لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عیني شاهدین: په پاکستان کې افغان طالبانو دپاره د چندو ټولول زیات شوي


د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو د پېسو جمع کولو په اړه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې رپورټونه وايی طالبانو په افغانستان کې ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولي دي
د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو د پېسو جمع کولو په اړه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې رپورټونه وايی طالبانو په افغانستان کې ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولي دي

په داسې حال کې چې امريکايي ځواکونو افغانستان نه ستنېدل شروع کړي او طالبانو په خپلو حملو کې شدت راوستی

د پاکستان په سرحدي سیموکې افغان طالبانو دپاره په چندو کې اضافه لېدل کېږي. دا خبره ځايي اوسېدونکو وایس اف امریکا ته کړې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ګڼ شمېر سرچینو او عېني شاهدینو چې د دغو چندو به اړه معلومات لري وي او ای ته ويلي چې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې طالبانو چندې جمع کولو ته دوام ورکړی دی.

د بلوچستان د دوکۍ یو اوسېدونکي وي او ای ته ویلي چې د افغان طالبانو وسله وال په نژدې غرونو کې د سکرو په درنګونو کې کارکوونکو سره پاتې کېږي او د جمعې په ورځ بازار ته ورځي او د دوکاندارانونه نه پنځه او لس لس زره روپۍ چنده غواړي.

د نوم نه څرګندولو په شرط د دوکۍ دغه اوسېدونکي وویل طالبان په موټرسایکلو لویو دوکانونو ته ورځي، ځانونه د طالبانو د تحریک غړو په حېث معارفي کوي او وايي دوی د الله په لاره کې جنګیږي.

دغه تن وویل مخکې به طالبان ځینو جوماتونو (مسجدونو) ته ورتلل خو اوس یې د دوکانونو نه چنده اخیستل شروع کړي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ ی غړي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل طالبانو د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د چندو ټولولو کمپاینونه چلوي. هغه وویل دا څه پټه خبره نه ده او دا کار په کوټه، کچلاک بای پاس، پشتون اباد، اسحاق اباد او په فاروقیه ټاون کې دوام لري.

د بلوچستان اسمبلۍ دغه غړي وویل ګمان کوي چې طالبان دا پېسې د افغان حکومت په ضد په ورستۍ جګړه کې استعمالوي.

د کوټې یو اوسېدونکي وویل هغه په باقاعده ډول طالبان په جوماتونو کې وېني.

هغه وویل د جمعې لمانځه ته جومات ته ورغلی و هلته د اوږدو وېښتو والا طالب پنځه منټه تقریر وکړو وېل یې په جنګ کې دې ورسر خلک مالي مرسته وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي په ورستي وختونو کې په سوشل میډیا داسې وډیوګانې هم خپرې شوي دي چې طالبان پکې په مبینه توګه چندې ټولوي. وي او ای په ازاده او کره توګه د دغو وډیوګانو د کروالي تصدیق نشي کولی.

د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو د پېسو جمع کولو په اړه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې رپورټونه وايی طالبانو په افغانستان کې ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولي دي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د چندو نه علاوه په نورو طریقو هم پېسې ټولوي.

خبریال او د افغان چارو څېړونکی نور زمان اڅګزۍ وايي طالبان د افغان حکومت نه دوچنده زیات ټېکس یا مالیه اخلي او د قاچاق، د تېلو د انتقال، د نشۍ توکو کاروبار، د وسلې او د زراعت د مقامي پېداور پېداوار نه پېسې اخلي. هغه وویل د روژې په میاشت کې طالبان د اسلامي ملکونو نه زکات هم ترلاسه کوي.

ملګري ملتونه هم وايي طالبان د خپلې ولکې دلاندې سیمو کې د نشۍ توکو د قاچاق، د پېسو دپاره د خلکو تښتولو، د معدنیاتو د غېرقانوني راوېستلو او د ماليي په شکل پېسې جمع کوي.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه طالبان هرکال د ۳۰۰ مېلین نه تر د یو اشاریه شپږ ارب ډالرو پورې به بېلا بېلاو طریقو پېدا کوی.سرچینو

د پاکستان دریځ

د پاکستان حکومت وايي د ترهګرۍ د مالي سرچینو په ضد سخت قوانین لري او د هغه تنانو او ډلو په ضد یې قانوني اقدامات کړي دي چې د وسله والو دپاره پې د پېسو ټولو الزامات پورې شوي وو.

په دې لړ کې اسلام اباد د غیرقانونه ټاکل شوي ډلې جماعت الدعوه د مشرانو د ګرفتارۍ او په هغوي د مقدمو ذکر کوي. جماعت الدعوه امریکې هم د ترهګرو تنظیمونو په فهرست کې شامل کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ناقدین چې پاکستان د دغو تنانو په ضد علامتي ګامونه اخیستې په دې خاطر چې د وسله والو د مالي سرچینو په ضد اداره فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس یې نوم د خړ فهرست نه لرې کړي.

اېف ای ټي اېف وايي وسله والو د مالي سرچینو په ضد پاکستان کافي ګامونه نه دي اخیستې.

د بلوچستان د حکومت ترجمان لیاقت شهواني وي اوای ته ویلي داسې معلومات نلري چې طالبان په صوبه کې چندې ټولوي.

هغه وویل د اېف ای ټي اېف د موندنې وروسته د بلوچستان حکومت قانون سازي کړې چې دلاندې یې د وسله والو ډلو دپاره پېسې ټول غیرقانوني ټاکل شوي دي.

په جوماتونو کې د طالبانو د مبینه چندو جمع کولو وډیوګانو په اړه ښاغلي شهواني وویل که چېرې د حکومت په علم کې داسې ډول حقایق راغلل نو حکومت به یې په ضد ګامونه اخلي.

ځینې څېړونکي وايي پاکستان په شهري علاقو کې د طالبانو هلې ځلې په موثره ډول بندې کړي دي خو د افغانستان سره په پوله په سرحدي علاقو کې دغه ګامونه ډیر موثر نه دي.

فېض الله خان په سند کې مېشته خبریال دی وايي طالبانو دپاره اوس ممکنه نه ده چې د صوبې په ښارونو کې چندې جمع کړي.

هغه وویل د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو سیمو او بلوچستان کې حالات بدل دي او داسې شکایتونه او وډیوګانې مخې ته راځي چې طالبان چندې ټولوي.

مذهبي ګوندونه

د وي او ای رپورټ وايي د جمعیت علما اسلام او د جماعت اسلامي په ډول د پاکستان مذهبي ډلې د طالبانو حمایت کوي چې په ځینو وختونو کې په حکومت کې هم پاتې شوي دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي وي او ای ته وویل هغه د طالبانو کامیابي غواړي چې د هغه په قول ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي او د طالبانو سره مشترکه نظریه لري.

هغه د دې خبرې تردید هم ونکړو د جی یو ايي دلارې افغان طالبانو دپاره چندې جمع کېږي خو هغه زیاته کړه که څوک وغواړي نو په خپله خوښه د طالبانو سره شاملېدلی شي.

د باجوړ اوسېدونکی انوارالله خان وايي د ۹/۱۱ نه پس د جی یو ايي او جماعت اسلامي په شان مذهبي ډلې اوس په ازاده چندې نشي ټولولی .

هغه وي او ای ته وویل د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان نه داسې رپورټونه مخې ته راځي خو هلته چندې په څرګنده نه ټولېږي.

د وي او ای رپورټ وايي جی یو ايي نظریاتي چې د ۹/۱۱ نه پس د جی یو ايي نه بېلا شوي د طالبانو تر ټولو زیات حمایت کوي او نور زمان اڅکزی وايي د نظریاتي ډلې مشر په تقریرونو، جلسو او وډیوګانو کې په افغانستان کې د جهاد ملاتړ کوي.

د وي او ای رپورټ واي په کال ۲۰۱۱ کې په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته جی یو ايي نظریاتي د بن لادن د جنازې لمونځ کړی و.

یادونه: دا رپورټ خبریال روش نورزي د وي او ای د اېکسټرېمزم واچ ډېسک څانګې دپاره تیار کړی.

د دې رپورټ په تیارۍ کې د وي او ای د اردو څانګې نفیسه هودبوی هم مرسته کړي ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG