لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د توشه خانه قضيه کې عمران خان ته سزا اورونکي جج ويلي کورنۍ يې د ګواښونو سره مخ ده


جج همايون دلاور په خواست کې د امنيت له امله د تبادلې خواست کړی او ويلي يې دي، د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ضد د توشه خانې د قضيې اورېدو او فېصلې وروسته د هغه خلاف په ټولنيزو رسنيو کمپاين شوی دی
جج همايون دلاور په خواست کې د امنيت له امله د تبادلې خواست کړی او ويلي يې دي، د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ضد د توشه خانې د قضيې اورېدو او فېصلې وروسته د هغه خلاف په ټولنيزو رسنيو کمپاين شوی دی

د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج همايون دلاور اسلام اباد هايکورټ ته خط ليکلی او ويلي يې دي، "د توشه خانه قضيه کې چې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ضد فېصله اورولې، د قضيې په مهال او فېصلې اورولو وروسته یې کورنۍ ته ګواښونه شوي".

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړی، د جمعې په ورځ د اسلام اباد هايکورټ، اډيشنل سيشن جج همايون دلاور سپشل ډيوټۍ افسر [او اېس ډي] جوړ کړی او په هايکورټ کې تعينات کړی شوی دی.

د نوموړي د او اېس ډي جوړول کېدو خبر په ټولنيزو رسنيو هم خپور شوی دی.

نوموړي جج اسلام اباد هايکورټ ته د تبادلې خواست کړی دی. د نوموړي په خواست چې د اګست 17 نېټه ليکل شوې ده، هم په ټولنيزو رسنیو خپور شوی دی.

جج همايون دلاور په خواست کې د امنيت له امله د تبادلې خواست کړی او ويلي يې دي، د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان ضد د توشه خانې د قضيې اورېدو او فېصلې وروسته د هغه خلاف په ټولنيزو رسنيو کمپاين شوی دی.

هغه ويلي، کورنۍ ته یې ګواښونه شوي او ماشومان سکول ته د تلو په وخت د ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړې، د برتانيې په هل پوهنتون کې د ورکشاپ په مهال هم د ناسمو حالاتو سره مخ شوی دی. هغه اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی چې تبادله دې ورله په اسلام اباد هايکورټ جوډيشل کمپليکس کې ځانګړي عدالت ته وکړي.

جج همايون دلاور د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې وه. عمران خان په دغه سزا کې د اټک په جېل کې بندي دي.

د توشه خانې فېصلې ته به په سمدستي غبرګون کې پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي وو، د اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج فېصله د تعصب ده.

په ټولنيزو رسنیو ځينو کسانو د جج همايون دلارو د ملاتړ ويلي، چې که نن د همايون دلاور سره ونه درېدو، نو سبا به هر بدمعاشت جج ته ګواښونه کوي هيڅوک به یې د مخنيوي نه وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG