لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن اختر پیغام: "خواخوږۍ مې د غزې غوندې شخړو له خلکو سره دي"، نتنیاهو "غلطي" کوي


د امریکې صدر جوبایډن مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلي او د خپلو نېکو هیلو له څرګندولو سره یې ویلي، دی د هغو خلکو په اړه هم فکر کوي چې د غزې او سوډان غوندې سیمو کې د جګړو، لوږې او بې کورنۍ له ستونځو سره مخ دي. بایډن په یوه تازه مرکه کې ویلي په غزه کې د اسرایل د وزیراعظم د جګړې طرز یوه "غلطي" ده.

بایډن بېګا ناوخته پر ایسک په یوه پوسټ کې ویلي، لکه څنګه چې نن مسلمانې کورنۍ او ټولنې کوچنی اختر لمانځي، خو وایي دوی ورسره د ډېرو نورو هغو په فکر کې هم دي چې په دې ورځ درد محسوسوي:

"اوس د دې وخت دی چې بیا اراده وکړو او د امن د ټینګښت او د ټولو د وقار لپاره په ګډه کار وکړو".

صدر جو بایډن وایي د حماس وسلوالې ډلې خلاف د اسرایل د جګړې په اړه د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو له نظر سره متفق نه دی او وایي اسراییل باید غزې ته د بشري مرستو رسېدو د اسانتیا لپاره د جګړې درولو غوښتنه وکړي.

صدر بایډن دا خبرې د هسپانوي ژبې نیټورک «یونیویژن» ته د اپریل په دریمه کړې خو پرون د سه شنبې- نهې په ورځ خپره شوې ده.

د دې مرکې تر ریکارډ کېدو دوې ورځې وروسته ل اسرایلي ځواکونو په غزه کې ورلډ سنټرل کیچن مرستندویه ډلې اوه کارکوونکي په برید کې و وژل چې د صدر بایډن په ګډون نړیوال پرې سخت غبرګون ښکاره کړ او اسرایل پرې د غلطۍ بخښنه وغوښته.

صدر بایډن وویل د غزې خلکو ته د خوراکي توکو او طبي مرستې نه رسېدو لپاره هیڅ عذر نه شته او وایي دا هڅې باید "اوس تر سره شي." بایډن وویل هغه څه چې دی یې غوښتنه کوي هغه له اسرایلو یواځې د ډزبندۍ غوښتنه ده:

"باید [اسرایل] په راتلونکو شپږو اتو اوونیو کې ټولو خوراکي توکي او دارو درملو ته غزې ته د رسېدو لپاره د بشپړ لاسرسي اجازه ورکړي. ما له سعودي نیولې تر اردنیانو او مصریانو پورې له هر چا سره خبرې کړې دي، دوی تیار دي چې دا خواړه دننه کړي".

وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ وایي تېره اوونۍ چې صدر بایډن له وزیراعظم نتنیاهو سره په تلیفون خبرې وکړې کټ مټ همدغه خبرې یې ورته وکړې او ټینګار یې وکړ چې په غزه کې بشري حالت ورته "د منلو وړ نه دی."

امریکا پر حماس ډله هم فشار اچوي له اسرایل سره دې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي چې له مخې یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه ودرول شي او په نتیجه کې یې شاوخوا 100 پاته یرغمل کسان خوشي شي او په بدل کې یې اسرایل په سلګونو فلسطینیان خوشي کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د ډزبندۍ وړاندې په قاهره کې حماس ته وړاندې شوی او وایي دا "ډېر سنجیده" وړاندیز دی او "باید ومنل شي."

بلینکن وویل، "دا اوس په حماس پورې تړلې ده، نړۍ ورته ګوري چې دا ډله څه کوي."

حماس د سه شنبې- نهې په ورځ وویل دې وړاندیز د دوی غوښتنې نه دي پوره کړې، خو دوی به ورباندې غور وکړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل چې هیواد به یې پر اسرایل باندې د برتانوي کمپنیو د وسلو پر خرڅلاو باندې بندیز ونه لګوي، خو وایي "دا خبره باید روښانه کړم، موږ په غزه کې د بشري لاسرسي پر مسله ژورې اندېښنې لرو."

اسرایل وایی د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې د 1,200 کسانو تر وژل کېدو او شاوخوا 250 له یرغمل کېدو وروسته یې د حماس خلاف د جګړې اعلان کړی وو.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا په غزه کې د اسرایلو په پرله پسې ځوابي بریدونو کې تر اوسه پورې تر 33000 ډېر کسان وژل شوي دي چې وایي په درو کې دوې برخې یې ښځې او ماشومان دي.

بلینکن وویل جګړه به میاشت مخکې ختمه شوې وای که حماس "خپلې وسلې ایښې وای، د ملکي خلکو تر شا پټېدل یې بند کړي وای او تسلیم شوي وای."

بلینکن وایي بایډن "زموږ اندېښنې روښانه کړې دي، موږ ژورې اندېښنې لرو چې که اسرایل په جنوبي ښار رفح کې عملیات کوي نو ملکي وګړي به له دې ځایه را باسي چې زیان ورته ونه رسیږي".

بلینکن وویل هغه په رفح کې په نیژدې وخت کې څه نه ویني او باور نه لري چې د امریکې او اسرایلي چارواکو د راتلونکې اوونۍ تر لیدو مخکې به څه پېښ شي.

امریکا په رفح کې د اسرایل د پلان شوي برید مخالفت کوي، د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي اسرایل ورسره د برید نیټه نه ده شریکه کړې او وزیراعظم نتنیاهو د دوشنبې- ګل په ورځ وویل په رفح باندې د برید لپاره یوه نامعلومه نېټه ټاکل شوې او د حماس خلاف د جګړې د ګټلو لپاره د اسرایل برید مهم دی.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي څخه اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG