لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د دفاع وزیر وايي چین سره سرحدي شخړه په پرامنه ډول حل کوول غواړي


د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي او چین صدر ژي جنپنګ
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي او چین صدر ژي جنپنګ

د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سنګ ویلي چین سره په همالیه سیمه کې د سرحد په سر شخړه په پرامنه ډول هواروول غواړي خو هند به د خپلواکۍ او علاقيي یوالي دفاع کوي.

راجنات سنګ په چین غږ وکړو چې په سرحد دې خپل ځواکونه په شا کړي. "مونږ جنګ شروع کولی شوو خو خاتمه یې زمونږ په لاسو کې نه دی."

د همالیه په لداخ سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ د تېرو پنځو میاشتو راهسې په سرحد تاوتریخوالی زیات شوی دی، دواړو ملکونو په لویه شمېره کې پوځونه پرځای کړي دي او په یو بل تاوتریخوالي د راپاروولو الزام لګوي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي راجنات سنګ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پارلېمنت ایوان بالا ته وویل چین په پوله د ځواکونو په زیاتوولو د دواړو ملکونو ترمنځ د شوي مفاهمت خلاف ورزي کړې او په چین یې الزام ولګوولو چې هندي عسکر یې په روایتي ځایونو کې چوکۍ ته نه دي پرېښودي. هغه د چین د اقداماتو په ځواب کې هندوستان په سیمه کې عسکر پرځای کړل.

چین په هندوستان د تاوتریخوالي د زیاتوولو الزام لګوي. د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېنبېن وویل په سیمه کې د موجوده صورتحال ‌ذمه وار چین نه دی او په هندوستان یې د دوا اړخیزه معاهدو د خلاف ورزۍ او په هندي ځواکوند د ډزو الزام ولګوولو.

وانګ وویل ضرورت د دې خبرې دی چې هندوستان دې د خپلې غلطۍ اصلاح وکړي، تاوتریخوالي د کموولو دپاره دې ګاومونه واخلي او د عسکر دې په شا کړي.

دلي نه د وي او ای انګریزۍ څانګې خبریالا په خپل رپورټ کې وايي د دواړو ملکونو ترمنځ د الفاظ تبادله په داسې حال کې شوې چې یوه هفته وړاندې په ماسکو کې د چین او هندوستان خارجه وزیران متفق شوي وو چې تاوتریخوالي د کموولو په خاطر په ګامونه اخلي.

د وی او ای رپورټ کې وېل شوي دا لا نه ده معلومه چې دواړه ملکونه به تاوتریخوالي د کموولو دپاره څه ډول اقدامات کوي.

د جون په میاشت کې د چین او هندوستان د عسکرو د لاس په لاس جنګ کې هندوستان وویل ۲۰ پوځیان یې ووژل شو. چین د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG