لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيي وزیراعظم د یوکرېن د سفر وروسته ویلي صدر پوټن خبرو ته تیار دی


بورس جانسن د نهې سېشنبې په ورځ کییف ته ورغلی و او د یوکرین صدر ولادي میر زیلنسکي سره یې د تازه لانجې په سر خبرې وکړې
بورس جانسن د نهې سېشنبې په ورځ کییف ته ورغلی و او د یوکرین صدر ولادي میر زیلنسکي سره یې د تازه لانجې په سر خبرې وکړې

د روس صدر ولادېمېر پوټن سره د خبرو ځنډولو وروسته د د برطانيي وزیر اعظم بورس جانسن د نهې، سه شنبې، په ورځ د یوکرین سفر کړی او ویلي يې دي چې صدر پوټن د هر چا سره خبرو ته تیار دی چې ورته وضاحت وکړي.

د یوکرېن د سفر په مهال برطانوي وزیراعظم په صدر پوټن تور پورې کړی چې د یوکرېن په سر یې ټوپک اېښودی او یو وارې بیا هڅه کوي چې یورپ کې د امنیت په اړه د سوړ جنګ پشان نقشه جوړه کړي.

ټاکل شوې وه چې بورس جانسن به د ګل، دوشنبې، په ورځ د یوکرېن په سر د صدر پوټن سره خبرې کوي خو رویټرز خبري ادارې وویل د کورني سیاست له وجې برطانوي وزیراعظم د روسي صدر سره خبرې وځنډولې.

بورس جانسن د نهې سېشنبې په ورځ کییف ته ورغلی و او د یوکرین صدر ولادي میر زیلنسکي سره یې د تازه لانجې په سر خبرې وکړې.

کریملن په یو بیان کې ویلي دي که د صدر پوټن د وزیراعظم جانسن خبرې وشوې نو د یوکرین په اړه به وضاحت ورکړي.

کریملن ویلي دي چې وایټ هاوس دې په یورپ کې تاو تریخوالي نه زیاتوي او که د امریکا لخوا په روس بندېزونه په ځای کړل شول نو د نتیجو کمولو منصوبې ورسره شته.

د روس لخوا دا تازه بیان وروسته له هغې ورکړی شوی چې امریکا او ملګرو ملتونو د ګل په ورځ د روس نه د یوکرین په پولهد پوځ په ځای کولو سپیناوی غوښتې دی.

امریکا او نیټو مسکو ته د دې ضمانت ورکولو نه انکار کړی چې نیټو دې خپل تنظیم غربي نړی نه غځوي او دا چې یوکرین تهدې په نیټو کې غړیتوب نه ورکوي.

امریکا د روس دا غوښتنه رد کړی او واشنګټن ویلي امریکا د نیټو او یورپي شراکت دارو سره په مشوره روس ته د امنیت پارهیو داسې بنیادي دستاویز ورلېږلی چې د یوکرین په سر پیدا شوي تاو تریخوالي کمولو کې به مرسته وکړي خو روس ویلي په دغه سپارښتنو کې د ماسکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی شوی.

رایټرز خبري ادارې داسې سیټلایټ عکسونه خپاره کړي چې پکې ښودلی شوي روس د یوکرین په سرحد لویه شمیره ځواکونه جمع کړي خو روس وار په وار ویلي په یوکرین د قبضې منصوبه نه لري.


  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG