لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د جرګې د پرېکړې وروسته د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادیدو حکم لاس لیک کوم


په کابل کې د افغانستان د سولې مشورتې لويې جرګې، د ۴۰۰ طالب زندانيانو خلاصون تاييد کړاو پر اوربند يې د ټينګار تر څنګ د يادو زندانيانو د خلاصون په صورت کې د سولې پر مستقیمو مذاکراتو پیل کیدو پریکړه وکړه.

د افغانستان جمهور رئیس د یادې جرګې په دریمه ( وروستۍ ورځ) د جرګې غړو او ګډونوالو ته په خپله اختطامیه وینا کې وویل، چې لوی جرئت په جنګ کې نه دی، لوی جرئت په سوله کې دی.

ښاغلي غني وویل ،چې زه به د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو حکم به لاسلیک او هغوی به خوشې کړم. نوموړي زیاته کړه : ٫٫ درنو هیوادوالو زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نشو لاسلیکولی، ځکه زما تر صلاحیت لوړ وو، اوس به یې ستاسو په اجماع امضا کړم او دوی به خوشې کړم.٬٬

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له علمأ هم غوښتنه وکړه،چې په جرأت سره طالبانو ته د سولې توصیه وکړئ ځکه اوس د طالبانو د انتخاب وخت دی، باید وښيي چې له سراسري اوربند وېره نه ‌لري او جهاد اکبر په سوله کې دی.

ده وویل د افغانستان ولس او دولت طالبان د یو واقعیت په توګه مني او اوس باید دوی ثابته کړي چې ایا د افغانستان تنوع او یووالی مني او که نا؟

جمهوررئیس غني وویل ملت او دولت چې سره یو ځای شي یو عظیم قوت دی او سیاسي قشر د افغانستان چې په اتحاد ودرېږي هیڅوک یې مخه نشي نیولی.

ده زیاته کړه : ٫٫تاسې مستقیمه لاره خلاصه کړه ، که بیا دوه لرۍ ته راغلو ، بیا به تاسو ته راشو ، ځکه تاسو دوه لاری په مستقیمه لاره بدلوئ.٬٬

ده د جرګې غړو ته وویل تاسې د افغانستان ویاړ او د جمهوریت افتخار یاستئ، که هره فیصله په افغانستان کې په دې تدبیر، په دې سرعت او په دې جامع توب وشي، انشاالله زموږ مخه به هېڅکله بنده نشي.

د يادې جرګې د د دریمې ( وروستۍ ورځې ) په پرېکړه ليک چې د جرګې غړو ته وړاندې شو، په کې راغلي، که د يادو ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې د بهرنيو هېوادونو اتباع وي، اړينه ده چې له اړوندو هېوادونو څخه د معتبر ضمانت تر اخېستو وروسته وروسپارل شي.

مشورتي لويې جرګې، په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان دخلکو د لاسته راوړنو په ساتلو، د هېوادوالو د اساسي حقونو، ولسوالۍ او جمهوريت، له هېوادو او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې سولې د خبرو په درشل کې او د سولې د هوکړې ته تر رسېدو وروسته د پخوا په څېر له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه راز جرګې وړانديز کړی چې دولت دې د امنيتي او دفاعي قواوو د منسوبينو د حبس پاتې مدت د هغو جرمونو په تړاو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر صلاحيت لاندې وي، او هېواد ته د خيانت جرم نه وي، عفوه وکړي، تردې پرته، هغه کسان چې له طالبانو د اړيکو په تور محکوم شوي وي هم د عفوې په ياد فرمان کې راوستل شي.

د امريکا او طالبانو د سولې د هوکړې پر اساس، د سولې د بين الافغاني خبرو تر پيل وړاندې بايد دولت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان به د دولت ۱۰۰۰ تنه زندانيان له بنده خلاص کړي.

حکومتي چارواکي وايي، چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ زندانيان چې د طالبانو په نوملړ کې شامل وو او ۳۱۷ د طالبانو نور زندانیان له بنده خلاص کړي دي. طالبانو ويلي چې د حکومت زر تنه زندانيان يې له بنده خلاص کړي او حکومت بايد ۴۰۰ ياد شوي زندانيان هم له بنده خلاص کړي.

خو د افغانستان حکومت ويلي چې د ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې د اعدام حکم پرې شوی او ځينې يې د قتل او سړي تښتونې په جرمونو تورن دي، له دې امله بايد د سولې مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي ځکه چې ولسمشر د يادو ۴۰۰ زندانيانو د خلاصون صلاحيت نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG