لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د افغان جينکو زده کوونکو دپاره سکالرشيپونه اعلان کړي


د عبدالولي خان پوهنتون وي سي ډاکټر ظهورالحق وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، دوی دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د پوهنتون د سينډيکېټ په غونډه کې کړې ده، او د افغانستان د جينکو زده کوونکو دپاره یې 50 بورسونه اعلان کړي دي
د عبدالولي خان پوهنتون وي سي ډاکټر ظهورالحق وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، دوی دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د پوهنتون د سينډيکېټ په غونډه کې کړې ده، او د افغانستان د جينکو زده کوونکو دپاره یې 50 بورسونه اعلان کړي دي

د خېبرپښتونخوا په مردان کې عبدالولي خان پوهنتون د افغان جينکو زده کوونکو يا محصيلينو دپاره په ډګري پروګرام کې سکالرشيپونه يا بورسونه اعلان کړي دي، د پوهنتون مشر [وي سي] وايي، "افغان جينکۍ زده کوونکې په خپل وطن کې زده کړو ته رسايي نه لري زمونږ زمه واري ده چې رسايي ورکړو".

د عبدالولي خان پوهنتون وي سي ډاکټر ظهورالحق وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، دوی دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د پوهنتون د سينډيکېټ په غونډه کې کړې ده، او د افغانستان د جينکو زده کوونکو دپاره یې 50 بورسونه اعلان کړي دي.

هغه وويل دغه جينکۍ زده کوونکې به په پوهنتون کې دننه زده کړې ترلاسه کوي د دوی خوښه ده که په پوهنتون کې دننه د جينکو کالج يا پوهنتون کې د هلکانو او جينکو په شريکو زده کړو کې داخلې اخلي.

د نوموړي په خبره دا د پوهنتون خپل ګام دی چې پورته کړی یې دی او پوهنتون کولی شي چې په خپل سر دغه کام واخلي ځکه د هغه په وينا پوهنتون د دې دپاره خپلې پېسې لري.

ډاکټر ظهور الحق وويل، "افغان زده کوونکې جينکۍ په خپل وطن تعليم ته رسايي نه لري دا زمونږ زمه واري ده چې رسايي ورکړو".

ښاغلي وي سي زياته کړه، "افغان زده کوونکې چې بل وطن ته ځي زده کړو له، د پښتنو وطن ته دې راشي".

عبدالولي خان پوهنتون دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې د کال 2021م په اګست کې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي او په افغان زده کوونکو جينکو یې د مينځنۍ کچې سکولونو، کالجونو او پوهنتونو په زده کړو بنديزونه لګولي دي.

طالبان دعوه کوي چې ښځو ته د اسلامي قانون شريعت لاندې حقونه ورکوي او د وضعيت په ښه کېدو به د جينکو سکولونه پرانيزي.

د عبدالولي خان پوهنتون فنانس ډایریکټرې ډاکټر شایسته ارشاد وي او اې ډیوه ته وويل، "که افغان زده کوونکې په پوهنتون کې داخلې وکړې، نو راتلونکي کال به د جينکو زده کوونکو دپاره بورسونه نور سېوا کړي".

هغې وويل، "افغان زده کوونکې کولی شي چې په انلاين بڼه هم داخلې وکړي د پوهنتون په وېب پاڼه د داخلو فارمونه موجود دي".

درې ورځې وړاندې د متحده عرب اماراتو الحبتور ګروپ ويلي وو، په افغانستان کې واکمنو طالبانو متحده عرب اماراتو ته زده کړو له تلونکو يو شمېر جينکو مخه نيولې وه.

د وي او اې اشنا د خبر ترمخه، د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور د طالبانو دغه عمل "ژوره ټرېجيدي يا الميه بللې"، او "د انسانیت، تعلیم، مساوات او عدالت پر اصولو یې یو ګوزار" ياد کړی دی.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا په دغه حواله کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

طالبان دوه کاله وړاندې په 15م اګست 2021 په افغانستان واکمن شوي له دغې وروسته یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغان ښځو او جينکو ډېر بنديزونه لګول شوي او په نړيواله کچه د سختو نيوکو سره مخ دي.

امریکا، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو نه وار په وار غوښتي چې د جينکو په تعلیم او ښځو په کار لګولي بنديزونه لري کړي.

تېر کال د دسمبر په میاشت کې چې طالبانو د جينکو پوهنتونونو ته په تلو بندیز لګولی امریکا یې دغه پرېکړه غندلې او ويلي یې وو،

"طالبان د هغې پورې تمه نه شي لرلی چې نړۍ يې په رسميت وپېژني څو پورې چې يې په افغانستان کې د ټولو حقونو ته درناوی نه وي لرلی او دا پرېکړه به د طالبانو دپاره ډېرې سختې نتيجې ولري".

د روان کال جنورۍ په میاشت کې د اسلامي همکارۍ تنظيم [او آی سي] په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په هغه پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ يې د کانکور د ازموينې څخه منع کړې وې.

په افغانستان کې د طالبانو واکمني تراوسه پورې د نړۍ يو ملک په رسمیت نه ده پېژندلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG