په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې د اسرایل په ضد د ایران ترسره شوو بریدونو ته د ایران د مشروع دفاعي اقداماتو نوم ورکړی اؤ ویلي یې دي چې اسرایل په سیمه کې د نورو هیوادونو خپلواکۍ ته ضرر رسوي اؤ د ناامنۍ خورولو هڅه کوي.
د ملګروملتونو، امریکې، پاکستان سعودي عرب په ګډون یو شمیر نورو عربي اؤ اروپایي هیوادونو په اسرایل د ایران د تېرې شپې د برید راپدیخوا سیمه کې د تاو تریخوالي په سیوا کېدو اندېښنې ښودلي دي.
د خالي اؤ اتوار به منځ شپه کې ایران په اسرایل نزدې 200 ډرونز اؤ کروز میزال داغلي اؤ دامریکا سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکایي ځواکونو اؤ مهماتو په مرسته دا ډرونز اؤ کروز میزایل د اسرایل په خاوره کې له لګیدو مخکې رانسکور کړی شوي دي.
ایراني رسنیو ویلي چې دا برید د اپریل په وړومبۍ نیټه د اسرایل لخوا دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د شوي هغه برید په بدل کې شوی چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواک د مشر په ګډون پکې 12 کسان وژل شوي وؤ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران برید ته پخپل عکس العمل کې ویلي:
"صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل".
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو قام ته پخپله یوه وینا کې ډاډ ورکړی چې د اسرایل ځواکونه د هر تېري مقابلې ته چمتو دي.
نیتن یاهو ویلي "زمومو واضحه اصول دي چې څوک راته نقصان رسوی، نقصان به ور رسوؤ اؤ مونږ د هر رقم خطرې په وړاندې پخپله دفاع کولو پوهیږو".
د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د تېر کال له اکتوبر راهيسې اسرایل په غزه کې تر ۳۳ زرو د زياتو ملکيانو د "نسلوژنې" په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د خپلواکۍ یا حريم د زیانمنولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې چې په غزه کې له خپلو "جنايتونو" د نړۍ پام په بله واړوي.
طالبانو وایي، د دوی حکومت (چې دوی ورته د افغانستان اسلامي امارت وایي)، د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې "د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي"
بل لوري ته د اسرایل په درخواست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه نن د یکشنبې په ورځ رابلل شوې ده.
اسرایل د امنیت شورا صدر یا رییس ته لیکل شوي خط کې ویلي چې د ایران حمله د نړیوال امن اؤ سلامتۍ لپاره ستر ګواښ دی خو رسنۍ وایي چې ایران هم بیا د امنیت شورا رییس ته ځوابي لیک لیږل اؤ په هغې کې یې د خپل اقدام نه دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې دا کړنه یې د نړیوالو قوانینو سره برابر وه.
Forum