لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف وايي پاکستاني چارواکو سره يې رابطه دوامداره ساتلې


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي ايي اېم اېف د پاکستان نه ځینې معلومات غوښتلي او پاکستان تیار دی چې دغه معلومات ورکړي
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي ايي اېم اېف د پاکستان نه ځینې معلومات غوښتلي او پاکستان تیار دی چې دغه معلومات ورکړي

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانېټري فنډ، ايي اېم اېف، ویلي پاکستان سره د قرض د موجود پروګرام د ختمېدو نه مخکې د ادارې د بورډ غونډې په لړ کې مالیاتي ادارې د پاکستاني چارواکو سره رابطې جاري ساتلي دي.

بلخوا، د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي ايي اېم اېف د پاکستان نه ځینې معلومات غوښتلي او پاکستان تیار دی چې دغه معلومات ورکړي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه پاکستان کې د ايی اېم اېف مشر وویل پاکستان سره د ادارې د رابطو هدف د ايي اېم اېف د بورډ ميټنګ یا غونډې دپاره لاره هوارول دي.

پاکستان سره د ايي اېم اېف د موجوده پروګرام مېعاد د جون په اخېره کې ختمېږي.

د پاکستان غیر سرکاري ټېلې وژن جيو نيوز په پرورګرام کې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار وویل چې ايي اېم اېف له پاکستانه د راتلونکي بجټ تفصيلات هم غوښتلي دي چې پاکستان به يې ورکوي.

پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف د 1.1 اربه ډالره قسط په تمه دې او ددې ورکول د تېر نومبر مياشتې راهيسې ودرول شوې دې.

پاکستان د اي اېم اېف د غوښتنو سره سم په توانای سبسيډيز ختم کړي، د انرژۍ او پټرولو نرخونه يې سېوا کړي او د سود کچه یې هم لوړه کړې ده او د دې ترڅنګ یې د ډالر نرخ ټاکل هم مارکيټ ته پرېښودي دي.

د اقتصادي چارو څېړنکار ساجد امين ډيوه سره خبرو کې وویل که د اي اېم اېف پروګرام بحال نه شي نو د پاکستان د دېواليه کېدو خطر به نور هم زيات شي ځکه چې نړيوال ګڼ اړخيزه مالياتي ادارې لکه نړیوال بانک او اېشاي ترقياتي بنک او دوست هېوادونو هم خپلې مالي مرستې د اي اېم اېف پروګرام سره تړلي دي.

پاکستان هرکال د 30 نه تر 36 اربه ډالرو ته ضرورت لري او که د اي اېم اېف پروګرام نه وي نو پاکستان دا خلا نشي ډکولې>

د راپورونو ترمخه پدې وروستیو کې د مالي بدلونونو لکبله په پاکستان کې د ګرانې شرح د تر ټولو لوړې کچې 36 فيصدى ته رسېدلې ده او بلخوا د زر مبادلې ذخيره دومره کمه شوې ده چې د ېوې مياشتې درامداتو لپاره هم پوره نه ده>

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د جون په میاشت کې د روان مالي کال د سرته د رسېدو سره د کال 2019 د اي اېم اېف قرض پروگرام د بحالۍ هيلې هم ختمې شوې دي.

د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وايي هغه غواړي چې اي اېم اېف خپله نهمه جاېزه د راتلونکي بجټ څخه مخکې مکمل کړي ولې چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ټول شرطونه پوره کړي دي.


اسحاق ډار د مي په 11 نېټه يوې دستورې ته په خپله وېنا کې وېلي وو چې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط ونه کړي>


اقتصاد پوهان وايي د اسحاق ډار داسې تسلې له ډېرې مودې راهیسې اوري خو مارکېټ په دې نور باور نه کوي.

شهريار بټ چې د پاکستان د ونډو په بازار او په عمومي اقتصاد نظر ساتي ډيوه سره خبرو کې وايي هم دا وجه ده چې د پاکستان د ونډه بازار په پرله پسې ډول په لاندې روان دې او په تېرو دوو مياشتو خوا شا دوه نيم زره پواينټونه د مارکیټ څخه وتلي دي. پاکستان دا وخت د ډالر د کمي سره مخ دې نيغ په نيغه سرمایه کارې کې نزدې 98 فيصدى کمې راغلې دې او دې سره د اقتصادي ودې کچه هم ښکته روانه ده.

د اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ د پاکستان د 350 اربه ډالرو معشييت لپاره د اي اېم اېف فنډنګ انتهايي اهمیت وړ دې. هېواد دا وخت د ادايګيانو په توله کې د شديد بحران سره هم مخامخ دې او دې سره د دېواليه کېدو اندېښنې ورځ تر بلې سېوا کېږي.

ښکاره دې وى چې په عمومي ډول د پروګرام د ارزونې لپاره د بورډ لپاره د مسولينو په کچ د پېشګي معاهدې ضرورت وي چې داسې به د پاکستان په معامله کې د 1.1 ارب ډالرو د فنانسنګ لاره پرانيځي.

د پاکستان او اي اېم اېف ترمنځ د مسولينو په کچه لوظنامه د تېر کال نومبر میاشت راهيسې د ځنډ ښکار ده.

د اي اېم اېف مشر وېلي چي د پاکستاني چارواکو سره به په خبرو کې د راتلونکي مالي کال په بجټ مرتکز وي او له دې سره د چارواکو سره خبرو کې د قرض پروگرام په هدفونو او د مناسب فنانسنګ په اړه غږېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG