لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسیې خام تېل پاکستان ته په کوم صورت کې ګټه رسولی شي؟


پاکستان چې دا وخت د کرنټ اکاؤنټ خسارې، دشل فیصد څخه د زیاتې ګرانۍ او د روپۍ د ارزښت دښکته کیدو له امله د اقتصادې بحران سره مخ دی ، د سیلابونو له امله نور هم کمزوری شوی دی او د حکومتي شمیرو تر مخه اقتصادي اغیز یې له ۳۰ اربه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی
پاکستان چې دا وخت د کرنټ اکاؤنټ خسارې، دشل فیصد څخه د زیاتې ګرانۍ او د روپۍ د ارزښت دښکته کیدو له امله د اقتصادې بحران سره مخ دی ، د سیلابونو له امله نور هم کمزوری شوی دی او د حکومتي شمیرو تر مخه اقتصادي اغیز یې له ۳۰ اربه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي دي له روسیې سره د خامو تېلو داخستو په سر خبرې روانې دي اؤ اقتصاد پوهان وایي پاکستان ته به د د روس سره د ممکنه لوظنامې ګټه هلته رسي چې دغه تیل داسانو شرطونو په پور ورکړل شي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار هم تیره میاشت واشنګټن ته دخپل سفر په ترڅ کې ویلي وؤ چې هیواد یې له روسیې څخه تیلو اخستو ته چمتو دی که چرې هند ته په ورکړل کیدونکي نرخ دغه تیل پاکستان ته هم ورکړل شي .

د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف درانې وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي اصل خبره دا ده چې روس به پاکستان ته دغه تیل څومره ارزان او په پور ورکول ورکړل شي که نه-

هغه وایي د پاکستان اقتصاد ددې جوګه نه دی چې په نغدو تیل واخلي.

دنوموړي په وینا پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هم اکثره په پور تیل اخلي اؤ که چرې روس دا خبره ومني نو بیا د لوظنامې امکان شته-

دوې دا امکانات هم څرکندوي چې د روس سره سوداګرې د امریکاېې ډالرو پر ځائ په روسي روبل کې کیدای شي-

تیره اوونۍ دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل دا حقیقت چې هند د انرژۍ لپاره لوړه غوښتنه لري، او دا چې له روسیې څخه د تیلو او نورو ډولونو انرژۍ په لټه کې دی او دا هرڅه د بندیزونو په ضد نه دي-

ډان ورځپاڼې د روان نومبر د میاشتې په اتمه نیټه خپل رپوټ کې د امریکا د بهرنیو چارو د چارواکو له خولې ویلي وؤ چې امریکا دا مهال نورو هیوادونو ته د روسیې د انرژۍ د صادراتو پر وړاندې بندیزونه نه لري او هر هیواد دخپلو ضرورتونو تر مخه پریکړه کولی شي-

د اوو شتنمنو هیوادونو ډله هڅه کوي چې د دسمبر تر 5مې پورې د روسیې د تیلو صادراتو باندې د قیمت محدودولو میکانیزم جوړ کړي، کله چې به د اروپایي اتحادیې له اړخه د روسیې د تیلو په سمندري وارداتو بندیز ولګول شي.

اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان باید د خپلو بهرنیو زیرمو د لوړولو او خوندي کولو لپاره ټولې هغه لارې ولټوي، چې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو ته راټیټ شوي چې لویه برخه یې د تیلو او ګازو اخیستل دي.

د عبدالولې خان پوهنتون د اقتصاد د ځانګې پروفیسر منظور علې وي او ای ډیوه ته وایي"امریکې دا شرطونه نرم کړي او یورپي هیوادونو ته یې هم ویلې چې د روس څخه تیل اخستی شي،که چرې دغه نرمي د دوې سره ده نو دا به د پاکستان سره هم کوي- نو روښانه امکان دی چې پاکستان د هغوي سره سودا کولی او تیل اخستی شي"

ددې میاشتې په پیل کې، د پاکستان حکومت دکورني کمښت پوره کولو دپاره د نزدې 112 میلیونه ډالرو په ارزښت یوه لوظنامه کړې وه-

پاکستان چې دا وخت د کرنټ اکاؤنټ خسارې، دشل فیصد څخه د زیاتې ګرانۍ او د روپۍ د ارزښت دښکته کیدو له امله د اقتصادې بحران سره مخ دی ، د سیلابونو له امله نور هم کمزوری شوی دی او د حکومتي شمیرو تر مخه اقتصادي اغیز یې له ۳۰ اربه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG