خطرو سره مخ کېدی شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدی شي، د تشدد، ظلم او غېر انساني سلوک سره مخ کېدی شي".

شمداساني زياته کړې وه، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو ساتونکي، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او جينکۍ د خطرو ښکار کېدی شي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پرون يو ځل بيا ویلي، "د هغو هيوادونو مننه کوي چې په تيرو څه باندې 40 کلونو کې یې افغانانو ته ځای ورکړی خو يو ځل بيا ترې غواړو افغانان مجبور نه کړي چې په زوره او بې له اماده ګيو څخه جبرا اخراج شي بلکې وخت ورته وکړي".

هغه ويلي، د راستنېدونکو مهاجرينو په اړه د واکمنو طالبانو مشرانو، زمه وارو چارواکو ته حکم کړی چې د مهاجرينو ښه خدمت وکړي. هغه دا هم ويلي "هغه هيوادوال چې د سياسي تشويشونو له امله له هيواده وتلي ډاډ ورته ورکوي بيرته دې راستانه شي او په خپل هيواد کې دې ارامه ژوند وکړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG