لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په دشتِ برچي سیمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او 14 یې ټپیان کړي دي


د بل په مشهوره دشتِ برچي سیمه کې نن ماښام بیا چاودنه شوې ده چې د طالبانو د چارواکو په وینا لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان شوي دي. په دې سیمه کې په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر چاودنې شوې دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې ده.

عیني شاهدانو د شنبې- خالي په ورځ وویل دغه چاودنه ماښام مهال د دشت برچي د «ناظر کلا» په سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې وایي، د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې دا چاودنه د سپرلۍ په یو کاسټر موټر کې شوې ده:

"د لومړنیو معلوماتو له مخې په یاد موټر کې ناست دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي او 14 تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان په بیړه روغتونونو ته وړل شوي او د پیښې په اړه د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي".

بلې خواته د دې چاودنې عيني شاهدان وايي، د بريد هدف کاسټر ډوله ښاري بس وو، وایي چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده، خو پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کريم په نامه يو دوکاندار چې چاودنه يې له دوکان سره نیژدې د سړک پر غاړه شوې، وويل چې له چاودنې وروسته د کاسټر موټر اور واخیست. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډو کې هم لیدل کېږي چې پر کاسټر موټر اور بل دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید ذمه واي نه ده منلې،‌ خو په دې سیمه کې چې په تېرو کلونو کې کوم بریدونه شوي اکثر هزاره توکمه شیعه مسلمانان پکې وژل شوي او د داعش خراسان څانګې یې تل د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې یې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

د تېر کال د اکتوبر پر 26مه هم د کابل ښار د دشتِ برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې چادونې څلور تنه وژلي او نهه تنه ټپیان کړي وو. د هغې چاودنې ذمه واري هم داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د شمالي ولایت بغلان په مرکز پلخمري ښار کې هم د اکتوبر پر 13مه په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه 10 تنه شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي او 15 نور ټپیان شوي وو. د داعش خراسان ددغه برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG