لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 احسان الله احسان ته په سزا غوښنونکي فضل خان ایډوکیټ په پېښور کې برید شوی دی


په فضل خان ایډوکیټ نن مازیګر د پېښور په یکه توت کې برید شوی دی. د فضل خان ملګري ډاکټر سید عالم مسید ويلي د فضل خان په لاس ګولۍ لګیدلې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې په هغه دا برید چا کړی دی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر لیکلي دي په فضل خان نامعلومو کسانو ډزۍ کړي دي، ښاغلی پښتین لیکي:

"د پېښور د ارمي پبلک سکول د شهیدانو د فورم صدر، د یو ماشوم شهید پلار او د مرکزي کمیټۍ د غړي فضل خان ایډوکیت په ګاډي ډزې شوي دي”

د منظور پښتین تر مخه فضل خان په دغه برید کې بچ شوی خو واي چې دوي به په دغه پېښه غلي نه کيني:

"د حکومت نه به تپوس کوو چې هر ځل د مزاکراتو په مهال د پي ټي ایم په غړو حملې ولې کېږي"

فضل خان د حملې ورستو په خپله میډیا ته وویل مرګ یې په خپلو سترګو وکتلو هغه وویل د دوه ګزو د فاصلې نه ورباندې حمله کونکو پوره جاجر تش کړو.

هغه وویل دده د چا سره دښمني نشته خو ګناه یې دا ده چې دوي د خپلو وژل شوو ماشومانو د قاتلانو په ضد ولاړ دي. هغه وویل دا حمله ورباندې ریاست کړې ده. هغه وویل ددې حملې مقصد د هغه ویرول نه بلکې وژل وو.

د حملې ورستو په پېښور کې میډیا ته په خبرو کې د فضل خان ملګري شهاب الدین خان وویل چې په فضل خان موټر سایکل سوارو نیغې ډزې وکړې.

هغه وویل د نامعلومو کسانو خلاف یې مقدمه درج کړې خو خپل قاتلان ورته معلوم دي. سید عالم مسید تور پورې کړو دا ریاستي ترهګر دي.

د فضل خان دې تازه تور ته کوم حکومتي چارواکي لا جواب نه دی ویلی خو د پاکستان پوځ ددغو شان تورونو نه تل انکار کوي . د پوځ ویاند وخت په وخت د ترهګرو په ضد عمیاتو کولو او ورته د ماتې ورکولو د دعو تر څنګ دا هم واي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ ډېر عسکر او افسران وژل شوي دي.

فضل خان ایډوکیټ اکثره په خپلو خبرو کې په پوځ تور لګوي چې د پېښور ارمي پبلک سکول د حملې قاتلان ورته معلوم دي.

فضل خان په یوه مرکه کې وي او ای ډیوه ته ویلي وو پوځ د ارمي پبلک سکول د ماشومانو قاتل احسان الله احسان خپل میلمه کړی دی.

د فضل خان یو زوی د پېښور ارمي پبلک سکول په خونړۍ حمله کې وژل شوې وو.

د پېښور آرمي پبلک سکول ترهګر حملې دوه ورځې وروسته احسان الله احسان میډیا ته ویلي وو چې په دغه حمله کې لاس نه لري.

د کال 2017 د اپرېل په مياشت کې د پاکستان پوځ ويلي ؤ د تحریک طالبان پاکستان پخوانی او د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې موجوده ویاند احسان الله احسان الله ځان پوځ ته سپارلی دی.

د پوځ د هغه وخت وياند میجر جنرل آصف غفور ويلي وو:

"دا د پوځ غټه کاميابي ده چې غټ دښمنان يې ورته ځان سپاري"

د روان کال فرورۍ په شپږمه نېټه په سوشل میډیا خپور شوي یو پېغام کې احسان الله احسان د تښتېدو د دعوې سره دا ګواښ هم کړی ؤ چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتي ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي.

هغه ويلي ؤ سږ کال د جنورۍ په 11 نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG