لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې چاودنه وشوه، څلور تنه مړه او اته تنه ژوبل شوي


کوټه کې چاودنه وشوه
کوټه کې چاودنه وشوه

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې بمي چاودنه کې څلور تنه مړه او اتهه تنه ټپيان شوي دي،پوليس وايي د بريد هدف د پوليسو افيسر موټر وو.

د کوټې د پوليسو په وينا چاودنه نن مازيګر د کوټې په قندهاري بازار کې شوې، د پېښې مړي او ټپيان يې د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي دي.

د سېول روغتون وياند وسيم بېګ په خبره، "سيول روغتون ته د يوې زنانې او دوو پوليسو عسکرو په ګډون د څلور تنو مړي او نهه ټپيان را وړل شوي دي، چې په ټپيانو کې د څلورو حالت مرګونی دی، ټپيان ټول ملکي وګړي دي".

د وياند په وينا په روغتون کې يې ايمرجنسي حالت نافذه کړي او ټول ډاکټران يې ډيوټي ته بللي دي.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو پر پېښه خفګان څرګند کړی او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی.

په سرکاري جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د امنيت چارې دې ټينګې کړل شي او د ترهګرو او د هغوی د سرپرستانو پر ضد به کوټلي ګامونه اخلي.

د پوليس چارواکو په وينا د چاودنې له امله د پوليسو افيسر د موټر څنګ ته د ولسي خلکو و موټرانو او دوکانونو ته هم زيان رسېدلی، پوليس چارواکي وايي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله د پوليس افيسر موټر له ياد سړکه تېرېدی، وايي دپېښې په اړه نور تفصيلات را ټولوي.

په سمدستي توګه د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې، خو تېره ورځ او څو ورځې وړاندې د کوټې سره نزدې په کچلاک سيمه کې په پوليسو دوه بريدونه شوي او څلور پوليس پکې وژل شوي وو.

د دغو دواړو بریدونو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، حکومت د کوټلو عملياتو کولو منظوري ورکړې ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

په غونډه کې ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG