په ماسکو کې په اعلا سفارتي کچه د خبرو وروسته چین او هندوستان ویلي د همالیه په غرنۍ سیمه کې په مشترکه سرحد د ورستي تاوتریخوالي کموولو او د امن او ثبات پرځاي کوولو دپاره په ګامونه پورته کوي.
د هندوستان خارجه وزیر اېس جی شنکر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس سرښار ماسکو کې د چین سټېت کاونسلر وانګ يي سره ولیدل او د رویټرز خبري ادارې ترمخه دواړه سفارتکاران تاوتریخوالي کموولو دپاره په پنځو ټکو متفق شول.
د رویټرز خبري ادارې رپورټ وايي په ماسکو کې د شنګايي کواپرشن ارګنایزېشن د غونډې په څنډه کې د خبرو په مهال د هندوستان خارجه وزیر اېس جی شنکر او د چین سټېت کاونسلر وانګ يې متفق شول چې دواړه ملکونه به مذاکراتو ته دوام ورکوي، پوځونه به یې د یو بل نه مناسب فاصله ساتي او تاوتریخوالی به کمووي.
د همالیه په سیمه کې د هندوستان او چین ترمنځ د پولې په سر تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې زیات شوی دی او د جون په میاشت کې هندوستان وویل چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې یې ۲۰ عسکر ووژل شوو.
دواړه ملکونه په یو بل په سیمه کې د سرحد د خلاف وزرۍ الزامات لګوي.