لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایل د ایران برید، صدر باییډن د ملي امنیت ډلې سره بېړنۍ لېدنه کړې اؤ د اسرایل سره د یووالي هوډ یې تکرار کړی


د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او میزایلو ورویشتلو وروسته د امریکا صدر جو باېډن په واېټ هاوس کې د ملي امنیت ډلې سره بیړنۍ لیدنه کړې.
د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او میزایلو ورویشتلو وروسته د امریکا صدر جو باېډن په واېټ هاوس کې د ملي امنیت ډلې سره بیړنۍ لیدنه کړې.

د ایران له لوري په اسرایل د حملې پېل کېدو سره سم د امریکې صدر جوباییډن د خپل پلرني ریاست ډیلا وینر خپل سفر مختصر کړی اؤ د کابېنې د غړو اؤ نورو لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره یې د وضعیت په اړوند لېدنه کړې ده.

د ملي امنیت په اړه د خپلې ډلې سره سره له خبرو وروسته صدر باییډن د اسرایل سره د یووالي خپله ژمنه بیا تکرار کړې ده. له دغې لېدنې وروسته صدر باییډن په ایکس رسنۍ خپل یو پوسټ کې لیکلي "ما هم دا اوس خپلې د قامي سلامتۍ له ډلې سره د اسرایل په ضد د ایران د حملو د احوال اخستو لپاره ولیدل"

د امریکې صدر ویلي" د ایران اؤ د هغوي د پراکسیز یا جګړه کوونکو د ګواښونو په ضد د اسرایل سلامتۍ لپاره زمونږ عزم پیاوړی دی". د اتوار یا یکشنبې په سهار یروشلم کې د چاودنو اؤ سایرن غږیدو اوازونه اورېدل شوي.

د امریکې پوځي چارواکو ویلي چې امریکې د ایران ځېنې ډرونز ایسار کړي خو د هغې کره شمیره یې نه ده ښودلې.

د وايټ هاوس د ملي امنيت کونسل وياند ايډرين واټسن بيان ورکړی او وايي “دا بريد ښکاري چې په څو ساعتونو کې رابرسېره شي. ولسمشر بايډن په دې روڼ انده دی چې د اسرايل د امنيت د پاره زمونږ ملاتړ په وسپنه کې اينغښتی دی.

د اسرایل د پوځ ویان بیا ویلي، دوي د وړاندې نه د داسې بریدونو لپاره تیارۍ نیولې وې او په ګرد هیواد کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د دغه برید وړاندې یو شمېر اعلا ایراني چارواکو او پوځي مشرانو د اسرایل نه د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې په ایراني کونسلګرۍ د برید غچ اغستو ژمنه کړې وه.

تر دې وړاندې د اسرایل پوځ ویلي ایران په اسرایل تر 100 زیات د ډرون بریدونه کړي خو ویلي یې دي چې اسرایل د فضایي دفاع ځواب ورکولو ته چمتو دی.

اسرایلي پوځ د ایران له لوري د بیلسټک میزایلو د داغل کېدو په اړه څه نه دي ویلي کوم چې په اسانۍ سره نه شي راغورځول کیدای خو ایران بیا ویلي چې په بیلسټک میزایل یې هم ددې برید برخه وه.

د رایټرز خبري شبکې له مخې د اسرایل چینل ۱۲ ویلي چې د ایران ځېنې توغندي د سوریې یا د اردن څخه د تېریدو په مهال رانسکور کړی شوي دي.

امریکا چې په سیمه کې په لویه کچه پوځي شتون لري، ویلي یې دي چې دوي به اسرایل ته پرته له تخصیص مرستې ورکوي.

د اسرایلي پوځ ویاند رییر ایډمرل ډینیئل هاګړي تر دې وړاندې په ټي‌ وي خپله وینا کې ویلي وؤ چې اسرایل ته په ډرونز رارسېدو کې به څو ساعته وخت ولګي .

اسرایلي پوځ ویلي هغوي ددې خبرې پخلی نه شي کولی چې ایا د کوم ډرون مخه یې نیولې که نه اؤ یا د هغې اهداف څه وؤ؟ د ایران سرکاري ټي وي د اتوار په شپه ناوخته ویلي چې پوځونو یې د ایران د خاورې نه د اسرایل خلاف په لسګونو ډرون خوشې کړي دي.

د ایران په سرکاري ټي وي د ایراني چارواکو له خولې ویل شوي چې دا حمله د اسرایل لخوا د شوې حملې غچ یا بدله ده چې د اپریل په وړومبۍ نېټه شوې دغه حمله کې په دمشق کې یو شمیر لوړ پوړي ایراني پوځي کمانډران وژل شوي وؤ.

ای پي خبري شبکې پخپل رپورټ کې ویلي چې ایران یو داسې انتقامي مشن کې چې هیڅ بدیل یې نه لیدل کیږي، د خالي په شپه د اسرایل لوري ته په لسګونو ډرونز اؤ بیلسټک میزایل داغلي دي چې دې منځنی ختیځ یوې ممکنه سیمه ییرې جګړې ته نزدې دیکه کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG